چهارشنبه, ۱۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
مشرک چینایان؛ د اسلام او مسلمانانو دښمنان!
بسم الله الرحمن الرحيم
مشرک چینایان؛ د اسلام او مسلمانانو دښمنان!

چیني چارواکو د ایغور په ځانګړې توګه د سینکیانگ مسلمانانو پر وړاندې یو لړ مجازات صادر کړل؛ ځکه هغوی په مرکزي اسیا کې د اسلام له بیا ظهوره، چې د مسلمانانو له کمزورۍ په ګټې اخیستنې ترې غصب شوی، په وېره کې دي. له انډيپنډېنټ خبرپاڼې څخه په نقل: «چیني چارواکو په سینکیانگ سیمه کې د (قران کریم او جاینمازونو) د ټولولو امر صادر کړی او مخالفینو ته يې د مخالفت په صورت کې د سختو سزاګانو ګواښ کړی.» دغه‌راز یوه تبعید شوي رهبر وویل: «د ایغور مسلمانانو مجازات دا دي چې هغوی باید ټول هغه څيزونه چې په دیني چارو پورې تړاو لري، تسلیم کړي؛ که نه نو له سختو سزاګانو سره به مخ شي.»

یو تبعید شوي کس "دلکست راکست" د ایغور ازادۍ رادیو په نړیوال کنفرانس کې، چې امریکا يې اداره کوي، وویل: «موږ يې ګواښلي یو چې هر ایغور باید په اسلام پورې اړوند ټول څيزونه لکه: قران، جاینماز او بل هر څيز چې د دین سمبول دی، تسلیم کړي.» همدارنګه له انډيپنډېنټ خبرپاڼې څخه په نقل دا ګواښ "ویشات" ټولنیزو شبکو اعلان کړی او په اصل کې د قزاقستان او قرغېزیستان مسلمانانو ته هم متوجه کېږي.»

د مسلمانانو چارواکي هڅه کوي چې چین د امریکا د ولکې ځایناستی کړي. دا په داسې حال کې ده چې مشرک چینایان د اسلام دښمنان دي. مسلمانان به هغه مهال د پردیو له ولکې خلاص شي، تر څو چې پر خپل نفس باور پيدا کول زده کړي او پر خپل دین او خالق الله سبحانه وتعالی تکیه وکړي؛ هغه مهال به یې نړۍ تر پښو لاندې وي. 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې