جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
پاکستان حتمي باید د ریښتني ملګري او مکار دښمن ترمنځ توپیر زده کړي
بسم الله الرحمن الرحيم
پاکستان حتمي باید د ریښتني ملګري او مکار دښمن ترمنځ توپیر زده کړي

خبر:

د جمعې په ورځ د نومبر پر ۲۳مه د کراچۍ په ښار کې جګړه مارو د چینایانو پر کونسلګرۍ برید ترسره کړ، خو پولیسو او د قانون د انفاذ اداري چارواکو یې مخه ډب کړه. د چین د سفارت په یوې بیانيه کې راغلي: «هره هڅه چې د چین-پاکستان اړیکې ترینګلې کوي، له ناکامۍ سره به مخ شي».(سرچینه:ډان)

تبصره:

د بلوچستان آزاد پوځ (BLA)چې د ترهګري سازمان تور پرې کېږي، په زغرده د نوموړې پېښې مسولیت په غاړه واخیست. دغه برید د پاکستان د حاکمیت په اړه هغه وخت ناوړه انځور وړاندې کوي، کله  چې هر څه سم روان وي او د سوکالۍ په لاره کې ګامونه اخیستل کېږي.

واقعیت دا دی چې دا له خیانت ډکه یوه فلسفه ده او له تېرو څو کلونو را په دېخوا د غولونې په موخه پر مخ وړل کېږي. په ګوادر کې د چینایانو زیاتېدونکی نفوذ تر دې کچې رسېدلی چې د بندرونو د عملیاتو دنده ورسپارل شوې او دا د هغو خلکو پر وړاندې له خطر ډکه یو وسله ده، چې له خپلو حقونو بې برخې شوي او لا له وړاندې د ملتپالنې پر بنسټ جګړه مخ ته وړي. د بلوچستان آزاد پوځ پر نورو مخالفو پوځیانو د بریدونو مخینه لري او ډېر غړي یې تري تم او ورک شوي. دغه حالت بلوڅ ځوانانو ته انګېزه ورکړې چې وسلې ته لاس کړي. «هره ورځ پر امنیتي ځواکونو بریدونه د دې لامل کېږي چې ډېری بلوچان تري تم او لادرکه شي. دا د تاوتریخوالي نه پای ته رسېدونکې لړۍ ده چې له کلونو را په دېخوا پر مخ وړل کېږي». (Defence.pk) بلوچان زړور او درانه خلک دي، د خاینانو، چالبازانو یا د هندوستان د ملاتړو په نامه د دوی نومول، له پاکستان سره هېڅکله مرسته نه شي کولی. پر همدې بنسټ، د آزادۍ لپاره بلوچ جنګیالي باید پوه شي چې د څه لپاره جګړه کوي، له چا مرسته غواړي او له هندوستان څخه په مرستې اخیستلو سره له چا سره مرسته کوي؟. 

د چین له دې ډول اقدام څخه داسې انګېرل کېږي، چې دا به د پاکستان د ژغورنې په لار کې ستر ګام وي. له چین –پاکستان اقتصادي دهلیز څخه تمه او پرې باور کېږي چې له ټولو هغو ناخوالو څخه به د پاکستان خلک وژغوري، چې ورسره لاس او ګرېوان دي. د پاکستان واکمن حکومت له ډېر وخته دا حقیقت پټوي، چې  دا پروژه اصلا د چين د ګټو لپاره پر مخ وړل کېږي. په یاده برخه کې هر څومره ښه اراده چې موږ ته راکړل شي، موږ یې باید پر وړاندې درانه جبرانونه پرې کړو.

پاکستان باید پوه شي چې چین د یولړ ځاني دلیلونو پر بنسټ غواړي له پاکستان سره اړيکې ورغوي، ځکه د پاکستان  ستراتیژیک موقیعت د «چین یو کمربند یو سړک» (OBOR ) پروګرام لپاره ډېر اهمیت لري. په دغې چارې سره به چین وکولی شي د خپل صنعت د پراختیا لپاره په ګاونډیو هیوادونو کې نوې دروازې پرانیزي او د نورو ښکېلاکګرو ځواکونو په څېر به موکه ترلاسه کړي، چې د دغو هیوادونو له طبعي سرچینو څخه ګټه پورته کړي. د بېلګې په توګه، د ګوادر-زینجیانګ پایپلین له لارې به تېل له منځني ختیځ څخه ولېږدوي.

د پاکستان خلک او چارواکي باید له کوچنۍ لويې وچې څخه له تاریخي پلوه درس واخلي. باید پوه شي چې څه ډول ختیځ هندوستاني شرکت د سوداګرۍ لوری هندوستان، د چور پر ځای بدل کړ. هندوستان، داسې یو هیواد و چې د هرډول تولیداتو د چمتو کولو توان یې درلود، له اروپایي او اسیايي هوادونو څخه یې وړتیا خورا زیاته وه، خو د دغه شرکت له خوا د بدمرغۍ کندې ته وغورځېد. داسې هیواد چې شتمنیو یې ورځ تر بلې وده او پرمختګ کاوه، خو د بهرنیانو په لومه کې راګیر او د برتانیې د ښکېلاکي اصولو قرباني شو او په پایله کې یې خپل برم او درنښت له لاسه ورکړ. په پاکستان کې بېلابېلې دفاعي ډلې شتون لري، چې په خپلو سیمو کې د کوچنیو موخو لپاره جګړه کوي چې نه یې یوازې د ټول هیواد اساسې موخه بدله کړې، بلکې د بهرنیانو د ګټې اخیستنې لپاره یې یوه اسانه وسیله شوي، تردې کچې چې دوی په خپله خپلې کورنۍ ګټې ګواښي او په پایله کې د ټولو زیانونو پړه په خپله غاړه اخلي. نوموړې دفاعي ډلې باید خپله پاملرنه لویو ګټو ته واړوي او پوه شي چې د پاکستان د ټولو خلکو دښمن چې په هرې سوبې او هر قوم پورې تړلی وي، ټول یو او سره ورته دي.  چين دې هیواد ته د پرمختګ، صنعت او سوداګرۍ په نامه پناه راوړې. زموږ د هغو نا اعلان شويو ارزښناکو سرچینو او کورني صنعت پر بهیر باندې به د اعلان شويو توکو واردات یو اساسي ټکر او ناوړه اغېز رامنځته کړي. 

پاکستاني وګړي چې په هر توکم پورې تړلي وي، حتمي باید د خپلو ګډو ګټو لپاره سره یو موټی شي، کوم څه چې پاتې دي له چور او لوټلو څخه یې وژغوري او د ژغونې دغه دنده هغه چا ته وسپاري، چې وړتیا او له الله سبحانه و تعالی څخه وېره  لري. اسلامي امت ټول یوه برخه ده، خو یوې او بلې خوا ته خواره واره پراته دي، چې د دې بېلتون له امله دوی ته زیان اوښتی، د چین او هندوستان په څېر هیوادونو له دوی څخه د وسیلې په توګه ګټه اخلي. خلیفه چې د مسلمانانو ریښتنی مشر دی، نه یوازې د هغو خلکو د ساتنې دنده لري چې د ده پر شاو خوا راټول دي، بلکې د سینګ کیانک مسلمانانو لپاره هم د اسانتیاوو رامنځته کولو دنده ور په غاړه ده. نوموړی خلیفه به د ازادی لپاره د جنګیالیو له انرژي او وړتیاوو څخه په ریښتنې توګه د جهاد په لار کې ګټه واخلي. 

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«لاَ يُلْدَغُ الْمُؤْمِنُ مِنْ جُحْرٍ مَرَّتَيْنِ»

مومن له یوه سوري دوه ځله نه چیچل کېږي.

د حزب التحریر- مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: اخلاق جهان

ژباړن: عبدالله لطفي

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې