جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د اسلامي همکاریو سازمان: اسلامي امت دې نور خپل اعتراضونه پای ته ورسوي او مسجد الاقصی دې هېر کړي!
بسم الله الرحمن الرحيم
د اسلامي همکاریو سازمان: اسلامي امت دې نور خپل اعتراضونه پای ته ورسوي او مسجد الاقصی دې هېر کړي!

خبر:

د اسلامي همکاریو سازمان د جمعې په ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې په خپله وروستۍ ناسته کې یو ځل بیا د فلسطینیانو پر نړیوال ملاتړ ټينګار وکړ او بیت المقدس ته یې د نورو هېوادونو د سفارتونو د انتقال د منع کولو په موخه جدي اقدامات یوه اړتیا وګڼله. همداراز يې د فلسطينيانو پر وړاندې د اسرائیلو د جنایتونو د مخنيوي په موخه بيت المقدس ته د نړيوالو ځواکونو د لېږلو غوښتنه وکړه. په پای کې رجب طیب اردغان وویل، چې اسلامي امت به په دې برخه کې لازم ګامونه پورته کړي.

تبصره:

په دغه کنفرانس کې د هغو اسلامي خاورو مشرانو ګډون درلود، چې له یوه سیاسي حزب څخه –چې د احتجاج په موخه لاریونونه تنظیم، اعلامیې او پرېکړه لیکونه صادر کړي– زیات امکانات لري. هغوی ستر، زړور او په مډرنو تجهیزاتو سمبال پوځونه او منظمه بودیجه په واک کې لري. دغه ظالم چارواکي هر یو لکه: اردغان د خپلو مسلمانو رعیتونو په ځپلو سربېره د امریکا په فرمان خپل پوځ د سوریې د سیکولر نظام د ساتنې او د انقلابیانو د ځپلو لپاره سوریې ته لېږلی. سعودي او خلیجي هېوادونو د امریکا او انګلیس په امر خپلې لښکرې یمن ته لېږلې دي، تر څو د خپلو بادارنو ګټې وساتي. ایران خپل پوځ د روسیې او ترکیې په همغږۍ له امریکا سره د همکارۍ په موخه د عراق او سوریې جبهو ته استولی دی. همدارنګه پاکستان –یوازینۍ اسلامي خاوره چې اتومي ځواک لري– خپل پوځ یې د مسلمانانو د ځپلو لپاره په کشمیر کې د یرغلګر هند له پولې څخه له افغانستان سره خپلې پولې ته لېږلی، تر څو امریکا ضد جنګیالي وځپي. مصر خپل پوځ د اسراييلو د امنیت د ټينګښت لپاره په سینا کې پر جګړه بوخت کړی او د امریکا د ګټو د خوندي کولو لپاره یې د لېبیا په جګړه کې ښکېل کړی دی. د اردن پوځ هم د اسراییلو د ملاتړ لپاره په صحنه کې د اسراییلو پر جنایتونو د زور او ناحقه شاهد په توګه کارول کېږي.

مګر دوی هېڅ یو د اوسني امريکايي نړيوال نظم پر خلاف فلسطین ته د پوځونو د لېږلو او د مسجد‌الاقصی د آزادۍ جرئت او غیرت ونه کړ، بلکې فلسطین ته يې د نړيوالو ځواکونو د استولو غوښتنه وکړه. دوی نه خپلې اړیکې له امریکا او اسراييلو سره په دایمي ډول پرې کوي او نه هم د امریکا اډې په خپلو خاورو کې بندوي؛ بلکې د لنډ مهال لپاره اسرائیلي سفیر وباسي. د تاریخ په دې حساسه شېبه کې د دغو بزدلانو ماموریت دا دی، ترڅو د دغو بې‌معنی او بې‌هدفو غونډو او پوچو ویناوو په وسیله تر هغه مهاله چیغې او نارې وکړي، چې بااحساسه مسلمانان د تظاهراتو او اعتراضونو له ډګرونو خپلو کورونو ته ستانه کړي او په پایله کې د امت راپارېدلی قهر او غضب مړ کړي.

دوی ته د ستر طاغوت (معمر القذافي) برخلیک ورپه يادوو، چې هغه هم د یهودو پر ضد د مسلمانانو میلیوني غونډې ته وینا کوله؛ مګر د لیبیا پوځ یې د بریتانیا په دستور د جګړې لپاره چاد ته لېږه. خو کله چې د امت د صبر کاسه ډکه شوه او د امت غضب دغه ستر طاغوت را چاپېر کړ، نور یې هېڅ بادار ونه شو کولای هغه وژغوري. په داسې حال کې د منتقم او جبار الله غضب تر دې ستر او دوامدار دی. تاسو هم د داسې ورځې انتظار وکړئ؛ ځکه تاسو هم په استانبول کې یو ځل بیا ګرم او غوړ خوراکونه نوشجان او په بیت الخلا کې مو دفع کړل؛ پر دې سربېره د هغې ژرندې په څېر یاست، چې غږ یې ټوله سيمه په سر اخیستې؛ خو اوړه یې درک نه لري.

سیف الله مستنیر

د حزب التحرير - ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

Last modified onشنبه, 19 می 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې