جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د چین د لږکیو مسلمانانو پر وړاندې د ظالم چین هېواد جنایتونه او د اسلامي هېوادونو چوپتیا
بسم الله الرحمن الرحيم
د چین د لږکیو مسلمانانو پر وړاندې د ظالم چین هېواد جنایتونه او د اسلامي هېوادونو چوپتیا

(ژباړه)

خبر:

روان کال د جنوري پر پنځمه، چیني انګلیسي ( Global Times) ورځپاڼې راپور خپور کړ، چې د چین دولت له سوسیالیزم سره د اسلام د سمون لپاره یو قانون تصویب کړ. همداراز په دغه راپور کې راغلي چې دولتي چارواکو هوکړه کړې، ترڅو په راتلونکو پنځو کلونو کې اسلام له سوسیالیزم سره همغږی کړي او هوکړه یې کړې چې له چیني دود سره به د اسلام د سمون لپاره اړې کړنې ترسره کړي. ورپسې د چین امنیتي ځواکونو د روانې میاشت په پیل کې د یاد هېواد په یون نان ایالت کې د «هوی» ټبر لږکیو مسلمانانو لخوا جوړ شوي درې مسجدونه وتړل.

تبصره:

د مستبد چین وروستي حرکتونه د یاد هېواد د مسلمانو اوسېدونکو له ذهنونو څخه د اسلام د له منځه وړلو لپاره وحشیانه کړنې دي، ځکه د ډار او وېرې په ایجادولو سره هغوی مجبوروي، ترڅو اسلامي عقیده پرېږدي او کمونیستي عقېدو ته مخه کړي. دغه رژیم په خپلو ځېنو ایالتونو کې د اسلامي عملونو لکه: روژې نیول، حجاب اغوستل، ږېره پرېښودل او اسلامي ویناوو ته د غوږ نیولو په موخه مسجدونو ته د ۱۸کالو کم عمره ځوانانو تګ ناقانونه او منعه کړي. همداراز دغه دولت کورنۍ منعه کړي چې پر خپلو اولادونو باندې اسلامي نوم کېږدي او دیني روزنې ورته برابرې کړي. پر دې سربېره مسلمانې ایغوري ښځې له غیرمسلمانو چینایانو سره، واده کولو ته مجبوروي.

د چین دولت په ۲۰۱۶م کې د اسلام د سرکوب لپاره، «په کورنۍ بدلېدلو» ترسرلیک لاندې کمپاین وکړ، چې په ترڅ کې یې چارواکي او چینایي وګړي د څه مودې لپاره په سینکیانګ کې د مسلمانانو په کورنیو کې ځای پرځای شول، ترڅو له «افراطي» اسلام سره د هغوی د تړاو نښانې، لکه: د الکولو د نه څښلو، د جمعې په لمانځه کې د ګډون، په رمضان میاشت کې د روژې نیولو او ان د کورونو پر دیوالونو یې د هغو انځورونو له شتون څخه خبر ورکړي، چې اسلامي متون لري. ورپسې د ۲۰۱۷م په دسمبر میاشت کې د سینکیانګ چارواکو تر یو ملیونه زیات کسان د یوې اونۍ لپاره د اویغور مسلمانانو په کورونو کې د څارنې لپاره وګمارل. همداراز نورې اسلامي کړنې لکه، حلال خواړه خوړل او ان سلام اچول له افراطي کړنو څخه بولي.

د کمونېست حزب رهبرانو د سینکیانګ په پلازمېنه ارومچي کې د حلالو محصولاتو پر ضد یو حرکت پیل کړ او په ترڅ کې یې مسولو ګوندونو ته قسم ورکړل شوی، چې حلالو مجصولاتو پر وړاندې به کلکه مبارزه کوي. هو، له اسلام څخه ددغه رژیم کرکه هغې کچې ته رسېدلې چې مسلمانان یې اړ کړي، ترڅو ان خاورو ته د سپارنې اسلامي مراسم پرېږدي او له چیني مړي سوزونې دود څخه پیروي وکړي چې اوس په سینکیانګ ایالت کې  مخ پر زیاتېدو ده.

د ملګرو ملتونو د سازمان د راپور له مخې په سینکیانګ کې تر یو ملیون زیات ایغوري مسلمانان په نامعلومه توګه په کمپونو کې ساتل کېږي او هغوی د خپلو عقېدو پرېښودو، الکول څښلو، د خوګ غوښې خوړلو او د کمونیزم حزب وفادارۍ ته یې مجبوروي. پر دې سربېره په یاد مرکز کې زیات شمېر بندیان ځورول کېږي او ان وژل شوي دي. ددې ترڅنګ، کابو ۲ملیونه ایغوري مسلمانان د »بیا روزنې» مرکز کې روزل کېږي، چې د سیاسي او فرهنګي فشارونو له امله د خپلو عقېدو پرېښودو او د کمونیزم عقېدو حفظ ته مجبورېږي. د فرانسې د خبري راپور له مخې، په یو لړ دولتي ورقو کې چې د «بیا روزنې مرکز» په کسانو پورې تړلي، راغلي، چې د ښو چیني اوسېدونکو د درلودو لپاره باید لومړی دغه مرکز د اشخاصو او افرادو اصل او نصب، جزړې، اړیکې او عقېدې له منځه یوسي. همداراز د چین دولت هغو اېغوري ماشومانو ته یتیم خونې جوړې کړي، چې کورنۍ یې نیول شوې او یا تبعید(شړل) شوې. په دغو یتیم خونو کې ماشومان داسې روزل کېږي چې خپل اسلامي هویت هېر کړي او له خپلې اسلامي عقیدې لرې شي. ددغه رژیم موخه داده، ترڅو راتلونکی مسلمان اېغوري نسل په ملحدو کسانو بدل کړي او کمونیزم او چیني دود ته یې وفادار کړي او د پینګ د لیدلوري پر بنسټ په دغې خاوره کې مسلمان اوسېدونکي له منځه یوسي.  

سره له دې چې د اسلام پر وړاندې په ډاګه جګړه او د مسلمان ایغور لږکیو د له منځه وړلو لپاره مبارزه روانه ده، خو د اسلامي خاورو حکامو په ډېرې بې شرمۍ سره د دغو ظلمونو پر وړاندې د چوپتیا مهر پر خولو لګولی دی. ان د چین دولت اسلام «فکري ایډیولوژیکه ناروغي او مغزي ویروس» اعلان کړی دی . له بده مرغه بیا هم د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې ټول دغه جنایتونه، د اسلامي خاورو د حکامو د احساساتو را ژوندي کولو لپاره کافي نه دي، ځکه چې د اسلام او مسلمانانو عزت او پت ته هېڅ ارزښت نه ورکوي. دغه رژیمونه او د اسلامي خاورو حکام په سوریه، یمن، افغانستان، پاکستان او نورو ځایونو کې د مسلمانانو د وژلو او جګړې فرصت ته په تمه دي. په ورته وخت کې دوی د اسلام او مسلمانانو لپاره، ډېره کمه اقتصادي او نظامي مرسته هم نه ده کړې. د بېلګې په توګه: د پآکستان دولت ۱۵زره عسکر د پاکستان-چین اقتصادي دهلیز د امنیت او د هغو چیني اتباعو د امنیت لپاره ګمارلي چې د یاد هېواد په بنسټیزو پروژو کې فعالیت لري؛ خو د اسلام او اسلامي امت د ساتنې او افتخار لپاره یې یو عسکر هم نه دی ګمارلی او لېږلی. له شک پرته ددغې څو ملیارد ډالري پروژې موخه د نړیوال تجارت اسانول دي، چې د آسیا او منځني ختیځ په ګډون له پینګ او تجارتي لارو څخه چې په ځانګړې توګه له سینکیانګ څخه تېرېږي. د اسلام پر وړاندې د ظالم چین د صلیبي جګړې په اړه د اسلامي خارو د حکامو چوپتیا پېرلې ده.

همدارنګه دغه حالت له ډېرو بدمرغیو سره روان دی او د اسلام او مسلمانانو د دفاع لپاره هېڅ اسلامي واقعي رهبر نشته، د چین ملحد دولت له هېڅ خنډ پرته د مسلمانانو ځورونې، کړونې او وژنې ته دوام ورکوي. نو ځکه د اسلامي خاور په ارتش کې له شته کسانو پوښتو ، چې څه مو له دغو خاینو او مزدورو حکامو سره د وفادارۍ لامل شوي، په داسې حال کې چې تاسو او نور اسلامي امت مو د دین پر دښمنانو پلوري؟ څرنګه کولی شی د دغو خاینو حکامو تر حاکمیت لاندې ژوند وکړئ او ناوړه نقشې یې پلې کړی؟ نو ځکه مو د نبوت پر منهج د اسلامي خلافت د بیا تاسیس د جدي اړتیا لپاره خپل ملاتړ اعلان کړئ، چې تاسو د اسلامي امت د دفاع او د اسلام دین د بریا لپاره سره یوځای کوي. لکه څنګه چې الله سبحان وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّ ٱلَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ ٱللَّهِ وَأَيْمَـٰنِهِمْ ثَمَنًا قَلِيلًا أُولَـٰئِكَ لَا خَلَـٰقَ لَهُمْ فِى ٱلْءَاخِرَةِ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ ٱللَّهُ وَلَا يَنظُرُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ﴾

[آل عمران: ۷۷]

ژباړه: څوک چې الهي تړون او خپلې لوړې(د الله په نامه قسمونه) په لږ بیه پلوري، هغوی به په آخرت کې کومه برخه ونه لري او الله سبحانه وتعالی له هغوی سره خبرې نه کوي او په قیامت کې به ورته ونه ګوري او هغوی(له ګناه) نه پاکوي او د هغوی لپاره دردناک عذاب دي.

لیکواله: نسرین نواز

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې رییسه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې