چهارشنبه, ۱۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
الله سبحانه و تعالی اسلام د حاکمیت لپاره را لېږلی، نه د محکومیت لپاره
بسم الله الرحمن الرحيم
الله سبحانه و تعالی اسلام د حاکمیت لپاره را لېږلی، نه د محکومیت لپاره

خبر:

اسراییل او سعودي عربستان په سیمه‌ییز سیاست کې یو بل ته نږدې ملګري نه وو، خو په دې وروستیو کې پرمختګونو ریاض او تل ا‌بیب اړ کړل، چې یو بل ته نږدې او په منځني ختیځ کې د ملګرتیا یو حیرانوونکی باب پرانیزي.

سیاسي شنونکي وایي: د اسراييل او سعودي عربستان اړیکې، دوی ته د ایران د ګواښ پر وړاندې د نوي سیمه‌یيز ایتلاف یوه برخه ده.

یوه اسرايیلي وزیر د سعودي عربستان د هغه مفتي له څرګندونو څخه هر کلی وکړ، چې د فلسطینيانو د مقاومت ډله «حماس» يې تروريستي سازمان وباله. د اسرايیلو د اطلاعاتو وزیر ایوب کارا په خپل رسمي ټوېټر پاڼه کې لیکلي: « موږ د سعودي عربستان لوی مفتي او د علماوو مشر شيخ عبدالعزيز ته د هغې فتوا له امله مبارکې وایو، چې د يهودو پر وړاندې جګړه يې حرامه او د دوی وژنه يې ناروا ګڼلې». دغه راز یې زیاته کړه: « زه نوموړي ته بلنه ورکوم، چې له اسرايیلو څخه لیدنه وکړي او له ده به خورا تود هر کلی وکړو».

تبصره:

دغه ډول څرګندونې نوي نه دي. په تېره پيړۍ کې هم د يادو مفسدو حکامو اصلي څېرې او د دوی غلطې تګلارې خلکو ته بربنډې شوي.

د اسلام د سپېڅلو ځایونو حکام د الله سبحانه و تعالی د حکمونو پر ځای د واشنګټن غوښتنې پوره کوي او سیکولریزم دودوي. یا د دوی په وينا د هغه ګډ دښمن (ايران) پر وړاندې له یهودي دولت سره، چې فلسطين يې اشغال کړی دی، مالي او پوځي مرستې کوي. یا هم د امریکا له امر سره سم د يمن پر مسلمانانو خونړي پوځي بریدونه کوي او یمني مسلمانان له تېغه تېروي.

يا هم اردوغان د دولتي بودیجې پر مټ د مصطفی کمال مجسمې ته څېرمه د غونډو په ترسره کولو سره د هغه یاد تازه کوي. هغه مصطفی کمال، چې اسلامي خلافت يې د برتانيې په اشاره ړنګ کړ. یا هم د روسيې له قاتل ولسمشر ولاديمير پوتين سره د ملګرتيا او نږدې همکارۍ ګډه اعلامیه صادروي، چې په سوريه کې په دوامداره توګه مسلمانان بمباروي. له هغه یهودي دولت سره ټینګې اړیکې ساتي، چې د مسلمانانو دریم مقدس ځای یې ښکېلاک کړی او له تېرو ۷۰ کلونو راهيسې  فلسطينیان وژني.

همدا راز دغه دوه دولتونه، له امریکايي پلان سره سم د هغو مسلمانانو پر وړاندې جګړه پر مخ وړي، چې د سوري رژيم مخالفت کوي. دوی هڅه کوي چې مخالفين د یوه سيکولر دولت جوړولو ته قانع کړي او د اسلامي دولت، چې ګټې یې اسلام او مسلمانانو ته رسېږي، پر ځای داسې دولت ته وهڅوي؛ چې امریکايي ګټې خوندي کوي.

امت هره ورځ له ورته چلونو او پېښو سره مخ دی، خو تر اوسه د پام وړ بدلون نه دی راغلی او موږ لا تر اوسه هم په هغه مخکیني حالت کې يو، ان زموږ حالت تر مخکې هم بد شوی دی. خو نور څومره خلک له منځه لاړ شي، ترڅو د دغو بې باوریو لمن ټوله او پوه شي، چې دوی غولول کېږي او اصلي لوری یې بدلېږي؟

پوښتنه دا ده چې د دا ډول پېښو اغېز به پر مسلمانانو څه وي؟

له شکه پرته د غولوونکو مشرانو دغه پلانونه او پروګرامونه، چې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې يې پر مخ وړي، ناورينونه او کړکېچونه زېږوي. دغه کرغېړنې کړنې به مسلمانان وهڅوي، چې د روان بد حالت په اړه فکر وکړي او حل لاره یې ومومي. د دې تر څنګ بايد وپوهېږو، چې يوازې د واقعيتونو ليدل او منل د بدلون لامل نه کېږي او نه هم د واقعيت پر وړاندې احساساتي غبرګون د بدلون لامل ګرځي.ان که په سل ګونه زره غميزې پېښې وشي او ټول خلک له منځه لاړ شي، خو د ډاډ وړ بدلون به رامنځته نه شي. که اسلامي امت دغه بد حالت ته د ايډیولوژیک لیدلوري پر بنسټ و نه ګوري، نو په دغه وېرجن حالت کې به د مشرانو اصلي څېرې او د دوی غلطې تګلارې څرګندې نه شي او بدلون ته به اړتیا و نه لیدل شي.

اسلامي امت باید په ټولنېزو، اقتصادي او سیاسي واقعیتونو ځان پوه کړي، و يې ارزوي، په خپل ژوند کې یې له اسلامي عقیدې سره تړاو ورکړي او د هغې پر بنسټ پرېکړه وکړې. که نه نو د ستونزو لپاره به حل لاره ونه مومي او نه به له دغه ناوړه او کرغېړن حالت څخه د وتلو توان پیدا کړي.

د بېلګې په توګه د ملګرتیا، ګډون او دښمنۍ مفکورې د دولتونو له لوري د دې لپاره کارول کېږي، چې له نورو دولتونو سره خپلې اړیکې تنظیم کړي. دوی دغه اصطلاحات له خپلو غوښتنو سره سم کاروي، ترڅو د خلکو پوهاوی زیات شي او خلک له یادو مفکورو څخه ملاتړ وکړي.

په اسلام کې دغه اصطلاحات ناڅرګند نه دي او مانا، مفهموم او شرايط يې څرګند دي. پر دې بنسټ کفري هيوادونه، چې د اسلام دښمنان دي په ځانګړې توګه امریکا، روسيه او يهودي دولت باید د دوستو هيوادونو په توګه و نه پېژندل شي، ځکه دوی پر اسلامي هيوادونو بریدونه کوي او اشغالوي یي. دغو هيوادونو ته بايد د دښمنو دولتونو په سترګه وکتل شي. له دوی سره بايد پخلاينه او ګډون ونه شي؛ نو د یادو اصطلاحاتو په اړه د اسلام حکم همداسې دی او مسلمانانو ته د ورته حالاتو په اړه یوازینۍ سرچينه همدغه ده.

کله چې په اسلامي نړۍ کې یو مسلمان حاکم ياد دولتونه خپل ملګري دولتونه بولي، دی په حقیقت کې  له اسلام پرته بله سرچينه غوره کوي. دغه حاکم خلک غولوي او خلک هم له ده سره هوکړه کوي، بیا نو د دغو خلکو استدلال دا وي، چې دا یوازې سیاست، ګټه او یا هم له واقعیتونو سره ځان برابرول دي او دا په دې مانا ده، چې خلک هم له اسلام پرته له بلې سرچينې څخه ګټه اخلي. تر هغې چې مسلمانان دغه سرچینه بدله نه کړي او پر ځای یې اسلامي سرچینه ونه ټاکي، په همدې ډول به د دوی غولول دوام ولري.

نو دغو هيوادونو ته بايد د دښمنو هيوادونو په سترګه وکتل شي، ځکه د دوی موخې د اسلامي هيوادونو بېلول، کمزوري کول او ترې ناوړه ګټه اخیستل دي. له دوی سره کار کول نه یوازې له شرعي پلوه حرام دي بلکې مسلمانان د ګمراهۍ لورې ته بیايې او له دوی سره دوستي د عنکبوت جال، چې ډېر ژر له منځه ځي، په څېر ده.

د دوستۍ، ګډون او دښمنۍ مفکورې له زرګونو مفکورو څخه یوازې یو څو بېلګې دي. يادې ټولې مفکورې بايد له يوې واحدې سرچینې څخه واخیستل شي، چې هغه اسلامي عقیده ده. ټولو واقعیتونو او حالتونو ته بايد له اسلامي عقیدې سره تړاو ورکړل شي، ترڅو مسلمانان هغه حالتونه په ښه توګه وپېژنې او له اسلامي عقیدې سره یې؛ سم حالت غوره کړې.

که خپلې ټولې چارې د اسلامي سرچینو پر بنسټ تنظیم کړو، نو ډېر ژر به پیاوړي، ځواکمن او مفکر شو او د فاسدو او غلطو مفکورو له امله به نه بې لارې کېږو. په بدل کې به یې یو ايډیولوژیک بدیل او حل لاره ولرو او له دې لارې به وکولی شو حاکم نظریات، مفکورې، باورونه او نظامونه وننګوو.

په پای کې بايد ووايو، چې اسلام د دې لپاره راغلی، چې د نړۍ حالت بدل کړي او پرې واکمن شي. نه د دې لپاره چې هغه بدل شي او محکوم شي.

د حزب التحرير مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: اوکې پالا

د هالنډ مطبوعاتي دفتر استازی

ژباړن: صدیق احمدزی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې