جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د امریکايي سرتېر د وتلو تر شا څه دي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د امریکايي سرتېر د وتلو تر شا څه دي؟

(ژباړه)

 

خبر:

ټرمپ له سوریې څخه خپل سرتیري باسي.

تبصره:

له سوریې څخه د سرتېرو ايستلو اړوند د ټرمپ اعلان په کانګریس کې د نیوکو طوفان رامنځته کړ، حتی د جمهوري غوښتونکي ګوند ځینو غړو هم نیوکې وکړې. د دې تر څنګ د امریکا د مرکزي قوماندۍ مشر جنرال جوزیف وټل د ''اسلامي دولت'' ډلې پرضد ایتلاف کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي بریټ ماکګورک د سرتیرو اېستلو پر پرېکړې سخته نیوکه وکړه، چې حتی د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیمز مټیس د دغې پرېکړې له امله استعفا وړاندې کړه. تر ټولو مهمه دا چې د سوریې کردیانو خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

پوښتنه دا ده، چې ولې ټرمپ پر پراخو مخالفتونو سربېره د سرتېرو ایستلو پرېکړه وکړه؟ ایا دا د ټرمپ ناببره هڅه ده، که د یوې سترې ستراتېژۍ یوه برخه ده؟

لومړی باید دا ووایو، چې د سرتېرو ایستل هیڅکله په دې معنی نه شي کېدی، چې په سیمه کې به د امریکا  حضور یا نفوذ له منځه ولاړ شي. په ځانګړې توګه که څه هم چې د سرتېرو ایستل یوازې د هغو څو زره سرتیرو ایستل دي، چې د سوریې په جګړه کې بوخت دي. مګر برعکس تاریخ موږ ته په بشپړه توګه د دې خلاف ښوونه کړې. د بهرنیو پوځیانو اشغال یا پوځي حضور د دغو اشغالګرو هېوادونو د اشغال له وسیلو څخه یوه وسیله ده.

ویل کیږي چې ټرمپ د روان کال په مارچ کې وویل، چې «موږ جګړه ګټلې» او دی به خپل سرتیري بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي، خو د ایستلو نیټه یې نه وه په ډاګه کړې؛ مګر ده خپلې موخې له کوم سخت مخالفت پرته شاته پرېښودلې. خو اوسمهال یې چې د ایستلو اراده کړې، دې پرېکړې د تندر په شان یوه غوغا خپره کړه. له همدې امله د ټرمپ د پرېکړې پر وړاندې داسې غبرګونونه، باید په احتمالي توګه، د امریکا په متحده ایالاتو کې له ټرمپ سره د ځینو ګوندنو د پخوانيو حساسیتونو درلودلو په رڼا کې وارزول شي.

پر دغو مخالفتونو سربېره چې په یو لړ سرچینو پورې اړوند دي، د سوریې په اړه د امریکا متحده ایالاتو دا دریځ نه و په ګوته شوی. د سوریې رژیم او سیکولر نظام باید پر ځای پاتې شي که بشار اسد وي که نه او په اسلامي پروژه کې مخالفتونه باید یا ودرول شي یا اشغال کړل شي یا هم له منځه یووړل شي.  دا د امریکا او د هغې د ملګرو؛ ترکیې، ایران او روسیې د تېرو اوو کلونو پالیسۍ لپاره کره شننه ده.

د دغې پالیسۍ په پایله کې د سوریې کمزوري رژیم له ادلب پرته، چې تر اوسه مخالفین پکې میشت دي او د کردیانو سیمه، چې یو نیمه خپلواک حکومت یې پکې جوړ کړی، د سوریې ډېرۍ سیمې بېرته تر خپلې ولکې لاندې راوستلې. داسې ښکاري چې د لوبې وروستۍ برخه را رسېدلې؛ د سوریې د رژیم د یووالي او بیا په پښو درېدلو پر وړاندې یوازې دوه خنډونه شته دي؛ د سوریې پاتې مخالفین او د سوريې په شمال کې کردیان.

د کرديانو د سیمې په اړه باید ووایو، چې امریکا کردیان تقویه کړل او د ترکیې د بغدادي د ګروپ او نورو اسلامي ډلو پر وړاندې یې په اغیزمنه توګه وکارول. امریکا د سرتېرو له اېستلو سره به کردیان یوازې او بې دفاع پاتې شي، چې له یو لوري د ترکیې له ګواښ سره مخ دي او له بلې خوا د بشار اسد له ګواښ سره، چې غواړي د سوریې ټولې سیمې د مرکزي حکومت تر ولکې لاندې را ولي.

له همدې امله د کردیانو مشر کله چې د امریکا د وتلو پرېکړه واروېده، په چټکۍ یې له دمشق سره د مخامخ خبرو اترو لپاره د ناستې پرېکړه وکړه. په دې ډول کردیان په غیر مستقیمه توګه د سوریې له رژیم سره خبرو اترو ته اړ اېستل شول، چې په دې سره به شمالي سوریه ډېره ژر پر یوه واحده سوریه بدله شي.

همدارنګه د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر مولود چاووش اوغلو د پام وړ غبرګون، چې ویې ویل ترکیه او د نړۍ نور قدرتونه به هغه مهال له بشار اسد سره ګډ کار وکړي، کله چې اسد په ډیموکراتیکو ټاکنو کې بریالی شي. د سوډان ولسمشر عمر البشیر له بشار اسد سره په کتنه کې وویل، موږ امید لرو، چې سوریه به ډېر ژر بېرته خپل مهم سیمه‌ییز رول تر لاسه کړي. د دغه قاتل رژیم په رسمیت پېژندلو سره د امریکا راتلونکی حرکت څرګندېدلی شي.

د عربو په لیګ کې د سوریې د بیا یو ځای کېدو خبرې مخکې له مخکې په واقعیت بدلې شوې. د دې په اړه په قاهره کې د عربو لیګ مرکز د رسینو له لوري چې د سپوټنیک (د روسیې سټلایت) پر ضد یې خبرې کولې، تشریحات ورکړل شوي وو.

له دې مخکې د تونس د ولسمشر ادارې یوې پخې سرچینې ویلي وو، چې د تونس او الجزایر په ګډون یو شمېر عربي هېودوونه په ګډه هڅه کوي، چې سوریه بېرته دغه سازمان ته راوګرځوي. د ویاند په حواله تونس، عراق او الجزایر په دې غور کوي، چې سوریه بیا د عربو په لیګ کې د پوره برخې اخیستنې لپاره ورګډه کړي.

د روسیې د بهرینو چارو وزیر هم د امریکا د سرتېرو د وتلو هرکلی وکړ، هغه زیاته کړه چې په دې وتلو سره به د سوریې قضیه له سیاسي لارې حل او فصل شي.

د سرتېرو د ایستلو له اعلان څخه مخکې د ټرمپ او اردغان تلیفوني خبرې اترې دا په ډاګه کوي، چې د سرتېرو دایستلو دا پرېکړه یوه ناڅاپي پرېکړه نه ده، بلکې دا د امریکا او د هغې د ملګرو یو ستر شیطاني پلان و، چې پر مټ یې وکولی شي، د سوریې پاڅون له منځه یوسي.

﴿وَإِذْ يَمْكُرُ بِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِيُثْبِتُوكَ أَوْ يَقْتُلُوكَ أَوْ يُخْرِجُوكَ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللَّهُ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ﴾ [انفال: ۳۰]

ژباړه: هغه وخت (هم د یادونې وړ دی) چې د حق منکرانو ستا پر خلاف دسیسې جوړولې، چې بندي دي کړي یا دې ووژني یا دې له خپل دیاره وشړي. هغوی خپل تدبیرونه په کار اچول او الله (سبحانه وتعالی) خپل تدبیر کاوه. الله (سبحانه وتعالی) تر ټولو ډېر ښه تدبیر کوونکی دی.

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: اوکې پالا

په هالنډ کې د حزب التحریر مطبوعاتي استازی

ژباړن: فرید نهضت

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې