شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ال سعود نظام په چټکۍ سره  د دولت او ټولنې د سېکولرولو په حال کې دی
بسم الله الرحمن الرحيم
د ال سعود نظام په چټکۍ سره د دولت او ټولنې د سېکولرولو په حال کې دی

(ژباړه)

د سعودي مطبوعاتو د خبرګذارۍ په نقل سره، د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د ۲۰۱۷م د اکتوبر پر ۲۴مه ویلي: «هېواد به یې هغه څه (منځلاری اسلام) ته چې مخکې و وګرځي» او زیاته یې کړه: خپل۳۰ کلونه د افراطیت د افکارو لپاره له لاسه نه ورکوو، په همدې اساس د افراطیت د افکارو ریښې باسو او طبعي ژوند ته به ورګرځو.» موږ په دې لټه کې یو ترڅو بیا خپل مخکني حالت ته وګرځو، چې دا هغه اسلام دی چې دروازه یې د ټولو دینونو، سنتو او بېلابېلو خلکو پر مخ پرانیستې ده. د ده موخه له هغه څه چې ادعا یې کوي، د غربي افکارو منل او هغه اسلام دی چې د دولت او ټولنې په تړاو له احکامو څخه لرې دی، ترڅو له هغې ټولنې سره، چې په اسلامي خاورو کې یې اساس استعمارګرو اېښی دی، یو سېکولار دولت تاسیس کړي.

محمد بن سلمان یې د خپل پلار، چې د اوسني رژیم حاکم دی له وليعهدۍ سره سم وټاکل شو. مخکې محمد بن نایف په دې ریاست کې و، چې څلور میاشتې وړاندې د ۲۰۱۷م د جون پر ۲۱مه ګوښه شو، محمد بن سلمان د خپل پلار د عمر د زیاتوالي له امله د ډېرو بېلابېلو دولتي پوسټونو چارې پر مخ وړي، ملک سلمان چې ۸۱ کلنۍ ته رسېدلی او له دنیا څخه د تلو په حال کې دی، پر دې حالت سربېره یې د ۲۰۳۰م کال پلان جوړ کړی دی، چې بهرنیو هېوادونو ته د نفتو د خرڅلاو شخصي کولو تر نامه لاندې د سعودي عربستان د نفتي شرکت په واسطه د نفتو په پلورلو تکیه غواړي. همدا راز د تفریحي سیمې د جوړولو او له اسلام څخه د لرېوالي په موخه د ښځو د رول زیاتولو په لټه کې دی، نو ځکه محمد بن سلمان له اسلام او د هغه له احکامو څخه په تفریط پاتې څېزونو ته د منځلاري، معتدل او روشن‌فکر اسلام تر نامه لاندې، چې بنسټ یې سیکولرانو ایښی او د منځلارو اسلامپالو یا اعتدال ګرایانو په نامه یادېږي دعوت کوي، چې د اسلام روحي اړخ مني او سیاسي اړخ یې افراط بولي. د غربي افکارو، دېموکراسۍ او غربي نظامونو پر اساس د ازادۍ تر نامه لاندې د ښځو لوبول او رول ورکول ټول له اسلام سره په ټکر کې دي.

لیکوال: عثمان طه

ژباړن: منصور دریځ

Last modified onیکشنبه, 12 نومبر 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې