پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د مسلمانو ښځو د فاسدولو لپاره د السیسي دیني انقلاب!
بسم الله الرحمن الرحيم
د مسلمانو ښځو د فاسدولو لپاره د السیسي دیني انقلاب!

(ژباړه)

خبر:

 نوي خلیج سایټ د ۲۰۱۷م د اکتوبر پر ۱۴مه داسې لیکلي و: «د مصر پارلمان د داسې قانون د جوړولو په هڅه کې دی، چې پر اساس به یې «له قانوني سن څخه په کم عمر کې واده» جرم وي، د داسې عقد اولیا او شاهدان به مجازات شي.» د «نن خبر» له ورځپاڼې څخه په نقل، د مصر د پارلماني شورا د دیني کمېټې مشر «عمرو حمروش» وایي: «کمیسیون هغه قانون تیاروي چې پر اساس یې «له قانوني سن څخه په کم عمر کې واده» جرم بلل کېږي، د چارو د اولیاوو، مېړه، د عقد شاهدانو او د هر چا لپاره، چې له هغه وروسته د داسې عقدونو د کولو هڅه وکړي، وړ او منعه کوونکې سزا ټاکل کېږي او سزا به یې له توپیر پرته زندان یا نغدي جریمه وي.»

دی همداراز زیاتوي: «په دغه قانون کې به د هغو کسانو لپاره زندان په پام کې ونیول شي، چې دا ډول ودونو ته اجازه ورکوي.» د مصر د اوقافو وزیر محمد مختار جمعه د جمعې پر ورځ د فتوا په ورکولو سره په خپلو خبرو کې له قانوني سن څخه په کم عمر کې واده حرام وباله او د هغو کسانو د مجازاتو غوښتنه یې کړې، چې د دا ډول جنایتونو د تر سره کېدو لامل کېږي. د مصر د اوقافو وزارت د جمعې منبرونه د دې لپاره هڅوي، چې له قانوني سن څخه په کم عمر کې د واده زیانونه بیان کړي او له خلکو وغواړي ترڅو له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په هغې مبارزه کې، چې له ۱۸ کلونو څخه په کم عمر کې د واده کولو پر وړاندې ده؛ ملتیا وکړي، او  له الازهر څخه یې هم وغوښتل، ترڅو دا ډول واده کول حرام وښيي.

تبصره:

د دیني انقلاب په اډانه کې نوی کمپاین، چې بیرغ یې د مصر د ولسمشر په لاس کې دی، په دې بهانه چې له قانوني عمر څخه په کم عمر کې واده کول جرم دی او  د واده قانوني عمر یې ۲۱ کلن ټاکلي، چې په ښکاره توګه له شریعت سره مخالفت لري او په کنعانه کې زموږ د ښځو د حیثیت د له منځه وړلو هڅه ده. اسلامي شریعت د واده کولو لپاره هېڅ عمر نه دی ټاکلی او نه یې څوک د خپلو لورګانو د واده ځنډ او بېړې ته اړ کړي؛ خو موږ یې  هڅولي یو، چې د خپلو ځوانو زامنو او لورګانو په پاکلمنۍکې حریص وو او موږ ته یې سپارښتنه کړې، چې د دوی د حیثیت او عزت ساتنه وکړو.

 سېکولر غلامان، کم عقله حکام او د غرب مزدوران هڅه کوي، ترڅو د اسلام عزت ساتل عبث وښیي او غواړي د ښځو په منځ کې د فحشا د خپرولو له لارې زموږ امت فاسد کړي. په خپلې کینه‌کښې ژبې سره غواړي چې د اخلاقي او جنسي فساد د خپراوي په اړه غرب خپلې دغې هیلې ته ورسوي؛ لکه څنګه چې انډپنډنټ ورځپاڼې یو کال مخکې لیکلي وو: «د مسلمانو نجونو په منځ کې د اخلاقي فساد او فحشا له خپرولو پرته د اسلام د پراختیا مخه نشو ډپ کولی.» پر دې سربېره خپله ښکاره دښمني یې له اسلام سره اعلان کړې او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه یې په اصل کې د اسلام، د هغه د بیا حاکمیت، د مسسلمانانو د ښارونو او افکارو د ازادولو پر وړاندې مبارزه ده.

تاسو اې د مصر او کنعانې خلکو! پانګوال نظام ستاسو ښځو، د دوی ازادیو او هغه څه ته پام نه کوي، چې د دوی د حالت د ښه کېدو لامل کېږي؛ بلکې پانګوال نظام په دې سره چې تاسې یې په پټو سترګو پیروي ونه کړئ او د هغه ایډیولوژي پر ځان ونه منئ، کړېږي او همدارنګه له هغه عامل څخه، چې ستاسو مالونه د هغه له ګټو څخه لرې ساتي په وېره کې دی. پانګوالي ستاسو په خاورو کې خپلو ګټو او له ځان څخه ساتنې او ملاتړ ته په اندېښنه کې ده، هغوی له اسلام او هغو افکارو څخه په و‎ېره کې دي، چې د اسلامي عدالت په واسطه ځواکمنېږي او د غرب له سلطې څخه ستاسو د خلاصېدو، پر نړۍ مو د بیا واکمنېدو او د هغې سیاسي مشرۍ ته د ورګرځېدو او د دوی د ګټو د ګواښ لامل کېږي.

دوی به د خپلو ګټو لپاره، ستاسو د فاسدولو، وژلو او وینو تویولو هېڅ پروا ونه کړي. ستاسو د فاسدولو لپاره د وسایلو د استعمال ډېره تجربه لري او ډېر نور وسایل به هم تجربه کړي. هغوی د ټولنې په فساد کې د ښځو له رول او تاثیر څخه پوره تجربه لري او موږ په داسې بلا اخته کوي، چې خپله پرې اخته وو. زموږ د ټولنې د فاسدولو لپاره داسې فکرونه او پدیدې جوړوي، چې بیا ور څخه خلاصون امکان نه لري او د قانون تر نامه لاندې مو د خپلو ګوډاګیانو (خاینو او کم عقله حکامو) په وسیله د هغو پیروۍ ته اړ باسي.

تاسو اې د مصر او کنعانې خلکو! اسلام او د شریعت احکام صرف په عقل سره نه تفسیرېږي ، چې هر نا اهله پرې برید کوي او د هغو حکامو، چې تر شا یې کافر غرب دی د هوا له غوښتنې سره سم یې حلال او حراموي؛ بلکې د اسلام تفسیر صحیح دلیل او استنباط غواړي، چې رباني علماوو  ورڅخه کړی دی نه درباري علماوو، چې خپل دین یې د حکامو پر دنیا معامله کړی دی. د هغو علماوو علم ته چې د ډالرو په بدل او د حکامو د تورې له وېرې، د دوی د نفسي هوا او په زهرو ککړې کینې سره سم فتوا ورکوي، موږ هېڅ اړتیا نه لرو.

هغه شریعت چې په تعلیماتو یې پوهېږئ، په هغه ځای کې چې په اړه یې ښکاره شرعي دلایل شته او هم هغه ځای چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د عمل، سکوت او تایید په واسطه ثابت شوی، په هېڅ ډول د رواج پر وړاندې سر نه ټیټوي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم په کم عمر کې واده کول تایید کړي او هم یې ورته تشویق کړی دی. همدا راز مېړه یې د نېکې مېرمنې او مېرمن یې د نیک مېړه په ټاکلو کې تشویق کړي دي او دوی ته یې د ښه ژوند لارې او په ښه توګه واده کول ښودلي دي. هو، په ښه توګه واده کول هغه دی، چې شریعت بیان کړی؛ نه هغه څه چې خلک پرې د رایې په وسیله توافق وکړي او نه هغه څه چې د شریعت مخالف قوانین یې د فحشا د خپراوي لپاره قانوني وبولي.

تاسو اې د مصر او کنعانې خلکو! هغه دښمن چې پر تاسو حاکم دی، ستاسو ښځې او اولادونه یې موخه ګرځولي او هڅه کوي ترڅو ستاسو عزت د بلوغ او واده د دورې په اوږدولو سره له منځه یوسي. دی (السیسي) په خپلو اعلامیو کې د شایعو د خپراوي او د خپل ځواک په واسطه، په اسانۍ سره کولی شي چې ستاسو په منځ کې بدبختۍ عامې کړي او ستاسو بقا د خپلې غلامۍ په سلطه کې تضمین کړي او د خپلو ګټو د لاسته راوړو لپاره خپله ایډیولوژي ستاسو په ښارونو کې واکمنه کړي. د هغه له توطیو څخه به تر هغه خلاص نشئ، چې د دوی بدبویه نظام، چې تر اوسه یې پر تاسو پلی کوي له ټول اصل او فروعاتو سره یو ځای له بېخه ونه باسئ. تاسو باید د خپل امت مخلص بچیان، د حزب التحریر ځوانان په غېږ کې ونیسئ او د دوی ملاتړ د هغه بدیل نظام په پلي کولو کې وکړئ، چې کولی شي پانګوالي ماته کړي او ریښې یې له بېخه وباسي؛ ځکه هغوی ښه امانت داره نصیحت کوونکي او لارښوونکي دي، چې هېڅکله خپل اهل ته دروغ نه وایي.

د مصر حالت تر هغه، چې تاسو یې وینۍ او اورۍ، ډېر خطرناک دی او ستاسو د غوښتنو خلاف به دغه حالت پر تاسو همداسې حاکم وي. پر دې سربېره، الله سبحانه وتعالی به له تاسو څخه د هغه سکوت او توطیو په اړه، چې پر اهل مو روا بللي، وپوښتي، غرب غواړي ستاسو دغه عزت او شرف له منځه یوسي، نو د دیوسۍ هغه جامې، چې حکام یې درته د اغوستلو په هڅه کې دي، وانه غوندئ. خپلې اړیکې مو له دغو حکامو سره پرې کړئ او د امت مخلصو بچیانو، په حزب التحریر کې مو وروڼو سره یو ځای شئ او له دوی سره په هغه حقیقت کې مرسته وکړئ، چې د نبوت پر منهج د راشده خلافت دولت په اډانه کې یې د اسلام د پلي کولو لپاره پر غاړه لري. هغه دولت چې د الله سبحانه وتعالی حلال، حلال او حرام یې حرام بولي او د خلکو له ژوند، ابرو او عزت څخه ساتنه کوي؛ «هغه معامله چې هېڅکله به پکې تاوان ونه کړئ» او د انصارو ځای به ونیسئ، هغه کسان چې الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته یې نصرت ورکړی دی.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو، چې د خلافت د رامنځته کېدو توفیق له نورو څخه وړاندې تاسو ته درکړي، ترڅو د سابقونو عزت او کرامت ستاسو شي. هغه څه مو چې تاسو ته وویل، ډېر ژر به یې یاد کړئ او موږ به د خپل کار پایلې الله سبحانه وتعالی ته وسپارو.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ

[انفال: ۲۴]

ژباړه: اې مومنانو! د الله سبحانه وتعالی او د هغه پیغمبر صلی الله علیه وسلم امر ومنئ. کله چې تاسو هغه څه ته دعوتوي، چې تاسو ته (مادي، معنوي، دنیوي او اخروي) ژوند در بښي او پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ لرېوالی رامنځته کوي (او کولی شي چې انسان د زړه غوښتنو او هیلو ته ونه رسوي، هغه مړ کړي او پرې یې نږدي چې اوږد عمر ولري، چې د هر انسان د زړه مهمه هیله ده) او پوه شئ چې ټول به د الله سبحانه وتعالی لوري ته راټولېږئ (او ستاسو حساب او کتاب ته به رسېدنه کېږي).

لیکوال: عبدالله عبدرالرحمن

ژباړن: منصور دریځ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې