پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
پامپیو په ریاض کې: موږ د ایران له پراخه تروریستي فعالیتونو بې خبره نه یو
بسم الله الرحمن الرحيم
پامپیو په ریاض کې: موږ د ایران له پراخه تروریستي فعالیتونو بې خبره نه یو

د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر مایک پامپیو سعودي ته په خپل لومړني سفر کې، ایران د سیمې په ناامنه کولو تورن کړ. پامپیو له خپل سعودي سیال عادل الجبیر سره په یو مطبوعاتي کنفرانس کې داسې وویل: «ایران د هستوي پرېکړه لیک له لاسلیک وروسته له خپل ټاکلي حد څخه بهر فعالیتونه کوي.» نوموړي ټینګار وکړ چې ایران سیمه ناامنه کوي، حوثیان تجهیزوي او په الکترونيکي جاسوسي فعالیتونو کې لاس لري. پامپیو زیاته کړه: ((د پخوانۍ ادارې برعکس، موږ د ایران له پراخو تروریستي فعالیتونو بې خبره نه یو.))

ال سعود چارواکي پر خیانت عادت او پکې ډوب دي او د حکومت بنسټ یې پر خیانت جوړ شوی دی. د آل سعود د چارواکو د رسوایۍ وخت رارسېدلی، پټې دوسیې او دسیسې یې د عقل خاوندانو ته څرګندې شوي دي. ال سعود د امریکا د مزدور اسد د نظام د بقا لپاره په غوطه کې سترو ډلو ته د خپلې سوداګرۍ له لارې چټلې پیسې ورکړې چې د بشار نظام پر وړاندې پورته نه شي. د آل سعود چارواکي په خپلو دغو عملونو سره داسې وژونکي زهر دي چې له ورایه ډېر ښه ښکاري او ظاهرا د شام خلکو ته داسې ښیي چې ګواکې خواخوږي ورسره کوي، په داسې حال کې چې دروغ وایې او په شام کې د امریکا د نفوذ د ساتنې او د پروژو د پلې کولو لپاره هڅه کوي.

د سعودي چارواکو دا ډول خیات او جنایتونه په یمن کې هم لیدلی شو. سعودي چارواکي د امریکا د لوبې له ترسره کوونکو پرته بل څه نه دي. امریکا غواړي د سعودي چارواکو په مرسته د انګلیس هغه مزدوران چې کلونه یې پر یمن واکمني کړې، د لوبې له ډګره وباسي او په بدل کې یې نورې حللارې وټاکي، خو د سعودي چارواکو دا ادعا چې وایې د یمن له خلکو او له سني مذهب څخه دفاع کوي، دا د دوی د دسیسو د پټولو لپاره یوازې یوه تبلیغاتي وسیله ده.

منیب حمیدی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې