جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
امريکا ولې افغان ځواکمنان يو په بل پسې له واکه شړي!؟
بسم الله الرحمن الرحيم
امريکا ولې افغان ځواکمنان يو په بل پسې له واکه شړي!؟

خبر:

افغان جمهور ريیس د دفاع وزارت څه باندې ۱۶۴ جنرالان تقاعد کړل. نوموړي د یکشنبې په ورځ په خپله ټویټرپاڼه کې په يوه پيغام کې وویل: "د افسرانو د ذاتي چارو قانون د عملي کېدو لپاره، ما د ۱۶۴ جنرالانو احترامانه تقاعد لاسلیک کړ. موږ اصلاحات د جګړې او سولې د ګټلو لپاره غواړو، اصلاحات یوازې د اصلاحاتو لپاره نه غواړو، دا بهیر به زموږ د روښانه راتلونکي لپاره دوام ومومي". د امنيتي او دفاعي بنسټونو د دوو زرو جنرالانو او لوړ پوړو افسرانو د تقاعدۍ طرحه د تېر ميلادي کال د نومبر په مياشت کې د افغان پارلمان له خوا تصويب شوه، چې په ترڅ کې يې د افغانستان د دفاعي او امنيتي بنسټونو ۷۰ سلنه جنرالانو ته تقاعد ورکول کيږي.

تبصره:

امريکا او د هغې افغان حکومت د خپلې دغې پرېکړې له لارې غواړي د امت د ځواک مرکزونه چې د هغه په پوځونو کې راټول شوي، د مصر، ترکيې او پاکستان په څېر په بشپړه توګه د مسلمانانو او د هغوی د ويېښوونکو سياسي احزابو له لاسرسي څخه وباسي.

اوس ټولو ته ثابته شوې چې امریکا د افغانستان له جيوپوليټيک موقعيت څخه په سيمه کې د خپلې جنګي پروژې په توګه کار اخلي او په هغه کې د سولې او امن پر ځای جګړه، د پياوړي مرکزي حکومت پر ځای ضعيف او په کورنيو اختلافاتو کې ښکېل حکومت او ملت ته ترجيح ورکوي. مګر له دې سره په موازي ډول يې د افغانستان په قبايلي ټولنه او حکومتولۍ کې پراخ او بنسټيز ډيموکراتيک بدلون روان کړی دی. په تېر ۱۷ کلن بهير کې امريکا وکولای شول ترڅو په افغانستان کې د پخواني شوروي نفوذ کابو او د انګلستان، پاکستان، ايران او سعودي له نفوذ څخه په خپله ګټه کار واخلي.

امريکا لومړی د پخوانيو مجاهدينو او کمونيستانو زیات رهبران د خپلو ملګرو په توګه د کرزي حکومت په واکمنۍ کې شريک کړل، مګر بېرته يې د امريکا د پخواني سفير او ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په سياسي او نظامي ملاتړ په تدریجي ډول په ډېر مهارت سره يو پر بل پسې له واکه وشړل او پرځای يې غربي تکنوکراتان مقرر کړل، چې د بېلګې په توګه استاد سیاف، امير محمد اسماعيل خان، یونس قانوني، بسم الله محمدي او په دې وروستيو کې احمد ضياء مسعود، جنرال دوستم او عطامحمد نور د یادولو وړ دي.

په واک د ورګډو کړو پخوانيو مجاهدينو لسګونه نور يې په ډېر ماهرانه ډول په فزيکي توګه له صحنې څخه ترور او حذف کړل، چې د بېلګې په توګه د حاجي قدير، برهان الدین رباني، جنرال داوود، جنرال سیدخيلي او احمدولي کرزي نومونه يادولای شو. له دې سره – سره يې لومړی د افغانستان په جنوب او اوس د افغانستان په شمال کې د بېلابېلو استعماري ميکانيزمونو په ترڅ کې سلګونه محلي ټولنيز رهبران ترور کړل، چې په افغانستان غوندې قبايلي ټولنه کې د غربي ډيموکراتيک بدلون او فرد پالنې پر وړاندې ستر خنډ ګڼل کېدل.

په افغاني ټولنه کې د امریکا له خوا د دغه بنسټيز بدلون پروسه لا نه ده بشپړه شوې، ځکه لا هم ځينې قومي مشران، پخواني مجاهدين او نظاميان شته، چې د امريکا پر وړاندې جګړې ته دوام ورکوي. هغوی به يا د ګلبدین حکمتیار په توګه د امريکايي ليبرالې سولې له پروسې سره په داسې حال کې یوځای کيږي، چې د تېرو ۱۷ کلونو ډيموکراتيکې لاسته راوړنې به مني او يا به د ټرامپ د جنګي ستراتيژۍ په ترڅ کې د هوايي بمباريو او ډرون په واسطه په بشپړ وحشت سره وژل کيږي. 

اشرف غني د امريکا له خوا د شنه څراغ په رڼا کې له يوې خوا ټوله مالي او اداري واکمني متمرکزه او تر خپله ولکه لاندې راوسته؛ چې په ترڅ کې يې د ملي امنیت پر شورا، د ملي تدارکاتو پر کمېټه، پر اقتصادي کمېټې، د اداري اصلاحاتو پر کميسيون، د ټاکنو پر کميسيون او نورو برخليک ټاکونکو دولتي ارګانونو خېټه واچوله او له بلې خوا يې په حکومت کې د ځوانو استعدادونو او تکنوکراتانو د ځای پر ځای کولو تر نامه لاندې په تدريجي ډول ډېری هغه اسلاميست او کمونیست عناصر له واکه ګوښه کړل، چې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل، افغاني جهاد، کورنۍ جګړې او د امريکايي اشغال پر مهال د واک او نفوذ خاوندان شوي وو او دا دی اوس د همدغه بهير په ترڅ کې يې څه دپاسه ۱۶۴ جنرالان متقاعد کړل او په نژدې راتلونکې کې به په تدريجي ډول د امنيتي او دفاعي مسؤولينو ۷۰ سلنه په همدغه برخليک اخته کوي.

په افغاني ټولنه کې د امريکايي بدلون دغه پروسه به د ټولو هغو پاتې پخوانيو مجاهدينو او کمونیستانو لمن هم نیسي، چې لاتر اوسه په حکومت کې واک لري او يا هم په نژدې راتلونکې کې له حکومت سره د ليبرالې سولې د پروسې له لارې يو ځای کيږي. ځکه دا هغه سایکل دی، چې دردوونکی احساس يې يو ځل د بلخ والي عطامحمد نور په ژبه داسې راڅرګند شو: «امریکا موږ د پيپسي د بوتل په څېر وکارولو او له پيپسي څښلو وروسته يې ایسته وغورځولو.»

نو موږ د پخوا په څېر يو ځل بيا پر ټولو هغو اسلاميستانو مخلصانه غږ کوو، چې لا تر اوسه په حکومت، اسلامي ډلو او افغاني ټولنه کې د لږ او يا ډېر واک او نفوذ خاوندان دي، ترڅو نور د شرق او غرب ناوړه موخې او پلانونه درک کړئ او په وار- وار دغه ترخه تجربه تکرار نه کړئ. ځکه غرب د ټولنې د یوه نسل د بدلون په ترڅ کې خپل کفري بدلون ته لاره هواروي او تاسو يوازې د ځان د هدایت او خلاصون چانس نه، بلکې د ډېرو انسانانو د هدایت او خلاصون چانس لرئ، هغه دا چې بانفوذه، واکمنان او رهبران یاست. د هر ډول کفري هغه که شرقي وي او که غربي مفکورو او حل لارو (نظامونو) پر وړاندې راپاڅئ، د دنيا دغه لنډ ژوند د الهي ابتلا (افشا کېدو) پروسه وګڼئ، په خپلو تېرو ګناهونو او تېروتنو توبه وکړئ او د راتلونکي لپاره د کفر پر وړاندې د اسلامي امت له سپېڅلې مبارزې سره يوځای شئ، ترڅو په دنيا کې د امت د سترو قهرمانانو په څېر نېک نوم خپل کړئ او په آخرت کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د کوثر حوض پر غاړه د هسکې غاړې د ملاقات چانس بیامومئ.

سیف الله مستنیر

د حزب التحرير ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

Last modified onچهارشنبه, 07 فبروری 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې