پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د «خبیر پښتونخوا» او «فدرال قبیلوي سیمو» یو ځای کېدل هېڅ بدلون نه شي را وستلی
بسم الله الرحمن الرحيم
د «خبیر پښتونخوا» او «فدرال قبیلوي سیمو» یو ځای کېدل هېڅ بدلون نه شي را وستلی

(ژباړه)

 خبر:

د ۲۰۱۷م کال د نومبر له ۱۲مې را په دې خوا، کله چې په جمرود کې ګډونوالو د «ځوانانو په کنفرانس کې» د مرزي جنایي قوانینو(FCR) د لغوې غږ پورته کړ او د «فدرال قبیلوي سیمو(FATA)» او «خیبر پښتونخوا» سیمې د ژر یوځای کېدو غوښتونکي شول، د پاکستان په  خیبر پښتونخوا ولایت کې بحثونه او سختې شخړې پیل شوې. د ملي مجلس غړي حاجي شاه جي ګل افرید داسې وویل: « ددې وخت را رسېدلی، چې د مرزي جنایي قوانینو په لغوه کولو سره د «فدرال قبیلوي سیمه» خپل اصلي مسیر ته راولو.» ده ټینګار وکړ، چې د قبایلو متنفذینو « مرزي جنایي قوانین» رد کړل او غواړي، چې دغه سیمې د هېواد تر رهبرۍ او اساسي قانون لاندې اداره شي.

تبصره:

په حقیقت کې د «فدرال قبیلوي سیمې» د پاکستان په شمال لوېدیځ کې یو نیمه خپلواکې سیمې دي، چې له اوو قبیلوي حوزو(ولسواليو) او  شپږو سرحدي سیمو  څخه جوړې شوې دي. دا ټولې سیمې مستقیماً د پاکستان د فدرال دولت له خوا د«مرزي جنایي قوانینو(FCR)» په نامه تر ځانګړو قوانینو لاندې اداره کېږي. دغه سخت قوانین د پخوانۍ مستعمرې یعنې انګلسي راج له لوري په ۱۸۷۷م کال کې د هند پر مسلمانانو د پښتنو مجاهدینو د ځپلو لپاره، چې د انګلیس خونړي اشغال پر وړاندې یې مبارزه کوله، را منځته شول.

د «FCR» قوانین د ځانګړو افرادو د جرمونو له امله پر کورنۍ او د قبیلې پر غړو جزاوې تحمیلوي، دغه قانون د قضائیه قوې په مرسته  ان د تورن د محاکمې حق ردوي او تورن ته سزا ورکوي. د دغه قانون په دستور کې که د قبیلې مشران له مجرم سره په لږ لاس لرلو تورن شول، نو د جرم له ثابتولو یې پرته د فدرال دولت پر مجازاتو محکوموي. له دغه قانون څخه سرغړونه، د قبیلې مشران تر سختو سزاوو لاندې راوستلی شي. سره له دې انګلیس هېڅکله په پښتون مېشتو سېمو کې د مجاهدینو پر ځپلو  بریالی نه شو او دغه قانون په افغانستان کې د نا امنۍ لپاره د یوې قوي وسلې یا «بفر زون» په توګه کارول کېده. په پای کې د انګلیس نظامي ځواکونه ووتل او تر اوسه د بیا راتګ جرئت نه لري.

د پاکستان له جوړېدو وروسته د «فدرال قبیلوي سیمه« تر اوسه هم د پردیو د اشغال پر وړاندې د مقاومت د یوې جبهې په توګه کار کوي. د فدرال قبیلوي سیمې مسلمانانو د شوروي اتحاد اشغال پر وړاندې هم لکه د انګلیس امپراطورۍ پر وړاندې مقاومت وکړ، چې تر اوسه د بیا راتګ جرئت نه لري. د امریکا له نظامي حملې وروسته یو ځل بیا د فدرال قبیلوي سیمه په افغانستان کې د ناټو پر ځواکونو د حملو پلانولو مرکز و. خو په هغه وخت کې د پاکستان په رهبرۍ کې د امریکا مزدورو چارواکو د اشغالګرو ظالمانه وضعي فرمان قبول کړ، چې وروسته  یې د قبایلي پښتون مېشتو مسلمانانو د مقاومت د کمزوري کولو په موخه ظلمونه او ځورونې پیل کړې.

دغو مزدورو چارواکو په قبایلي سیمو کې وضعیت ترینګلی کړ، چې د پراخو مهاجرتو کړکېچ یې رامنځته کړ. اوس امریکایي چارواکي په بېلابېلو پلمو او چلونو سره د خلکو مقاومت ځپي لکه؛ په قبایلي سیمو کې د جنایي قوانینو په له منځه وړلو سره غواړي هلته د فدرال امنیتي دستګاه د تل لپاره ولېږدوي، چې موخه یې د حکومتي قوانینو تر ولکې لاندې د قبایلي سیمو راوستل دي.

د امریکا د ټولو شومو پلانونو په پلي کولو سره سره، د پاکستان حکام په غولونکي ډول هغه د خپل هېواد په ګته تبلیغوي او دا ځل داسې ادعا کوي، چې هغوی غواړي د فدرال قبيلوي سیمې ټول مسلمانان له هغو ټولو قضایي حقونو څخه برخمن کړي، چې ټول هېواد ترې برخمن دی. کله چې  د ۲۰۱۷م کال د جنوري له ۲۴مې ورسته فدرالي حکومت د «فدرال قبیلوي سیمې» او «خیبر پښتونخوا» سیمو د یوځای کولو پرېکړه وکړه، ډېر ژر د پاکستان حکومت ادعا وکړه، چې موږ د «فدرال قبیلوي سیمې» مسلمانانو ته د ښاریتوب هغه حقونه ورکوو، چې ټول هېواد ترې برخمن دی. وروسته بیا د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر پر ۱۷مه د «فدرال قبیلوي سیمې» اجرایوي ملي کمېټې د لایحې د ژر تصویب په موخه د بهرنیو چارو وزیر ته د دواړو پارلماني مجلسونو له لارې د اصلاحاتو امر وکړ او همدارنګه یې ځینې قانوني او اداري چارې تر سره کړې، چې ډېر ژر دغو قبایلي سیمو ته قضایه قانون خپور کړي.

له شک پرته چې د رژیم ادعا بې بنسټه او احمقانه ده. دا په ټول پاکستان کې څرګنده ده، چې مسلمانان له هېڅ ډول حقونو څخه برخمن نه دي. دا په داسې حال کې ده، چې دیموکراسي نظام په «فدرال قبیلوي سیمه» کې دننه یا له هغې څخه بهر، تر«مرزي جنایي قوانینو» لاندې یا له هغو څخه پرته، مسلمانان له خپلو اسلامي حقونو څخه بې برخې کوي. د بشر په لاس جوړ شوي قوانین، د دوسیو په حل کې په کلونو کلونو ځنډ، پخپله د مسلمانانو لپاره یوه بې عدالتي ګڼل کېږي.

لنډه دا چې: د پانګوالۍ نظام تر چتر لاندې ډېری عام خلک د لوړو زده کړو حقونو، صحي او روغتیایي اسانتیاوو، د امنیت ټینګښت او معیاري ژوند ته لاسرسی نه شي موندلی، ځکه چې د دولت ټوله پانګه د څو محدودو خلکو په لاس کې ده.

له شک پرته چې د هند شبه قارې مسلمانانو د پاکستان د جوړولو لپاره ډېرې هڅې وکړې، چې اسلامي شریعت یې د ژوند په ټولو برخو کې پلی او د اسلام تر سیوري لاندې ژوند وکړي. نن هغه وخت را رسېدلی، چې د «فدرال قبیلوي سیمه»، «خیبر پښتونخوا» او د پاکستان ټول مسلمانان د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره کار وکړي. بیا به هغه وخت راشي، چې د ښار هر اوسېدونکی به له اساسي دندو او له خپلو انساني حقونو څخه برخمن شي.

 ﴿إِنِ ٱلْحُكْمُ إِلاَّ لِلَّهِ﴾

[یوسف: ۶۷]

ژباړه: حکم  او فرمان یوازې د الله سبحانه وتعالی دی.

لیکوال:د حزب التحریرـ ولایه پاکستان د رسمي ویاند مرستیال شهزاد شیخ

ژباړن: بشارت

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې