پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د چین ظالم رژیم د ایغور مسلمانو مېرمنو لمنې قیچي کړې دي
بسم الله الرحمن الرحيم
د چین ظالم رژیم د ایغور مسلمانو مېرمنو لمنې قیچي کړې دي

خبر:

د چین حکومت د خپلو جنایتونو او ظلمونو  په لړ کې چې په ختیځ ترکستان کې يې د ایغور لږکیو مسلمانانو پر وړاندې تر سره کوي، یو بل جنایت زیات کړی دی او له همدې امله دا ایالت اوس په «پولیس ایالت» مشهور دی. د مسلمانانو پر وړاندې د ظلمونو د ثبت یوې ټولنې (DOAM)  خبر ورکړی، چې پولیسو په زور د ایغور مسلمانو مېرمنو لمنې په دې پلمه پرې کړي، چې ډېرې اوږدې وې. دا پېښه په ختیځ ترکستان کې د ۲۰۱۸م د جولای پر ۱۳مه د همدغه ایالت په واټونو کې رامنځ ته شوه. د دې خبر پخلی د هانګ کانګ د مسلمانانو شورا هم په خپله ویب پاڼه کې کړی دی.

د چین ظالم حکومت پر مسلمانانو ګڼ شمېر ظلمونه کوي، چې په لړ کې يې مسلمانان د خنځیر غوښو خوړلو ته اړ ایستل کېږي، د روژې په میاشت کې له روژه نیولو څخه منع کېږي، دوی اړ ایستل کېږي چې باور وکړي، رزق الله نه، بلکې چین یې ورکوي، پېغلې له حجاب او سړي له ږیرې پرېښولو څخه منع کېږي او دغه راز نارینه شرابو پلورلو ته اړ ایستل کېږي دا او دې ته ورته د ګڼو نورو ظلمونو لړی دوام لري. د ایغور مسلمانې مېرمنې په جبر له چینايي سړیو سره واده کولو ته اړ ایستل کېږي او دغه راز د ایغور مسلمان سړي سیاسي زندانونو ته لېږي.

تبصره:

 دا وروستي توکمیز توپیرونه او له تعصبه ډکې تګلارې دي، چې د ایغور مسلمانو مېرمنو پر وړاندې د چینايي رژیم د ټولټاري او فاشیستي ګوند له لورې تطبیقېږي او په ترڅ کې یې دغه مېرمنې له روژې نیولو او حجاب کولو څخه منع، په زور او جبر له يوه غیرمسلمان چینايي سره واده کولو او د حمل ضایع کولو ته اړ ایستل کېږي. دا د لمر په څېر روښانه ده، چې د چین کمونیست حکومت د مېرمنو د عزت ساتنې اړوند کوم دید نه لري او په ډېره بې شرمۍ سره يې د ایغور مسلمانو مېرمنو جامې د اوږدوالي په پلمه قیچي کړي. څومره ناپوه او غافل رژیم دی! د چین داړه مار رژیم ناهیلی ښکاري، غواړي چې په خیتځ ترکستان کې د اسلام د خپرېدا مخه ونیسي او د ایغور مسلمانو مېرمنو پر وړاندې له ناوړه او ظالمانه پالیسیو ګټه واخلي. دا ټولې کړنې هغه څه دي چې د دغه دولت وحشي څېره بربنډوي، که څه هم په اقتصادي ډګر کې دوی نړیوالو ته خپل ځانونه ډېر متمدن او عصري ښيې.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې موږ په ورته وخت کې په سوریه، پاکستان، غزه، برما او نورو ځایونو کې زموږ د باعزتو مسلمانو مېرمنو د وژنې او ربړونې شاهدان یو. له خیتځه تر لویدیځه د اسلامي امت لوڼې د لېوانو له لورې بې پته کېږي، د یو داسې رهبر د نشت له امله چې د دوی د وینو، عزت او اسلامي عقیدو ساتنه کوي. په رښتیا هم له تېرو نهو تاریکو لسیزو راهیسې، چې د امت ډال او ساتونکی (خلافت دولت) له منځه تللی، د مسلمانو مېرمنو ژوند له بې عزتۍ، ځورونې، ناامنۍ، وژنې او ناارامۍ سره مخ دی. د دیموکراتیکو او دیکتاتوري نظامونو په اډانه کې مو مسلمانې مېرمنې د لاسپوڅو حکامو او رژیمونو قرباني ګرځي. د نړیوال نظم شتون چې د مېرمنو د وینو او عزت ساتنې پروا نه لري، لاسپوڅو حکامو ته پر مسلمانو مېرمنو د ظلم، بې عزتۍ، ځورونې او وژنې زمینه برابروي. دغه نړیوال نظم چې په سر کې یې مسلمان لاسپوڅي چارواکي دي، زموږ خویندې یې پرې ایښي، د دوی په اړه انساني روحیې ته یې زیان اړه ولی او دغه نظم د فاسد ملتپال سیکولر او پانګوال نړیوال نظام قرباني شوی. په رښتیا سره، د ننیو ډېرو واکمنو مشرانو لاسونه زموږ د مسلمانو خویندو په وینو سره دي.

هر هغه کس چې زړه لري، ویني او اوري، په دې پوهېږي چې مسلمانانو خپل پالونکی او ساتونکی له لاسه ورکړی دی. له ډال پرته، د اسلامي خاورو واقعیت دا دی، چي  پکې د مسلمانو مېرمنو، بوډاګانو او ماشومانو سپېڅلې وینې توېږي او اوس اسلامي خاوره د غم ځپلو د غمونو، د وېش او ټوټه کېدو وړ، د دښمنانو او د هغوی د متحدینو د ولکې او نفوذ ځای ګرځېدلې. مسلمانانو خپل امام له لاسه ورکړی، چې د دوی ساتنه کوي او دوی یې تر شا جګړه کوي، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې فرمايي:

»إنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ«

(مسلم)

امام سپر دی، د هغه تر شا جګړه کېږي او په هغه سره ساتنه کېږي.

اې د ایغور مسلمانو خویندو! د ظالم او جابر حکومت پر بې شمېره ظلمونو او ناروا کړنو صبر وکړئ! پر خپل سپېڅلي دین مو کلک ودرېږئ! د خلافت سپېدې په رڼا کېدو دي، موږ یو امت یو، دین مو یو دی، پېغمبر مو یو دی، قران مو یو دی، بیرغ مو یو دی او هدف مو یو دی. د خلافت په بیا ځلې تاسیس سره به د ختیځ ترکستان په ګډون ټولې اشغال شوې سیمې ازادې شي او د الله تعالی له قوانینو سره سم به ژوند وکړی. ستاسو حقونه به د خلافت تر نظام لاندې ډاډمن وي او په بشپړ حجاب او عزت کې به خپل ژوند ته دوام ورکړی، ان شاالله.

لیکوال: د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

فیکا کومارا

ژباړن: حمزه خالد

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې