جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
پر «اویغوري» مسلمانانو حلال محصولات بند شول!
بسم الله الرحمن الرحيم
پر «اویغوري» مسلمانانو حلال محصولات بند شول!

(ژباړه)

خبر:

چیني چارواکو د افراطیت پر وړاندې د مبارزې په پلمه د «سینکیانګ» په سیمه کې، چې لس مېلیونه اویغوریان پکې اوسېږي، د حلالو محصولاتو د منعه کولو لپاره نوې کړنې پیل کړې. ددې سیمې په مرکز «ارومچي» ښار کې د ټولنیزو رسنیو له لارې ویل شوي، چې په یاده سیمه کې د حاکم  حزب غړو  له لېلیني مارکسیستي څخه خپله وفاداري اعلان کړه او ژمنه یې کړې چې د حلالو محصولاتو پر وړاندې به خپله جګړه په ښکاره توګه تر وروستۍ شېبې پورې مخته وړي.

تبصره:

په چین کې مېلیونونه اویغوري مسلمانان هېر شوي او شکنجه کېږي. دغه مسلمانان څو لسیزې د چین د دولت له لوري په سخت او غیرې انساني ډول شکنجه او ځورول کېږي، د هغه حکومت لخوا چې ګڼې ځورونې لکه، په زندان کې سختې جزاوې، اعدام، تبعید، شړل، د حجاب اغوستلو منع، د قران کریم تلاوت ته نه پرېښودل او د رمضان په میاشت کې روژې نیولو ته نه پرېښودل پر مسلمانانو روا بولي. دا ټول جنایتونه د سینګیانګ پر مسلمانانو د فشار راوستلو په موخه ترسره کېږي، پر هغو مسلمانانو ترسره کېږي، چې د له منځه وړونکو نظامي فشارونو او نړیوالو چوپتیاوو له امله یې د چوپتیا فیصدي له ۹۰ څخه ۶۰ ته کمه شوې.

د ختیځ ترکستان مسلمانان له ورته واقعیت سره مخ دي، یوازې توپیر یې دادی چې د چین حکومت له دغه واقعیته انکار کوي په ځانګړې ډول له هغې وروسته چې د چین حکومت په ۱۹۳۳م کال کې پرې واک وموند او په ۱۹۴۹م کال کې یې په رسمي توګه  خپله خاوره وبلله. له هغه وخت نه تر اوسه اویغوري مسلمانان هر ډول عذاب او دردونه زغمي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې دا مسلمانان خپل ځان اسلام ته منسوب کړي، ځکه د چین حکومت اسلام د ټرورېزم او افراطیت نښانه بولي او اسلام، سیکولرېزم او لیلیني مارکسیستي ته جدي ګواښ بولي، همداراز زیاتو مشهورو چیني سیاستوالو یاد کار ته مخه کړې، هغو سیاستوالو چې په یاده سیمه کې زموږ پر مسلمانو وروڼو او خویندو دغه ظالمانه شکنجې رهبري کوي. دا ځل یې یوازې په دغه دلیل د حلالو محصولاتو پر وړاندې خپله ناوړه جګړه پیل کړې، چې  پر شیدو، پنیر، د غاښونو پرکریمو او نورو خواراکي توکو د «حلال» کلیمه لیکل شوې،همداراز د دین او سیکولرېزم مشترکات له منځه وړي، د خلکو او ایډیالوژۍ پر وړاندې چې دولت یې لېږدوي او پاروونکي او منفي اغیزې لري هم مبارزه کوي.

د چین حکومت توره په لاس او پر دې سیمه فشار راوړي، پر هغې سیمه چې ۱۵ سلنه د تېلو او ۲۲ سلنه د ګازو او د دغه هېواد د هستوي وسلو زېرمې پکې دي. ختیځ ترکستان د چین پنځه برابره او د فرانسې درې برابره پراخوالی لري او په دې سیمه کې د ګڼو معدنونو لکه: سرو زرو پر کانونو سربېره شپږ نور کانونه هم لري چې غوره یوارنیم لري. همدارنګه د افغانستان او پاکستان د پولو په ستراتېژیکو سیمو کې د پراخو طبعي شتمنیو شتون د چین حکومت په وېره کې اچولی.

د چین حکومت د ختیځ ترکستان د اسلامي امت له عقیدې، فرهنګ، احساساتو او ژبې سره د مسلمانانو اړیکې، د چین د داخلي ناندریو  عامل بولي. په همدغه دلیل په ټول قوت سره د اسلامي مظاهرو، شعائرو، احکامو، احساساتو او ان د اسلام له فردي احکامو سره جګړه او مبارزه کوي او د فشارونو ډولونه، بندیزونو، ظلم او په دې سیمه کې زموږ پر وروڼو باندې غیرې انساني کړنې روا بولي، په ځانګړې توګه هغه وخت چې د اسلامي خاورو د حکامو له خوا د ایغور د مسلمانانو د ملاتړ هېڅ پام او بهرنی غبرګون نه ویني، هغه غلام حکام چې له سیاسي، نظامي او اقتصادي اړخه مات شوي نظامونه پر مسلمانانو لېږدوي.

جالبه دا ده: څومره چې په شرقي ترکستان کې د مسلمانانو شکنجه او ځورول زیات شوي، په بدل کې یې د چین او عربي هېوادونو ترمنځ د تجارت کچه ۱۱.۹ سلنه لوړه شوې ده، چې دا اندازه د ۲۰۱۷م کال په پای کې ۱۹۱ مېلیاردو ډالرو معادل وه، په داسې حال کې چې یاده کچه په ۲۰۱۶م کال کې ۱۷۱ مېلیارد امریکایي ډالرو ته رسېده.

په دې کې شک نشته چې د اویغور مسلمانانو ناورین مخ پر وده او له سختې مرحلې تېرېږي، چې دا مصیبت د «روهینګیا» د ناورین غوندې دی او د چین حکومت غواړي د دې سیمې مسلمانان داسې راکم کړي چې له فکري او احساساتي اړخه یې له یو بله بېل کړي او دغه ظالم حکومت هڅه کوي، چې دا قضیه داسې ختمه کړي چې له خلکو هېره وي.

له شک پرته د ختیځ ترکستان مسلمانان د مسلمه امت یوه برخه دي او پر موږ لازمه ده چې له دغو مسلمانانو سره مرسته وکړو  او په ملاتړ یې ظلم ور څخه لرې کړو، ځکه وینه، دین او عقیده مو یو دي.

یقینا د نبوت پر منهج له راشده خلافت پرته بل هېڅوک د چین د زورګویۍ، ظلم او تېري مخه نه شي نیولی، د هغه خلافت دولت چې امت خپل اصلي ځای ته ستنوي، له مال، ځان او د مسلمه امت له شتمنیو څخه دفاع کوي او د بې ډاله مسلمانانو لپاره پیاوړی ډال جوړوي.

لیکواله: نسرین «بوظافري»

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ژباړه: زمری دوست

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې