جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ټرمپ په امریکا کې له کډوالو څخه وېره لري، چېرته چې ښوونکي د مسلمانو نجونو له سرونو څخه حجاب لرې کوي!
بسم الله الرحمن الرحيم
ټرمپ په امریکا کې له کډوالو څخه وېره لري، چېرته چې ښوونکي د مسلمانو نجونو له سرونو څخه حجاب لرې کوي!

خبر:

د ویرجينیا ايالت په يوه ښوونځي کې يو ښوونکی ځکه له خپلې دندې رخصت شو، چې د يوه زده کوونکې له سر څخه يې حجاب لرې کړ. د چهارشنبې په ورځ زده کوونکې له پېښې وروسته په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي: « یوه ښوونکي مې له سره هغه حجاب لرې کړ، چې عزت  او پت مې پکې خوندي و.»

همدا راز دغې زده کوونکې په خپله ټوېټر پاڼه  کې زیاته کړې، چې دا له خپلې يوې ملګرې سره په خبرو بوخته وه، چې ښوونکي یې د شا له خوا څخه حجاب پورته کړ او د زده کونکې په غبرګون کې ښوونکي وویل: « ستا ویښتان ډېر ښکلي دي». د فیرفاکس کونټي دولتي ښوونځي FCPS)) په یوه بیانیه کې ویلي: « دغه یوه نامناسبه او د نه منلو وړ پېښه ده». د ښوونځي چارواکو دغه پېښه ډېره جدي ګڼلې او د پېښې په اړه نورې څېړنې هم کوي او ښوونکی يې رخصت کړی دی. د امريکا د اسلامي اړيکو شورا (CAIR)  د زده کوونکې د ټوېټر پاڼې  وينا تايید کړې او ویلي یې دي: « موږ د ښوونځي پرېکړې ته درناوی کوو، چې ښوونکی یې رخصت کړی، د زده کوونکې او د هغې له کورنۍ څخه په کې د بخښنې غوښتنه شوې، خو د دغې خواشینوونکې پېښې په اړه د څېړنو تر څنګ بلې سزا ته هم اړتیا شته».  د امریکا د اسلامي اړېکو د شورا اجرایوي مشر نهاد اواد زیاته کړه: « پر هر زده کونکي  باندې باید له ملنډې وهلو او برید کولو څخه ډډه وشي، که په هرې عقیدې پورې تړلی وي. ښوونکي باید زده کوونکي له ګواښلو او ربړولو څخه وژغوري ».

تبصره:

په امریکا کې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال ټرمپ د ټولنې ټولو وګړو او ان ښوونکو ته اجازه ورکړه، چې د اسلام، مسلمانانو او ان د مسلمانو نجونو پر وړاندې له کرکې او زور زیاتي څخه ډکه لاره غوره کړي. په دیموکراتیکو ټولنو کې په ځانګړې توګه په امریکا متحده ایالتونو کې اسلامي مفکورې ته د لیونۍ، سختدریځۍ او نه منونکې مفکورې په سترګه کتل کېږي. د امریکا د ملي امنیت څارګرې ادارې( FBI ) په کلني راپور کې د کرکې زېږوونکو جرمونو په اړه راغلي، چې ۶۱۲۱ د کرکې وړ جرمي پېښې په تېر کال کې ثبت شوي دي، چې پکې د ۲۰۱۵م په پرتله په سلو کې پنځه سلنه او د ۲۰۱۴م په پرتله په سلو کې لس سلنه زیاتوالی ښيي. د مسلمانانو پر وړاندې د مذهبي تاوتریخوالي ۳۰۷ جرمي پېښې تر سره شوي، چې پکې د ۲۰۱۵م په پرتله ۱۹سلنه او د ۲۰۱۴م په پرتله دوه برابره زیاتوالی راغلی. 

 په دغه راپور کې د دغه راز پېښو د زیاتوالي لامل نه دی په ډاګه شوی. خو په حقیقت کې ديموکراتیک سياسي نظامونه، رسنۍ او  د دوی ښوونکي د کرکجنو جرمونو د زياتوالي لامل دي. دوی په منظم ډول د سیاسي خبرو اترو له لارې د تعصب او کرکې اور بلولو ته لمن وهي، ترڅو په دې لاره کې اسلام او مسلمانان د یوې وسیلې په توګه قرباني، د پانګوال دیموکراتیک نظام ناکامۍ پټې او مسولیتونه ادا کړي. د پانګوال نظام له ناکامیو څخه دا دي، چې لوبغاړي یې په لوبغالي کې پر مسلمانو زده کوونکو بریدونه کوي او اوس یې ښوونکي له مسلمانو نجونو څخه حجاب لرې کوي.

د روان میلادي کال د مې په میاشت کې، د برانکس په دولتي  ښوونځي کې (Bronx Public School 76 ) له صفا الذوکرې سره د ناوړه چلند په اړه راپورونه خپاره شوي: له اته کلنې صفا الذکورې څخه ۳۱ کلن قراردادي ښوونکي ) Oghenetega Edah ) د حجاب لرې کولو غوښتنه وکړه، خو صفا ونه منلو او ښوونکي پخپله د هغې له سره حجاب لرې کړ. د پولیسو په وینا، د صفا له سره پوړنی پرمخ راکش شوی او ښۍ سترګه یې ژوبله شوې. د صفا پلار محمد الذکوري له یمن څخه راغلی کډوال دی او کله چې په ښوونخي کې یې له لور سره د شوې پېښې په اړه خبر شو، ډېر وځورېد او  زیاته یې کړه: « ما د دې تمه نه درلوده، چې یو ښوونکی دې له یو ماشوم سره داسې کړنه ترسره کړي ».

له دې امله سيکولر ديموکراتيک نظام  توانېدلی، چې په ټولنو کې د کډوالو پر وړاندې له خطر او کرکې څخه ډکې مفکورې دود کړي. په داسې حال کې، چې اسلام څوارلس سوه کاله وړاندې د دغه ډول ناوړو مفکورو رېښې ایستلي او دغه راز یې تر خپلې واکمنۍ لاندې په بې ساري توګه د مذهبي لږکیو له حقونو، عزت او ناموس څخه دفاع کړې. پخوانی ملا امام قرافي په خلافت دولت کې د ذمیانو په اړه وایې: «د ذمیانو په اړه د مسلمانانو مسولیت دا دې، چې د دوی کمزورتیا په پام کې ونیسي، د بې وزلو اړتیاوې یې پوره کړي، وږي یې ماړه کړي، جامې ورکړي، اخلاقي چلند ورسره وکړي او ان که د ګاونډي له لوري ضرر ور ورسېد، ویې زغمي. باید مسلمانان په رښتني توګه ورسره د ژوند په چارو کې مرسته وکړي او له هر هغه چا څخه یې وژغوري، چې شتمني یې لوټوي، حقونه یې تر پښو لاندې کوي، دوی او د دوی کورنۍ ته زیان اړوي.»

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکواله: سوريا امال یسنا

ژباړن: افغان بادشاه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې