پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له هند او پاکستان څخه لیدنه او ورسره دوه‌ګونی چلند
بسم الله الرحمن الرحيم
له هند او پاکستان څخه لیدنه او ورسره دوه‌ګونی چلند

(ژباړه)

خبر:

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسون د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر پر ۲۴مه د سه شنبې پر ورځ له پاکستانه  د لیدنې پر مهال وویل: « د ګډو موخو لکه: د سولې او امنیت راوستلو او د سترو اقتصادي اړیکو د ټینګښت او تحقق لپاره په سیمه کې  پاکستان ښه رول لوبولی دي.» له دې سره په تړاو ټېلرسون په چهار شنبې د اسیا له جنوب نه په خپله لومړۍ رسمي لیدنه کې د هند له لومړي وزیر نریندرامودي سره ولیدل او دا لیدنې په داسې وخت کې کېږي، چې دواړه حکومتونه هڅه کوي، چې په ژوره کچه د چین د نفوذ د زیاتوالي لپاره خپلې اقتصادي او ستراتېژېکي اړیکې پراخې کړي.

تبصره:

ټېلرسون د پاکستان له لوړ پوړو حکومتي چارواکو لکه: لومړي وزیر شاهد عباسي، د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف او د پوځ له مشر قمر جاوید باجوا سره په ساعتونو خبرې وکړې او پر دې متمرکزې وې، چې پاکستان به امریکا ته سوله او امنیت راوړي او همدارنګه په سیمه کې په ځانګړي ډول د پاکستان له کینه ګر دښمن(هند) سره د امریکا د اقتصادي اړیکو د ټينګولو لپاره، مناسب شرایط را منځته کړي.

ددې خبرو اترو په جریان کې د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ویناوې د دې کړنلارې ښودنه کوي، چې ویلي یې وو: «هېواد یې د ترورېزم پر وړاندې مبارزه پر ځان اړینه بولي.» ده ټينګار وکړ: «په سیمه کې د ترهګرو پر وړاندې یې د هېواد مبارزې محسوسې پایلې درلودې.» عباسي اشاره وکړه: «هېواد یې هیله لري، چې له امریکا سره پراخې اړیکې ټینګې کړي.» ده زیاته کړه: « امریکا په پوره ډاډ سره د ستراتېژیک شریک په حیث له ترورېزم سره په مبارزه کې پر پاکستان حساب کولی شي.»

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړی چارواکی الیس‌جي‌ ویلز لیکي: «له دغو لیدنو پرته هېڅکله نشو کولی، چې د امریکا او هند تر منځ مشارکت ټینګ کړو؛ ځکه موږ د دوو هېوادو تر منځ ۷۰ کلنې اړیکې لمانځلې او هیله‌من یو، چې راتلونکې میاشت د هند په حیدر اباد کې د تجارت په نړیواله غونډه کې ګډون وکړو.» د امریکا او هند تر منځ لوی اقتصادي مشارکت شته دی، چې په تېر کال کې یې اندازه ۱۱۵ ملیارده ډالرو ته رسېده او دواړه هېوادونه هيله‌من دي، چې تر ۲۰۲۲م کاله پورې یې ۵۰۰ ملیارده ډالرو ته زیاته کړي. همدارنګه اړیکو یې د ټکنالوژۍ او په دفاعي برخو کې په چټکۍ وده کړې ده.

مخکې له دې چې ټېلرسون هند ته سفر وکړي، په اسیا کې د چین مخ پر زیاتېدونکي نفوذ د مقابلې لپاره له هند سره د نیږدې همکاریو غوښتنه کړې وه او یاده یې کړه، چې واشنګټن قصد لري، تر څو د نوو غوړېدلو دېموکراسیو د رهبرۍ لپاره«آزاده او پرانيستې» سیمه برابره کړي. ده ویلي وو: «موږ نه غواړو له غیر دموکراتیک هېواد چین سره، د سترې دېموکراسۍ لکه هند په څېر ژورې اړیکې ولرو.»

له پاکستان او هند سره د امریکا له دوه‌ګوني چلند څخه په ډاګه کېږي، چې امریکا له پاکستان سره د یوه ځواکمن او مطیع غلام  په توګه چلند کوي. د پاکستان د فعالیتونو یوه لویه برخه د اسلام پر وړاندې جکړه ده، چې له ترورېزم سره د مبارزې تر پوښښ لاندې یې توجیه کوي. همدارنګه د خپلو پوځیانو د وینې په بیه او په خپل کمزوري اقتصاد سره د افغانستان مزدور حکومت لپاره سوله راوړي. په مقابل کې د هند ملت د سوکالۍ او له چین سره د مخ کېدو او د نبوت پر منهج د خلافت په اډانه کې د اسلام د پراختیا د مخنیوي په موخه، چې په سیمه کې یې وده کړې ده، له هند سره په نظامي، هستوي، تجارتي او تکنالوژۍ برخه کې مرسته کوي.

که د پاکستان چارواکو یوه ذره اخلاص او یا عقل درلودی، هېڅکله به یې له مکار دښمن سره تړون نه کاوه، هغه تړون چې تل یې له ویجاړۍ پرته بله پایله نه لري. نو پر دغه اساس د پاکستان پر خلکو په ځانګړي ډول پر مخلصینو، چې د قدرت او قوت خاوندان دي، لازمه ده، مخکې له دې، چې هېواد یې له خاورو  سره خاورې شي او د هند او په څنګ کې یې د امریکا بیرغ پرې ودرېږي، د خپل هیواد چارې په لاس کې واخلي. د هېواد چارې یې د نبوت پر منهج د خلافت د تاسیس لپاره حزب التحریر ته په نصرت ورکولو سره په لاس کې واخلي، تر څو پاکستان پر یوه لوی دولت بدل شي او د اسلام غېږ ته یې راوګرځوي. امریکا به له سیمې وشړي او ذلیله به شي. البته هغه وخت، چې الله سبحانه وتعالی یې د روم په څیر د فتحې اراده وکړي لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د فتحې زېری ورکړی و.

لیکوال: بلال مهاجر

ژباړن: شجاع

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې