جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اروپایي اتحادیه د امریکا د زورګویی پر وړاندې درېږي
بسم الله الرحمن الرحيم
اروپایي اتحادیه د امریکا د زورګویی پر وړاندې درېږي

خبر:

د ۲۰١۸م کال، د مارچ په ١۳مه، CNBC رپوټ ورکړ چې د سوداګرۍ لپاره د اروپا کمېشنر، سیلسیا ملمسټرون، یوې سوداګریزې محکمې ته ویلي: «د سپېنې ماڼۍ اوسني ظلم ته که لږ نظر وکړو، پر دې ټینګار کوي چې اروپا باید «د زورګویۍ پر وړاندې ودرېږي» او له ګواښونو ونه وېرېږي.» او دا خبره یې هم څرګنده کړله چې د بروکسل د ټېنک- ټانک رییس ویلي دي چې اورپا باید د هغو محاصرو پر وړاندې کوم امتیاز اخیستلو ته تسلیم نه شي چې د ټرامپ اداره غواړي چې د تعرفو معافیت جوړ کړي.

تبصره:

د مارچ پر ۸مه، ټرمپ یو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې به یې ١۵ ورځې وروسته پر فولادو ۲۵سلنه او پر المونیمو ١۰ سلنه تعرفه لګول کېږي او بیا یې وویل چې کاناډا، مکسیکو او آسټرالیا به له دغو تعرفو معاف وي، پر یادو هېوادونو سربېره به ځینې نور هېوادونه هم استثنی وي. که څه هم د کاناډا او مکسیکو معاف کېدل موقتي دي او د امریکا په خوښه شرایطو سره د NAFTA هوکړه ‌لیک په بیا لاسلیک پورې اړه لري. ټرمپ د دې موضوع په اړه په غوسه ټویټ کوي او د دې نیوکې په ځواب کې چې تعرفې به د ویجاړوونکې سوداګریزې جګړې سبب شي، داسې لیکي: (( کله چې یو هېواد(امریکا) له ټولو هغو هېوادونو سره په سوداګرۍ کې بیلیونونه ډالر بایلي چې سوداګریزې اړیکې ورسره لري، سوداګریزه جګړه ترې ښه ده او په اسانۍ ګټل کېدای شي.))

دا لومړی ځل نه دی چې ټرمپ داسې تعرفې اعمال کوي. پر سولرونو او د جامو مینځلو ماشینونو باندې د مارچ پر ۲۳مه تعرفې وضعه شوې دي. پر سولرونو تعرفې، د چینایانو سیالي په نښه کوي او د جامو مینځلو پر ماشینونو د تعرفو هدف د سوېلي کوریا کمپنۍ، اېل جي او سامسونګ، دي. د پام وړ خبره دا ده چې امریکا تهاجمي سوداګریزې تګلارې تعقیبوي چې د امریکا متحدین او دښمنان په یو څه ظاهري توپیر په نښه کوي. ټرمپ په دغو تحریمونو چین په نښه کړ او په دې لټه کې دی چې له چین سره مخ پر ودې سوداګریز کسر را کم کړي؛ دی همداراز ډېر اروپایي هېوادونه په غیر منصفانه سوداګرۍ تورنوي، ټرمپ په دې اړه داسې ټویټ وکړ: « اروپایي اتحادیه، هغه حیرانوونکي هېوادونه چې له امریکا سره په سوداګرۍ کې ناوړه چلند کوي، پر المونیمو او فولادو باندې له تعرفې سر ټکوي. که دوی له هغو امریکایي تولیداتو چې ورځي، خپل لوی خنډونه او تعرفې لرې کړي، موږ به هم هماغسې وکړو. لوی کسر. که نه، موږ پر موټرو او نورو مالیه لګوو. منصفانه!»

د دې ډول پالیسیو پایله به یوه دوه‌اړخیزې سوداګریزه جګړه وي. د فرانسې د مالیې وزیر، برونولي مایر، وویل چې اروپا باید د امریکا د تعرفو پر وړاندې غبرګون وښيي؛ که داسې نه وي نو اروپایان به وانګېري چې موږ کمزوري یو. دا چې د تعرفو پلي کېدو ته یوازې یوه اونۍ پاتې ده، نو د یوې مخامخ جګړې د مخنیوي چانس کم دی.

امریکا له نړۍ سره داسې چلند کوي لکه ټوله نړۍ چې د ده خپله ځمکه وي، هر څه یې چې زړه وغواړي ورسره کوي یې، غواړي د سوداګرۍ پخوانی مرکانټلیستي سیاست بیا پلی کړي چې وایي، سوداګرۍ یا د بریا او یا د بایللو حالت دی. له یوې خوا امریکا نوره هم ګستاخه او سپین سترګې کېږي او په عین حال کې خپل تزلزل او سستي هم ښیي. د یوه مخ پر ځوړ ځواک یوه نښه دا ده چې د خپلې شمعې له سوزېدو مخکې ظاهرا له ځوږه ډک وي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ډاکټر عبدالله رابین

Last modified onپنج شنبه, 29 مارچ 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې