پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په سوریه کې د ویجاړو شوو جوماتونو په بیا جوړولو کې د قادیروف مرستې
بسم الله الرحمن الرحيم
په سوریه کې د ویجاړو شوو جوماتونو په بیا جوړولو کې د قادیروف مرستې

(ژباړه)

خبر

د ۲۰۱۷م د دسمبر پر لومړۍ د اینترفاکس خبري اژانس داسې خبر خپور کړ: « په روسیه کې د سوریې د سفیر ریاض حداد د جمعې ورځې وینا ته په کتو سره، د احمد قادیروف د خیریه صندوق په مرستو به ډېر ژر د سوریې د حلب او حمص په ولسوالیو کې وېجاړ شوي جوماتونه جوړ او پرانیستل شي.»

تبصره:

 له لومړۍ ورځې چې روسیې په بې رحمانه ډول د سوریې پر شریفو خلکو، سپین ږیرو، ښځو او ماشومانو د زرګونو بمونو د غورځولو اقدام وکړ، د چچن ولسمشر رمضان قادیروف له دغه وحشت څخه ملاتړ کاوه او نن په سوریه کې د خپل پلار له خیریه صندق څخه د تاریخي ویجاړو شوو جوماتونو د رغولو لپاره مرسته کوي. لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی:

«إِنْ لَمْ تَسْتَحْيِ فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ.»

(رواه ابن ماجه)

ژباړه: که شرم نه کوې، نو څه چې غواړي ویې وکړه.

اسلامي امت داسې مرستندویانو ته اړتیا نه لري، ځکه دوی داسې کسان دي، چې هڅه کوي اسلامي خاورې همداسې د کفارو تر ښکېلاک لاندې پاتې شي؛ بلکې اسلامي امت د تېر په څېر هغو مخلصو نرانو ته اړتیا لري، چې د ظالمو حکامو پر وړاندې د حق کلمې د ویلو توان ولري. هغه نران چې د نبوت پر منهج د خلافت د تاسیس لپاره له امت سره مرسته کوي. له هغې وروسته، چې د الله سبحانه وتعالی نصرت د مسلمانانو په برخه شي، اسلامي دولت به د مسلمانانو له پت ساتنه او د مقدساتو به یې احترام کوي او له دوی څخه به ملاتړ وکړي او د مسلمانانو جوماتونه او ویجاړ شوي ځایونه به په لنډ وخت کې بیا  جوړ شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَرِيبًا

ژباړه: وایي چې د الله سبحانه وتعالی د نصرت ژمنه څه وخت را رسېږي، ور ته ووایه: وخت یې نږدې دی.

لیکوال: سلیمان ابراهیموف

ژباړن: بشارت

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې