پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اسلام به له ۲۰۷۰ کال وروسته پر نړۍ واکمن شي
بسم الله الرحمن الرحيم
اسلام به له ۲۰۷۰ کال وروسته پر نړۍ واکمن شي

(ژباړه)

اسلام د خپرېدو او ودې له مخې په نړۍ کې تر ټولو چټک دین دی. څېړنې ښیي، چې له ۲۰۷۰ کال وروسته به اسلام له مسیحیت څخه مخکې شي او  څرګندوي چې اسلام په نړۍ کې په چټکی سره خپرېږي، ځکه چې ډېری نصرانیان په غیر رسمي ډول د خپل دین ملاتړ کوي او دا تاییدوي، چې په ټوله نړۍ کې د ۲۷حکومتونو رسمي دین اسلام دی،  په داسې حال کې چې د بریټانیا په شمول د ۱۳ دولتونو رسمي دین نصرانیت دی.

خو ۴۰ حکومتونه په غیر رسمي توګه له ځانګړي دین څخه ملاتړ کوي، چې له دې ډلې څخه ۲۸ حکومتونه د قانون او یا اقتصاد له مخې د نصرانیت ملاتړي دي. په واشنګټن کې د «بیو» څېړنیز مرکز ویلي: ۱۹۹ دولتونه شته، چې ۴۳ دولتونه یې رسمي دین لري، ۴۰ دولتونه یې ترجیح شوی دین لري او  ۱۰۶ نور دولتونه لکه: امریکا حتی ترجیح شوی دین هم نه لري او ۱۰ نور یې عملا له دیني او مذهبي موسسو سره مخالفت کوي لکه: پخواني او یا اوسني کمونیستي دولتونه لکه: چين، کوبا، شمالي کوریا، ویتنام او د پخواني شوروي ځينې جمهورتونه دین ستېزي کوي.

په دې څېړنه کې داسې یادونه شوې: «په ځینو حالتونو کې دینونه په پراخه توګه دولت کې محفلي رول لوبوي. خو ډېر وخت له دین سره په بنسټیزو او مهمو برخو لکه: حقوقو او قوانینو، مالیاتو، د مالونو  مالکیت او له دولت څخه د مالي ملاتړ  په برخو کې تبعیض کېږي. سربېره پر دې، هغه دولتونه چې رسمي دین لري د دیني چارو د مناسکو په تنظیم کې د ډېرو سختیو ګاللو لکه د شرطونو وضع کولو، پر لږکیو دیني او مذهبي ډلو بندیزونو لګولو ته لېوال دي،

رپوټ په لاندې مطلب سره پای ته رسېږي: «پر یادو مسایلو سربېره په نړۍ کې د دین پر وړاندې ډېری حکومتونه بېطرفه او خنثی دي او دین ته هېڅ پاملرنه نه کوي او ارزښت نه ورکوي.» د بیو څړنیز مرکز له  داسې شمېرنو پرده پورته کړې، چې ښایي له ۲۰۷۰ کال وروسته به مسلمانان د نفوس له مخې زیات شي. او دغه مرکز محاسبه کړې، چې په نړۍ کې به د مسلمانانو شمېر د نصرانیانو له شمېر سره مساوي شي، یعنې له ۲۰۷۰ کال وروسته به هر یو ۳۲٪ ته رسېږي.

د ۲۰۱۴م کال د څېړنې او رپوټ له مخې، له ۲۱۰۰ کال ورسته به د نړۍ د مسلمانانو۱٪ نفوس د نصرانیانو له ټول نفوس څخه زیات شي. څېړونکو ویلي: مهاجرت یو له هغو اسبابو څخه دی، چې  د نفوس په ډېر والي کې، مسلمانانو سره په ځينو سمیو لکه: شمالي امریکا او اروپا کې مرسته کوي. د بیو تحلیل څرګندوي، چې مسلمانان په نفوس او وده کې په نړۍ کې چټکه مذهبي ډله ده، په ۲۰۱۰م کې په ټوله نړۍ کې ۱.۶ میلیارده مسلمانان وو، یعنې د نړۍ د ټول نفوس ۲۳سلنه یې جوړوله، خو د مسلمانانو دغه نفوس تر نصرانیانو کم دی، ځکه د هغوی نفوس ۲.۲ میلیارده دی، چې د نړۍ د نفوس ۳۱سلنه جوړوي.

 په دغې څېړنه کې ادعا شوې، چې مسلمانان تر نورو ټولو دیني ډلو ډېر ماشومان لري او د ښځو منځنی شمېر یې د نورو ډلو په پرتله ۳.۱  پر ۲.۳ دی. په ۲۰۱۰م کې د مسلمانانو منځنی عمر ۲۳ کاله و، چې له غیر مسلمانانو څخه اوه کاله کم و. په دغه رپوټ کې زیاتوي: «دا په داسې حال کې دی، چې مهاجرت د نړۍ په نفوس کې پرته له دې چې په ځينو سیمو لکه شمالي امریکا او اروپا کې د مسلمانانو  شمېر زیات کړي، بل بدلون نه شي راوستلی.»

د بیو څېړونکو ویلي: چې ۶۲٪ مسلمانان د اسیا او پیسيفیک په سیمه کې د اندونیزیا، هند، پاکستان، بنګه‌دیش، ایران او ترکيې له اوسېدونکو سره ژوند کوي. دغې څېړنې یاده کړې،چې په ۲۰۵۰ کال کې به د هند دولت، له اندونیزیا څخه د مسلمانانو د زیات شمېر نفوس په درلودلو کې مخکښ وي او تېر کال په امریکا ک د(ځوان، زوړ...) په شمول ۳.۳ میلیونه مسلمانان وو، چې د امریکا د نفوس ۱٪ یې جوړولو او د ۲۰۷۰ کال له رارسېدو سره به په امریکا کې دغه سلنه ۲.۱ ته ورسېږي.( د ډیلییل ورځپاڼه)

﴿الله سبحانه وتعالی فرمایي: "هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ

[التوبة: 33]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی هغه ذات دی، چې خپل رسول یې له هدایت او دین سره رالېږلی، تر څو دغه دین پر ټولو دینونو برلاسی کړي، که هر څو مشرکان ناراحته او نا خوښ شي.

ژباړن: علي عمار

Last modified onیکشنبه, 22 اکتوبر 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې