پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ایغور له زرګونه مسلمانو مېرمنو سره د رواني ناروغانو غوندې چلند کېږي او د مغز وینځلو پرګرامونو لپاره ګډو مرکزونو ته لېږل کېږي
بسم الله الرحمن الرحيم
د ایغور له زرګونه مسلمانو مېرمنو سره د رواني ناروغانو غوندې چلند کېږي او د مغز وینځلو پرګرامونو لپاره ګډو مرکزونو ته لېږل کېږي

خبر:

د سپټمبر په ۱۳مه، تنیر ګریر په Foreign Policy کې یوه مقاله خپره کړه چې په چین کې د ایغور له مسلمانانو سره سخت چلند ښیي. نوموړی په دغه مقاله کې د چین د تر ټولو غربي سیمې د ۱۲میلیونه ایغور او قزاق اوسېدونکو د کنټرول لپاره د نظارت او وحشت پراخ سیسټم تشریح کوي. ده له هغو ۴۸ لارو څخه یو څو لېست کړی چې ګډو مرکزونو ته د یوه کس د داخېلېدو سبب کېږي، ډېری یې مستقیما له اسلامي قوانينو سره تړلې مېرمنې په نښه کوي، ځینې یې خورا خندوونکي دي او دلته یې یادوونه کوو:

- ټیکری پر سر کول.

- نورو ته دا خبره کول چې قسم مه کوئ.

- له لمرختو مخکې د سهار چای څښل.

- اضافه خواړه لرل.

- ډېر ماشومان لرل.

- قبله نما لرل.

- الکول نه څښل.

- چارواکو ته د دې اجازه نه ورکول چې په خوب ځای کې مو پرېوځي، خواړه مو وخوري او په کور کې مو و اوسېږي.

- سګرټ نه څکول.

- جنازه کول.

- حجاب اغوستل (که تر ۴۵ کلو ټیټ عمر واله وي).

- نور له ګناه منع کول.

- مذهبي نښې لرونکې جامې اغوستل.

- جومات ته تګ.

- د پولیسو په اداره کې له ثبت پرته خپل کور ته د ډېرو کورنیو بلنه.

- له هغو سره اړیکه لرل چې دا پورته کارونه کوي.

تبصره:

په چین کې زموږ پر خویندو او وروڼو روان ظلم ته باید په کمه سترګه ونه ګورو او هغه څه چې غربي رسنیو یې په اړه راپور ورکړی دی، خورا کم دي. د تش په نامه جرمونو لېست کې وګورو چې ډېری یې مستقیما په مسلمانو ښځو پورې تړلي، همداسې میلیونونه ښځې او ماشومان د وحشتناک تېري قرباني کېږي. امنیتي ادارې په منظمه توګه د دوی DNA راټولوي، د دوی رادیو ګرافي سکن اخلي او همدارنګه د دوی له ډيجیټلي وسایلو څخه د دوی غږونه ثبتوي. د دوی د حرکاتو د څارلو او پر خصوصي ژوند یې د تیري لپاره د ډیجیټل کوډ شوو پېژندپاڼو کاروونه او په کورونو، کوڅو او مارکېټونو کې یې د  CCTV کامرو کاروونه عادي شوې. دا میتودونه د ښځینه‌وو عزت او مقام ته سپکاوی دی او د اسلام د ټولنیز نظام قوانین یې پر وړاندې حساس دي.

یو وحشتناک مصیبت چې مسلمانې مېرمنې ورسره مخ دي دا دی چې دوی د سیاسي زده‌کړو لویو کمپونو ته لېږل کېږي او د ایغور خلک چې پر خپل مورني کلتور باندې کلک ولاړ دي له سره ورباندې زده کړې کوي. په دغو مرکزونو کې له ۶۰۰،۰۰۰ نه تر ۱.۲ میلیونه نارینه او ښځې ساتل کېږي. نړیوال درواغجن قوانین چې د دوی د ازادۍ د ساتنې ټټر وهي په دې اړه چوپ پاتې دي، بده خو لا دا چې خپل اسلامي مشران یې هم په غم کې نه دي چې میلیاردونه ډالر په پوځي تجهیزاتو لګوي او بیا یې د غرب په اشاره په یمن او نورو سیمو کې د خپلو مسلمانانو وروڼو پر وړاندې کاروي. په چین کې زموږ خویندې؛ په برما، سوریه، د فلسطین سپېڅلې خاوره او غرب کې مېشتو خویندو په څېر په ستونزو کې دي. په غرب کې خو د اسلام اظهارول جرم دی او د هغو روښانفکرانو غوندې ارزښت نه ورکول کېږي چې نه غواړي د لېبرالو ارزښتونو غلامان وي. موږ الله سبحان و تعالی ته دعا کوو چې په چین کې زموږ خویندې په دغو امتحانو کې صابرې پاتې شي، د نړۍ په سطحه د مسلمانانو غږ د هغو پر وړاندې پورته شي چې بې ګناه او مخلص مسلمانان یې ځورولي او هغه ظالم حکام افشا کړي چې له ظلم او تېري سره یې مرسته کړې.

موږ د خلافت د ژر تر ژره بیا راتګ لپاره دعا کوو، هغه خلافت چې د اسلام سیاسي نظام پر ټوله نړۍ یو ځل بیا حاکم کړي او اسلامي خاورې سره متحدې کړي. د خلافت بیا تاسیس به د نړیوالو ته دا ستونزمنه کړي چې د مسلمانانو پر وړاندې یو شي او ظلم پرې وکړي. د بشري حقونو د څار ادارې(HRW)  د سینګ یانګ د ناورین په اړه د « د ایډیولوژیکي وایروس محوه »: د سینګ د مسلمانانو د ځپلو لپاره د چین دولت کمپاین؛ تر عنوان لاندې ۱۲۵ مخه رپوټ خپور کړی. مګر که خلافت راشي، اسلام به وایروس نه، بلکې د نړیوالو لپاره د ریښتینو بشري حقونو او په سیاسي معاملاتو کې د ریښتینولۍ لارښوود وي. الله سبحانه و تعالی د خپلو مومنانو هڅې نه هېروي او موږ باید باوري شو چې موږ د قران د ایتونو پر بنسټ پر حقه یو، چې موږ ته لارښوونه کوي چې قران او سنتو ته ژمن وو، پرته له دې چې موږ دوی په نظر ونیسو چې له موږ څخه غواړي چې قران او سنت پرېږدو.

﴿الَّذِينَ يَنقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِن بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَن يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ أُولَٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ

[بقره: ۲۷]

ژباړه: هغه کسان چې خپلې ژمنې وروسته له هغه ماتوي چې دوی عهد کوي او هغه څه پرې کوي چې الله یې د وصلېدو امر کړی دی او پر ځمکې کې فساد کوي، سخت تاوان کوونکي دي

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

 د حزب تحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې عمرانه محمد

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې