جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
چیني چارواکو له ایغور مسلمانانو څخه د قران‌کریم او جاینمازونو د ټولولو امر صادر کړ!
بسم الله الرحمن الرحيم
چیني چارواکو له ایغور مسلمانانو څخه د قران‌کریم او جاینمازونو د ټولولو امر صادر کړ!

د رپوټونو پر اساس چیني چارواکو د قران‌کریم، جاینمازونو او د ایغور مسلمانانو په دیني چارو پورې د اړوندو څيزونو د ټولولو امر صادر کړ. څوک چې له دغه امر سره مخالفت کوي، د چین له سخت چلند سره به مخ شي. د ایغور مسلمانان د چین په شمال لودیځ کې پرته سیمه سینکیانگ کې اوسي.

همدارنګه د چین له ایغور سرچینو څخه د «انډيپېنډنټ» انګلیسي خبرپاڼې د رپوټ پر اساس داسې نقل شوی: «چیني چارواکو په تېره اپرېل میاشت کې پر سینکیانگ سیمه له تروریزم او افراطیت سره د مبارزې په نامه جدي اقدامات هم صادر کړل.» په دغو اقداماتو کې پر ږيره پرېښودو بندیز، په عامه ځایونو کې د مسلمانو ښځو حجاب لرې کول او د هغو کسانو څارنه چې د دولتي تلویزیون کتنه ردوي؛ شامل دي. د چین حکومت د دیني شعائرو پر بندیز لکه: سلګونه مسجدونه بندول، د حجاب لرونکو ښځو ازار او په رمضان مبارکه میاشت کې د روژې نیولو په مخنیوي د هغوی اسلامي هویت له منځه وړي.

د شرقي ترکستان د مسلمانانو غمیزه له اقلیمي ساحې تېری کوي او حتی په نړیواله تراژيدي بدله شوې. زموږ د اهل درد او رنځ په شرقي ترکستان، د شام په مبارکه خاوره، یمن او د مسلمانانو په نورو خاورو کې ټول یو واقعیت بیانوي. پر مسلمانانو د حاکمو نړیوالو نظامونو دا تروریستي عمل، له اسلام او د دغو نظامونو له بدیل (خلافت) سره د مطلقې دښمنۍ پر بنسټ د دوی همنظري څرګندوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان چارواکي د چین له حکومته د خوشبینۍ لید لري او د اسلامي عقیدې پر خلاف له هغوی سره نېکې اړیکې لري. دا دی د مزدورو چارواکو د ورورۍ او دوستۍ احساس، چې له ګټو پرته بل څه نه پېژني.

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې