پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د مسلمانانو اسلامي ژوند په خطر کې دی، نه اسلام!
بسم الله الرحمن الرحيم
د مسلمانانو اسلامي ژوند په خطر کې دی، نه اسلام!

خبر:

د افغانستان جمهور رييس اشرف غني د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د میلاد نمانځنې په مراسمو کې وویل: «موږ په افتخار وایو، چې د افغانستان اساسي قانون د اسلامي ارزښتونو له نظره د اسلامۍ نړۍ تر ټولو غوره قانون دی. په افغانستان، حرمین الشریفین، مصر، مالیزیا، اندونیزیا او نورو اسلامي هېوادونو کې جید علما په دې اړه اجماع لري، چې په اسلامي هېوادونو کې ګډوډي جوړول، بغاوت کول او اسلامي هېوادونه دارالکفر بلل ستره فتنه ده. وينې خوړونکي چې وايي اسلام په خطر کې دی، ورته وایو چې اسلام په خطر کې نه دی؛ بلکې ستاسو جنایتونو، وژنو، او بغاوتونو د مسلمانانو ژوند تریخ کړی دی.»

(سرچینه: https://president.gov.af/fa/news/24912)

تبصره:

که فرض کړو، چې د افغانستان د اساسي قانون په ګډون د ټولو جبریه دولتونو اساسي قوانین اسلامي دي؛ نو د اسلامي قوانینو تر منځ توپير او تبعیض د څه لپاره!؟ د اشرف غني د وینا همدا برخه په دین کې د ده د ناپوهۍ او په ژور انحطاط کې د ډوبتيا لپاره بسنه کوي. اساسي قانون چې د یوه دولت د ټولو قوانینو مور ده، هغه وخت اسلامي کېدای شي، چې مجتهدو علماوو له قرآن، سنت، د اصحابو له اجماع او قیاس څخه په شرعي طریقه (اجتهاد) استنباط کړی او په پای کې خلیفه تنبي (د تطبيق لپاره تاييد) کړی وي. حال دا چې د افغانستان اساسي قانون د افغانستان د مسلمانو خلکو احساساتو ته په پام سره د فرانسې له قانونه کاپي او د افغانانو د عنعنوي بنسټ (لویې جرګې) په وسیله تصویب شوی دی. نو هر قانون چې د خلکو د ارادې په پایله کې چمتو او تصويب شي، د اسلام له نظره وضعي- بشري قانون ګڼل کېږي؛ ولو که تر هغه قانون لاندې د الله سبحانه وتعالی حدود هم پلی شي.

په ټولو اسلامي خاورو کې د ګډوډۍ، وژنې، جنایت او بغاوت رامنځته کېدل، د دغو اسلامي خاورو پر مسلمانانو باندې د غیر اسلامي نظامونو د تحمیل او تطبیق له امله دي. ځکه کله چې پر خلکو د دوی د عقیدې خلاف نظام او قانون تطبیق شي، خپله د خلکو او دولت تر منځ د واټن لامل کېږي. برعکس کله چې سیاسي نظام او قوانین یې د خلکو له عقیدې سرچینه واخلي، خلک به خپله د سیاسي نظام او د هغه له قوانینو ملاتړ کوي او په خلکو کې به د عام - تام مشروعیت خاوند وي؛ خو کله چې زموږ قوانین د غرب له قوانینو کاپي او د کفارو په تمویل او لارښوونې د خلکو د تش په نامه ارادې له لارې تدوین شوي وي؛ هېڅکله به یې مسلمانان ملاتړ ونه کړي. نو په دغه صورت کې ګډوډي، قتل، فتنه او بغاوت ادامه مومي او یوازې درباري علما چې د همدغه کفري نظامونو په وسیله د انحطاط په ژورو کې روزل شوي، د اسلامي خاورې اوسنی حالت دارالکفر نه بولي او د دغو کفري نظامونو پر وړاندې مبارزه بغاوت نوموي.

له نن څخه د قیامت تر ورځې، هېڅوک نه شي کولی اسلام له خطر سره مخ کړي، بلکې د مسلمانانو اسلامي ژوند د دوی د غفلت له امله، د ژوند په ټولو ډګرونو لکه سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، تعلیمي او فرهنګي برخو کې د اسلامي شریعت د نه تطبیق له پلوه له ګواښ سره مخ دی. دا خطر له هغه مهاله پيل شوی، چې اسلامي امت اسلامي دولت (خلافت) د عربي قومیت، ترکي نشنلېزم او ژور فکري انحطاط د فتنو په ترڅ کې له لاسه ورکړ او تر هغه وخته چې مسلمانان ستاسو جبریه نظامونه يو په بل پسې را ونه نړوي او اسلامي دولت (د نبوت پر منهج خلافت) بیا تاسیس نه کړي؛ هېڅکله به له دغه خطر او ګواښ څخه خوندي پاتې نه شي.  

موږ د اشرف غني په ګډون د اسلامي امت ټولو چارواکو ته خبرداری ورکوو، چې اسلام د جمهوري دولت په سرلیک کې د «اسلامي» مختاړي او وروستاړي، وضعي- اساسي قانون او د مدرسو او جوماتونو د جوړولو له لارې نه حاکمېږي؛ بلکې اسلام د اسلامي سیاسي نظام (خلافت دولت) په وسیله حاکمېږي، چې د ژوند په ټولو ډګرونو کې يوازې اسلام تطبیق او له نورو ټولو ملتونو سره د دعوت او جهاد پر اساس خپل بهرنی سیاست تنظیم کړي.

اشرف غني باید ځواب ووايي؛ چې له بالفعل محاربو کفارو سره دوستي، ستراتیژیک او امنیتي تړونونه څه حکم لري!؟ د اسلام په اقتصادي نظام کې د سود او احتکار شرعي حکم څه دی!؟ د اسلام له نظره د ژوند په ټولو ډګرونو کې د سړي او ښځې اختلاط څنګه تنظیمېږي!؟ مسلمانوژنه، جنسي، قومي، ژبنی، نژادي او مذهبي تبعیض، د فحشا ترویج او د امریکا او ناټو د جګړې لپاره له مجبورو او بېچاره خلکو ترمنځ د سرتېرو د جلب او جذب په موخه د بېوزلۍ عامول له اسلام سره څنګه اړخ لګوي!؟

دا د هغو جنایتونو یوه ډېره کوچنۍ برخه ده، چې تاسو او ستاسو د "اسلامي جمهوري دولت" په نامه نظام يې د غرب په ملاتړ ترسره کوي. نو پوه شه چې خلک په دې پوهيږي چې اسلام په خطر کې نه دی، بلکې د مسلمانانو اسلامي ژوند په خطر کې دی. له دې امله خلک ستاسو، ستاسو په څېر نورو چارواکو او ستاسو د نظامونو پر وړاندې مبارزه کوي.

سیف الله مستنیر

د حزب‌التحریرـ ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې