جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
روسیه: د ترهګرۍ پر وړاندې دروغجنه جګړه
بسم الله الرحمن الرحيم
روسیه: د ترهګرۍ پر وړاندې دروغجنه جګړه

خبر:

د ۲۰۱۹م کال د اپرېل په ۱۲مه د روسیې په تایمین کې د ترهګرۍ ضد عملیات (CTO ) تر سره شول.

د FSB سیمه ییزې څانګې راپور ورکړ چې د داعش ځینې کسان په یوه کور کې پټ شوي او دغه عملیات په څلورو سیمو کې شوي دي. ځایي رسنیو راپور ورکړی چې په سیمه کې برېښنا او د واټونو څراغونه پرې شوي او د سیمې اوسېدونکي خوندي ځایونو ته لېږل شوي دي. انټرنټ او ګرځنده ټلیفوني اړیکې هم پرې شوې دي.

72.ru ایډیشن لیکلي چې د تایمین په شاوخوا کې د ځانګړو خدماتو وسایل څو ساعته وګرځېدل او خلکو په یوه کوڅه کې پر یو وخت څلورویشت د بیړۍ چلونې فني ډلې شمېرلې دي.

د عملیاتو په پایله کې له انګشټیا څخه دوه تنه، چې په دې کور کې اوسېدل وژل شوي دي. نوموړي کسان ځانګړو خدماتو د داعش غړي بللي، په داسې حال کې چې ډېری بې پرې روسي ژورنالیستان او د بشري حقونو فعالان له داعش سره د وژل شوو کسانو تړاو ته د شک په سترګه ګوري. په دې سره FSB  د ناسمو معلوماتو پر بنسټ عملیاتو باندې تورنوي.

تبصره:

د یادونې وړ ده چې په تایمین کې د ترهګرۍ ضد عملیات د اپرېل له ۱۱مې نېټې څخه یوه ورځ وروسته هغه مهال وشول، چې پوتین له لوړ پوړو افسرانو سره په غونډه کې وویل:FSB  باید د ترهګریزو بریدونو په مخنیوي کې خپل تمرکز ډېر کړي او د سختدریځو پټنځایونه په ډاګه کړي.

دا په حقیقت کې د ترهګرۍ ضد جګړه نه وه، بلکې د خلکو پر وېرولو سربېره یې دFSB  اهمیت ډېراوه، څو تش په نامه د ترورېزم ضد فعالیتونه پیاوړي کړي. د چټکو څراغونو بې شمېره موټر راغلل، د خلکو پر مخ ټولې سیمې وتړل شوې، پر واټنونو پوځي او نظامي وسایط ولاړ وو، سلګونه ځانګړي مجهز ځواکونه ګرځېدل او دغه حالت تر سهاره دوام وکړ. دا هرڅه یوازې د داعش د دوو غړو له امله چې جسدونه یې د پوځ لخوا په وران شوي کور کې وموندل شول، پېښ شول. هغه څه چې عوامو ته د رسمي رسنیو لخوا وښودل شول، په واقعیت کې نظامي عملیات وو او نظامي عملیات د یوې لویې وسلوالې ډلې په وړاندې کیږي، نه د یوه یا دوو نیول شوو شکمنو کسانو په وړاندې.

که دوی په رښتینې توګه هغه دوه شکمن کسان نیولی، نو دا کار یې د SWAT(OMAN) له ښکېلتیا پرته د یو څو پولیس افسرانو په واسطه له شور ماشور پرته  هم کولی شوی؛ خو خبره داوه چې د دوی موخه دلته د دغو دوو شکمنو کسانو نیول او ژوندي پاتې کېدل نه وو.

د سیمې د اوسېدونکو لېږدول، د شاهدانو نشتون، د ټلیفوني اړيکو او انټرنیټ پرې کول، دCTO  لخوا د ژونالیستانو مخنیوی او له قانون سره سم خپلوانو ته د وژل شوو کسانو د جسدونو نه سپارل، هغه څه دي چې نه غواړي د وژل شوو کسانو په اړه څوک پوه شي. یعنې چې دا کسان څوک وو؟ څه وخت او چېرې ووژل شول؟ حتا ښايي د FSB تر شکنجې لاندې وژل شوي وي.

خو ښکاره خبره داده چې د ترورېست ټاپه ډېره اسانه ده. هر هغه څوک چې د امنیتي ځواکونو تر شکنجه لاندې ووژل شي، هغوی ترورېست اعلانېږي او دې ته بیا وژنه نه، بلکې ځانګړي عملیات وایي او قاتلان پکې د ترهګرۍ ضد جګړه مار اتلان ګڼل کېږي.  

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: شیخ الدین عبدالله

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې