پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ږیره او نقاب؛ ازادۍ ته ګواښ!
بسم الله الرحمن الرحيم
ږیره او نقاب؛ ازادۍ ته ګواښ!

(ژباړه)

خبر:

د ۲۰۱۸م کال د فبروري په شپږمه د سه شنبې په ورځ  د ډنمارک دولت یوه پیشنهادي طرحه، د بورقې د منع کولو تر سرلیک لاندې، چې له ډېره وخته ورته په تمه و، مطرح کړه. له اساسي قانون څخه پر سرغړونې سربېره یې دغه طرحه د مخ پټولو نور ډولونه او ږېره پرېښودل هم منع کوي. هغوی چې نقاب اغوندي لس زره ډنمارکي کرونه چې له ۱۵۰۰ یورو سره برابر دي، نقدي جریمه پرې راځي.

تبصره:

لاندې مو د ډنمارک له عدلیې وزیر سره د مصاحبې یو څه برخې پرته له لاسوهنې راوړې؛ ځکه چې په ځینو مواردو کې منافقت توضیح ته اړتیا نه لري.

پوښتنه: په یوه بورژوايي حزب کې چې د ازادۍ طرفدار دی، څنګه کېدای شي چې اجازه ورنکړی چې خلک په خپله خوښه جامې واغوندي؟

ځواب: لکه څنګه چې موږ ازادي خوښوو، د ټولو خلکو لپاره ازادي هم غواړو؛ د همدې لپاره موږ ځینې ارزښتونه لرو چې موږ سره یو موټی کوي او دا په دې معنی نه ده چې تاسو پرېښودل شئ چې ټول ځان مو پټ وي او وګرځئ؛ ځکه چې هغوی زموږ د ټولنې برخه نه دي.

پوښتنه: ولې دغه قانون لکه څنګه چې دی نه نوموئ، یعنې د بورقې ممنوعیت!؟

ځواب: دغه قانون نه یوازې هغه خلک چې بورقه اغوندي؛ بلکې هغوی چې د سکي ماسک اغوندي هم هدف ګرځوي.

پوښته: ایا دا په دې معنا ده چې د دغې طرحې اصلي موخه هغه خلک دي چې ستاسو د خوښې خلاف مذهبي جامې اغوندي؟

ځواب: اوس خبره دلته ده چې نه شئ کولای له اساسي قانون سره سم داسې وړاندیز وکړئ. اوس موږ داسې پیشنهاد مطرح کوو چې یوازې دا ډول خلک نه پکې شامېلېږي.

پوښتنه: نو تاسو خپلې موخې ته د رسېدو لپاره اساسي قانون تغیر کړ؟

ځواب: موږ غواړو چې ټول وکولی شو یو بل ته وګورو، په دې ټولنه کې یو د بل سترګې او څهره وګورو؛ نو دا قانون زموږ ټولو لپاره دی چې په ټولنه کې بورقه، نقاب او ماسک وا نه غوندو.

پوښتنه: ایا دا له اساسي قانونه سرغړونه نه ده، ځکه چې هغه څه مو چې نه غوښتل، اجازه یې نه درکوله؟

ځواب: دا د هغو کسانو پر وړاندې یو اقدام دی چې په پټ مخ ګرځي.

پوښتنه: تاسو څه فکر کوئ چې څومره مېرمنې بورقه او نقاب اغوندي؟ او ستاسو له دغه اقدام سره به خپل نقاب لرې کړي؟

ځواب: نه پوهېږم؛ خو باید ووایم: کوم توپیر باید نه وي، قانون، قانون دی او باید رعایت شي.

پوښتنه: فکر کوئ د هغو کسانو شمېر چې بورقه او نقاب اغوندي، لږ دی؟

ځواب: نه پوهېږم چې شمېر یې څومره دی، خو فکر کوم زیات نه دی.

پوښتنه: که د دغو کسانو شمېر زیات نه دی، نو ایا دغه یوازې یو سمبولیک قانون نه دی؟

ځواب: زما لپاره دا یوه ارزښتمنه پالیسي ده. ایا یوه سمبولیکه پالیسي هم ده؟ هو، په یوه ټولنه کې سمبولونه ډېر اړین دي.

لیکوال: جونزکاک

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ژباړن: عبادالله

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې