چهارشنبه, ۱۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
نوی اساسي قانون د فلسطیني وګړو پر وړاندې د جنایتونو یو نوی باب پرانیزي
بسم الله الرحمن الرحيم
نوی اساسي قانون د فلسطیني وګړو پر وړاندې د جنایتونو یو نوی باب پرانیزي

د یهودي بنسټ له لوري نوی اساسي قانون « د یهودي وګړو ملي دولت» تر سرلیک لاندې نافذ شو

خبر:

د سه شنبې او چهارشنبې په ماښام د اسرايلو پارلمان، کنست(Knesset) تر لانجمنو او اوږدو بحثونو وروسته په رسمي توګه قانون تصویب کړ، چې پکې اسراييل یې د یهودو ملي دولت اعلان کړ. د قانون مسوده له دویم او دریم ځل بحث وروسته په ۶۲ موافقو، ۵۵ مخالفو او ۲ سپینو رایو سره تصویب شوه.

دغه قانون د لمړي ځل لپاره اسراييل د « یهودي وګړو ملي کور» په توګه اعلانوي. نوموړی قانون د اساسي قانون په توګه قضايي نظام لري او په عادي ډول ډېره ګرانه ده، چې د عادي قوانینو په پرتله لغوه شي. سرچینه: (Times of Israel)

                                                                                                                    

د قانون تر نافذېدو وروسته، د اسراییلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو وویل: «دا د صهیونیزم او اسراییلي دولت لپاره یوه تاریخي شېبه ده. موږ د خپل دولت د بقا لپاره بنسټیز اصول روښانه کړي دي». او  زیاته یې کړه، چې «اسراییل د یهودي وګړو لپاره ملي دولت دی». د نوي قانون له مخې به اسراییلي ټولنو ته د هغوی د پرمختګ لپاره امکانات برابرېږي. له هغو خلکو سره به مرسته کېږي، چې غواړي له فلسطینیانو څخه په نیول شویو ځمکو کې نوې ودانۍ جوړوي. سرچینه: (NY times)

تبصره:

د جنایتکاره غاصب یهودي دولت له لوري د نوي تصویب شوي قانون په مرسته به د فلسطیني وګړو او د دوی د ځمکو پر وړاندې جنایت کارو تګلارو ته به لا زیات واک ورکړل شي. له یوه اړخه، د فلسطین نږدې مسلمان ګاونډي رهبران یو له بل سره سیالۍ کوي، چې له دغه جنایتکار دولت سره خپل مناسبات عادي حالت ته راولي او له دغه غاصب بنسټ سره د سولې تر نامه لاندې خبرې ګړندۍ کړي. خو له بله اړخه بیا اسراییلي پارلمان د نتنیاهو په بشپړ ملاتړ سره داسې قانون تصویب کړ، چې د فلسطین په سپېڅلې خاوره کې  یهودان راټول او ساتنه یې وکړي. دا به په رښتیا سره د فلسطین پر هغو وګړو چې په ۱۹۴۸ او ۱۹۶۷ کلونو کې یې ځمکې غصب شوي، ژور اغېز وکړي او د هغو فلسطیني وګړو ژوند به لا تریخ کړي چې هلته ژوند کوي. یهودي بنسټ پر توکمیز او تعصب ولاړ قانون څخه په ګټې اخیستنې سره هڅه کوي چې فلسطینیان له خپلې محبوبې خاورې څخه وشړي، خو یهودي ځواکونو د فلسطینیانو ارادې نه دي سستې کړي، بلکې هوډمن پاتې شوي او د دوی بریدونو فلسطینیان له کورونو څخه ایستلو ته نه دي اړ کړي. اوس یهودي بنسټ په رسمي توګه له توکمیزو او تاوتریخوالي څخه ډکو لارو چارو او مفکورو څخه ګټه اخلي، چې د فلسطینیانو په اړه بشري او د عدالت غوښتنې ادعاوې تر پښو لاندې کړي، دوی دویمه درجه خلک وګڼي، پر وړاندې یې وحشي بریدونه ترسره کړي او خپلې دغه ټولې کړنې سپېڅلې وګڼي او قانوني رنګ ورکړي.

همداراز، دغه نوی قانون یهودي دولت ته اجازه ورکوي، چې په لوېدیځه تړانګه کې له فلسطینیانو څخه په جبر د ځمکو نیولو او په ناقانونه توګه پکې ودانۍ جوړولو ته پراختیا ورکړي. د فلسطینیانو له حقونو څخه د دفاع او له ښکېلاک څخه د بشپړې فلسطینۍ خاورې د ازادۍ په موخه د اسلامي خاورو ډارن مزدور چارواکي لښکرې نه لېږي. د فلسطین دغو بې شرمو چارواکو، نه دغه نافذ شوی قانون وغنده او نه یې هم پرې نیوکه وکړه او په ډېر صبر سره پر فلسطیني وګړو د دې قانون د پایلو په تمه دي. 

نتنیاهو به د دغه قانون د نافېذېدو له لارې د « یهودي وګړو ملي دولت» تر سرلیک لاندې د فلسطیني وګړو پر وړاندې خپلو جنایتونو ته ادامه ورکوي، دا قانون به د ده جنایتونو ته مشروعیت ورکړي او تر څنګ به یې د اسلامي هیوادونو د پوځیانو لپاره د خطر یو لوی زنګ وي. د اسلامي هیوادونو پوځیان څه ډول چوپ پاتې کېدای شي، په داسي حال کې چې د نوموړي قانون له مخې به یوازې د جنایتکار بنسټ د جنایتونو کچه لا نوره هم زیاته شي. پر غزې له یرغلونو، هوایي بریدونو او پر بېګناه فلسطیني وګړو باندې د لېزري ډزو څخه نیولې ان د زیتون تر ونو او ځمکو سوځلو، د مېرمنو او ماشومانو تر ناروا نیونو او ربړونو پورې، لا نور څه د اسلامي هیوادونو د پوځیانو راويښېدو ته په کار دي؟

د حزب التحریر- مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکواله: منال بدر

ژباړن: حمزه خالد

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې