دوشنبه, ۱۳ صَفر ۱۴۴۰هـ| ۲۰۱۸/۱۰/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اردوغان څه ډول د امریکا په چوپړ کې راغی؟
بسم الله الرحمن الرحيم
اردوغان څه ډول د امریکا په چوپړ کې راغی؟

(ژباړه)

امریکا اسلامي حرکتونه او په اسلامي خاورو کې هغه اغېزمن کسان، چې د دوی له نفوذ څخه ناراض دي، په پوره توګه پېژني. امریکا هڅه کوي چې دا ډلې واک ته ونه رسيږي، ځکه دا حرکتونه غواړي له اسلامي خاورو څخه د امریکا نفوذ په محدوده مانا نه؛ بلکې له ټولو اسلامي خاورو څخه په پوره مانا پاک کړي. دغه راز امریکا پوهیږي، چې داسې حرکتونه هم شته، چې له دوی سره یې د تعامل امکان شته او امریکا هم غواړي دغه حرکتونه واک ته ورسيږي او د دموکراسۍ په لوبه کې شریک وي. امریکا د خپلو ګټو لپاره د هغه حزبونو او سیاسیونو د بریالیتوب هڅه کوي، چې ځانونه په دین پورې تړي، البته هغه دین پورې چې له دیموکراسۍ سره سمون لري او د افراطګرایۍ (واقعي اسلام) ضد دی.

 امریکا غواړي خپل نفوذ د هغو اسلامي حرکتونو له لارې، چې له امریکایي سیاستوالو سره اړیکې لري پراخ کړي؛ هغه اسلامي حرکتونه چې د دې پرله پسې کتنو د خطرناکه پایلو په مسیر نه پوهیږي. امریکا په خپل خبیث سیاست او چلاکۍ سره اردوغان او دا حرکتونه په خپل چوپړ کې کړي او غواړي ددغو ډلو په وسیله خپلو موخو ته ورسیږي. هغه اردوغان چې د حل لار او سوله یوازې خبرې ګڼي، له همدې امله اردوغان د امریکا له سیاسیتوالو سره په اوږدو او پرله پسې کتنو کې اساسي رول درلود، هغه څه چې په حقیقت کې یې په ترکیه کې د امریکا نفوذ ځواکمن کړ.

مخکې له دې چې هېلري کلنټون د امریکا د بهرنیو چارو وزیره شي، هغه وخت چې اردوغان د استانبول ښاروال و، په نهمه لسیزه کې یې اردوغان داسې وستایه: «زما په اند اردوغان یو هڅاند سیاسي شخصیت، ځواکمن او صادق انسان دی.»

له امریکا سره د اردوغان پرله پسې کتنې ددې لامل شوې، چې د ۲۰۰۲م په پارلماني ټاکنو کې د ده ملاتړ وکړي. هیلري کلنټون له اردوغان سره یوازې د داود اوغلو په شتون کې ـچې د پوهنتون استاد او د دوی ژباړن وـ ساعتونه ساعتونه خبرې او کتنې وکړې، چې وروسته بیا د اردوغان په واکمنۍ کې داود اغلو د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وګمارل شو. دا کتنې د امریکا او ترکیې تر منځ د مثبتو او ښو اړیکو لامل شوې او ددغو دوو هېوادونو دوستانه اړیکې یې زیاتې کړې. کله چې هلیري کلنټون د امریکا د بهرنیو چارو وزیره شوه، له اروپا، اردوغان، عبدالله ګل او د ترکیې له مشرانو سره یې لېده کاته وکړل. کلنټون وتوانېده، پر خلکو د اغېزې په موخه  د ترکیې د یوه تلوېزیون په مشهوره او د ډېرو مینوالو لرونکو خپرونه (راشه له موږ سره یوځای شه) کې، څرګنده شي؛ هغه څه کې چې حکومتونو ته لوی سیاسي پوښښ ورکوي.

 امریکایانو د ترکیي په ټاکنو کې د اردوغان د بریا لپاره منظم پلان جوړ کړ او اقتصاد یې د مخکیني حکومت د ماتې یوه لار وګڼله او په ترکیه کې یې د امریکا د قدرت د نفوذ لپاره یو لړ کارونه وکړل لکه، د پوځیانو لرې کول او د اردوغان د حزب د ټاکنیزو مبارزو ستاینه. ستیفن کتنزر اردوغان وستایلو او ویې ویل: «هغه خپل عقل د هېواد په سطحه په سیاسي سیالیو او نظم کې په ډاګه کړ؛ هغه څه چې تر اوسه په ترکیه کې هېڅ سیکولري حزب نه دي کړي.» همداراز د عدالت او پرمختیا حزب په پارلماني ټاکنو کې د ټاکنیزو مبارزو له پیله تر بریالیتوبه ښځو ته اساسي رول ورکړ. ستیفن کتنزر اردوغان او ملګري یې منځلاري اسلامپال وبلل.

اردوغان له خپل بریالیتوب وروسته د ترکیې د ملي امنیت شورای، چې له داسې جنرالانو جوړه وه چې د حکومت پر مشرانو یې تسلط درلود، په داسې شورای بدله کړه، چې ښاریان یې اداره کوي. همداراز اردوغان ځینې نور کارونه هم وکړل، چې له ترکیې څخه د انګلیس د لرې کولو نیت روښانوي. لکه، د اعدام د جزا لغوه کول او د بشري حقونو اړوندو قوانینو او سخت دریځو قوانینو تعدیل؛ خو حقیقت دا دی: اردوغان جنرالان له قدرت څخه ګوښه کړل، حکومت یې له دروغجن انقلاب وروسته سختدریځه اقدامونه وکړل او د پخوانیو حکومتونو په پرتله یې قدرت په لاس کې واخیست. په ۲۰۱۶م کې وروستنی انقلاب د اردوغان لپاره فرصت و، چې نظام د انګلیس له اجیرانو پاک او پر ځای یې د امریکا مهرې(لاسپوڅي) ځای پرځای کړي او دا چاڼ تر اوسه دوام لري.

ترکیه د یوه سیمه‌ییز قدرت په توګه  را څرګنده شوه او په پایله کې لازمه وه، خپل هغه رول، چې د امریکا لخوا ورکړل شوی و، تر سره کړي. نو اردوغان د امریکا ډېر بهرني سیاستونه کامیاب کړل. دا هغه رول و چې امریکا له ترکیې وغوښت او ترکیې یې په سرته رسولو سره امریکا راضي کړه.

کله چې امریکا په ۲۰۰۳م کې عراق اشغال کړ او د خلکو ذهنونه یې د دیموکراسۍ په لوري جلب کړل، د عراق غربځپلو خلکو د دیموکراسۍ ملاتړ وکړ. هغه کسان چې له امریکا سره د عراق په نیولو کې همکار او ملاتړي وو. خو د دې لپاره چې په عراق کې د دیموکراسۍ لوبه پوره شي، امریکا د ټولو ښکېلو اړخونو ګډون ته اړتیا درلوده؛ ځکه چې امریکا ونه شوای کړای د عراق پر ټولو وګړو دیموکراسي ومني. کله چې د عراق اهل سنتو د عراق ملي ټاکنې رد کړې، نو ترکیه وتوانېده د دوی نظر بدل کړي او په نظام کې یې ګډون ته قانع کړي. دا هغه څه و چې امریکا غوښتل، خو کولای یې نه شوای.

دا د منلو نه ده، چې په ۲۰۰۷م کې شمعون پرېز د ترکیې د پارلمان مخې ته ودرېد او په عبراني ژبه یې وویل: «ترکیه د باور وړ ده. زه راغلم، چې مننه ترې وکړم.» د هغو خبرو اترو په اوج کې چې امریکا په ۱۹۷۸م کې د دیوید په کمپ کې د مصر او یهودو د رژیم تر منځ، په ۱۹۹۱م کې په مادرېد کې د یهودو غاصب رژیم، فلسطین او د فلسطین ازادي بښونکي سازمان تر منځ وکړې. دغه راز په ۱۹۹۴م کې د یهودو د دولت او اردن تر منځ د عربه سیمې هوکړه لیک رامنځته شو. سوريې دا مذاکرات ونه منل. که څه هم دا خبرې اترې د امریکا لخوا جوړې شوې وې. کله چې د یهودو دولت له سوریې سره پټې خبرې اترې پیل کړې، له ترکیې یې د تنظیم غوښتنه وکړه، دا هغه رول و، چې لا یې هم امریکا له اردوغان څخه د یهودو او حماس تر منځّ په خبرو اترو کې غواړي.

کله چې امریکا د ترورېزم په نامه د اسلام پر وړاندې جګړه پیل کړه، ځینې نور غربي هېوادونه هم ورسره مله وو، چې مسلمانان یې له دین څخه لرې او غیر ما انزل الله واک ته ورسوي، نو اړتیا یې پیداکړه، چې د اسلامي خارو حاکمان هم له ځان سره ولري، نو اردوغان دغه رول تر سره کړ او ترکیې په څلورو کلونو کې ثابته کړه، چې د امریکا وفاداره ملګرې ده. هیلري کلنټون په پوره ډاډ سره وویل: «موږ او ترکیې په افغانستان، سوریې او نورو ځایونو کې له ترورېزم سره په ښه توګه مبارزه وکړه.» تر ټولو ناوړه رول، چې اردوغان د امریکا په ګټه تر سره کړ، هغه له ۲۰۱۱م نه تر اوسه د بشاراسد (د امریکا مزدور) ساتنه او د هغه د ځواکونو تیتول د ازادې اردو تر سرلیک لاندې، د سپر فرات د عملیاتو لپاره و، چې بشاراسد ته یې پر حلب د تسلط فرصت ورکړ. دغه راز د زیتون څانګې عملیاتو بشاراسد ته فرصت ورکړ، چې شرقي غوطې ته دننه شي.کاش! امریکا ته د اردوغان چاپلوسي او مزدوري همدومره وای؛ له بده مرغه د امریکا په ګټه د اردوغان خیانتونه او پوځي عملیات تر دې لوړ دي.

اردوغان په ټول ځواک سره مسلمانان سیکولرېزم ته رابولي. دا هغه رول دی، چې د امریکا لخوا ورته سپارل شوی. امریکا غواړي ترکیه او اردوغان په اسلامي نړۍ کې الګو وي.

داود اوغلو د اسلامي امت قضیو ته لکه: د یهودو دولت لخوا د فلسطین اشغال، د روسیې لخوا د چیچین اشغال او د امریکا لخوا د افغانستان او عراق اشغال او دغو ستونزو ته د اسلامي حلارې په وړاندې کولو کې پاتې راغی. دغو قضیو ته یې د نړیوالو قوانینو له زاویې وکتل، چې دې کتنو یې ډېرې ستونزې او ناهیلۍ جوړې کړې. په داسې حال کې چې داود اوغلو پوهيږي، چې مسلمانانو د اسلامي خاورو مزدورو دولتونو پر وړاندې خپلې هیلې له لاسه ورکړي. نو له خلکو یې وغوښتل چې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د حل لار پیداکړي. دغه راز اوغلو له اسلامي خاورو  غواړي، چې ترکیې ته د ستونزو د حللارې د معجزې او اسلامي خلافت په سترګه وګوري. په داسې حال کې چې د ترکیې په اړوند داسې واقعیت هېڅ نشته.

عقلمند مسلمانان پوهیږي، چې عثماني خلافت نشته. هغه څه چې ترکیه یې ادعا کوي اصلاً له عثماني خلافت سره تړاو نه لري. ترکیه د امریکا غلامه او د هغې سیاستونو ته تسلیم ده؛ هغو سیاستونو ته، چې مسلمانان ترې نفرت لري. په هر هغه ځای کې چې امریکا ونه شوای کړای، خپل سیاست او پوځي حکومتداري پلې کړي، نو ترکي مسوولین یې هغه ځای ته واستول او د ترکانو په وسیله د دوی پر مخ د خبرو اترو دروازې پرانیستل شوې، لکه په لبنان، پاکستان او افغانستان کې.

ترکیې د امریکا رول په داسې توګه لوبولی، چې ته به وایې دا هېواد په خپلو سیاستونو کې خپلواک دی، په سیاستونو کې یې د هېڅ هېواد لاس نشته؛ خو حقیقت بل څه دی. ترکیې د اوزال په وخت کې د کردانو د ګټو د ورکړې په پار اعلان وکړ، چې نیمایي دې کرد وي. وروسته له هغه د ګاونډیانو ګټې د اردوغان په وخت کې په پام کې ونیول شوې، هغه څه چې فکر کېږي سوله راوړي. احمد داود اوغلو هغه ته د «ستراتیژیک عمق» نوم ورکړ. ترکیې خپل لومړنی پلان پر ګاونډیانوـ هغو کسانو چې له ترکیې سره یې اختلاف درلودـ پلی کړ. چې په دې پلان کې تر ډېره بریالۍ هم شوه. ترکیې نه یوازې له ګاونډیانو سره د ستونزو د حل غږ پورته کړ؛ بلکې د دې په لټه کې شوه، چې د ګاونډي هېوادونو په داخل کې باید ستونزې حل شي. دلیل یې دا و، چې د ترکیې په څنګ کې اختلافونه، سوله ګواښي، د سیمه ییز پرمختګ لارې له منځه وړي او دا ټول په راتلونکې کې د ترکیې د تشویش لامل ګرځي.

اردوغان ترکیه د انګلیس له کندې را واېسته؛ خو د امریکا په کنده کې یې ډوب کړه، نو ګټه څه ده؟ له ۱۹۲۴م نه تر اوسه د ترکیې ۷۸ کاله عمر بې ګټې تېر شو. له هغه وخته چې مصطفی کمال خلافت لغوه او جمهوریت یې اعلان کړ. اوس شپاړس کاله کېږي، چې امریکایانو د ترکیې هویت لوټ کړی. امریکایانو د اردوغان د بریا لپاره د ترکیې اقتصاد لوړ کړ. له همدې کبله د ترکیې اقتصاد پیاوړی او په نړۍ کې یوه نمونه ګرځېدلی. خو روښانه واقعیت دادی، چې د اردوغان او د هغه د حزب له بریا وروسته، دا یونیم کال د هغه د ناوړه اقتصادي پلانونو په مقابل کې ترکان مقابله کوي او د ترکیې قرضونه د هغې اقتصادي ماتې ښیي.

له شک پرته، په ترکیه کې مسلمانان پوهیږي، چې د امریکا او د هغې د مزدورانو د غوښتنو له پوره کېدو پرته کوم بل بریالیتوب نه دی رامنځته شوی؛ خو د منهج پر نبووت د راشده خلافت د سهار وړانګې نیږدې دي.

سرچینې:

۱-کلینټون، هیلري. خیارات صعبة. کاغذي چاپ

۲-کنزر، ستیفن.العودة الی الصفر. برېښنایي چاپ

له الرایه جریدې څخه

لیکوال: شفیق خمیس

ژباړن: حبیب الله

Last modified onسه شنبه, 02 اکتوبر 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې