چهارشنبه, ۱۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په ایران کې د نظام  پر وړاندې د پراخو لاریونونو څپه
بسم الله الرحمن الرحيم
په ایران کې د نظام پر وړاندې د پراخو لاریونونو څپه

(ژباړه)

د «نن روسیې» سایټ د ۱۴۳۹هـ.ق د ربیع الثاني په ۱۲مه چې د ۲۰۱۷م د دسمبر له ۳مې سره سمون خوري، یو خبر چې په ایران کې د لاریونونو په اړه و، په لاندې تشریحاتو سره خپور کړ: زرګونو تنه د بیو د لوړېدا له امله او د ایران د داخلي او بهرني سیاست پر وړاندې درې ورځې پرله پسې په تهران او د ایران په نورو ښارونو کې لاریونونه کوي؛ دا په داسې حال کې ده چې فعالانو د لاریونونو د خورولو  په بهیر کې د څو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

الرایه: په مشهد، شیراز او اصفهان ښارونو کې فارسي ژبي خلک اوسیږي او دغه ښارونه په ایران کې د شته نظام لپاره د ملا تېر او مور حیثیت لري. نو ځکه، د دغو ښارونو په حرکت راتلل نظام ته سخت ټکان ورکوي او هغه خطرناک داخلي مرضونه چې دولت ورڅخه کړیږي، افشا کوي، چې په حقیقت کې ایران له داخل څخه چوي او دا په خپله د دې ښکارندویي کوي چې د ایران واکمن نظام د خلکو او په ځانګړې توګه د ایران د اصلي او کلیدي سیمو د خلکو په راضي کولو کې پاتې راغلی دی. که دغه لاریونونه او نیوکې په هغو ښارونو لکه: د ایران په جنوب کې اهواز، په لویدیځ کې کرمانشاه، په ختیځ کې بلوچستان او په شمال لویدیځ کې اذربایجان کې رامنځته شوي وی، ویل به مو دا هغه سیمې دي چې اوسېدونکي یې لږکي دي، د نظام په ټینګښت کې تاثیر نه لري او حکومت د ملت د بې ارزښته ګڼلو پر اساس د دغو ښارونو اهمیت ته نه ګوري او له پامه یې غورځولي او څنډې ته کړي یې دي.

د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د وضعیت ترینګوالي، د لاریونونو د څپې پراخوالي او د بټیو د اور په څېر د هغو د لمبو ډېرېدو، سپاه پاسداران او د فوځ په ګډون د دولت مهم چارواکي داسې څرګندونو ته، چې د مسلمانانو ناپوه، بې عقله او طاغوتي حاکمان پرې عادت دي اړ کړي دي؛ چې په خپلو دغو څرګندونو کې یې غرب او خارج د دولت پر وړاندې د لاریون کوونکو په تحریکولو تورن کړی دی او د بهرنیو په تورنولو سره غواړي د حکومت داخلي شرموونکې ناکامۍ پټې کړي.

د ایران حکومت باید وپوهېږي، چې د شام د خاورې د کونډو او ماشومانو د حساب ورکولو ورځ را نژدې شوې ده. د ایران پر نظام او د هغه پر ملېشو به د لعنتونو سیوری وغوړیږي، چې هغوی به له منځه یوسي. د ایران، مصر، سعودي، ترکیې او نور خاین حکام به امریکا ته د مزدورۍ له کبله هېڅکله د امت له بدل اخیستو څخه خلاص نشي.

له الرایه جریدې څخه اخیستل شوی

ژباړن: منصور دریځ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې