پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د اردن اقتصاد په کوم لوري روان دی؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د اردن اقتصاد په کوم لوري روان دی؟

د اردن پخواني لومړي وزیر عبدالرووف الروابده په ۱۹۹۶م د جون په ۱۳مه د استازو په مجلس کې د عمومي مالیاتو او اضافي مالیاتو د قانون د اعلانولو پر مهال استازو ته په خبرو اترو کې وویل: «د اردن اقتصاد اوس د احیا په خونه (سي پي آر عملیاتو) کې دی». نوموړي په دغو الفاظو سره خپله موخه بیان کړه، د یادونې وړ ده چې د هغه خبرې لفظي تېروتنه نه وه چې ترې تېر شوی وی او یا نه وی محاسبه شوی، بلکې هغه په اردن کې د ژوند د واقعیت څرنګوالی او د اجرایه پلاوي حالت، چې د اردن د ژغورلو مسولیت لري، بیان کړ.  ناروغ شخص چې کله له روغتیا څخه ناهیلی شو د احیا (د سي پي آر د عملیاتو) خونې د هغه د ژغورلو د ورستي کوښښ په توګه او یا لږ تر لږه عادي ناروغۍ ته د هغه د حالت راګرځولو ته راجع کېږي.

د اردن وزیران یو بل ته ناروغ او متزلزل اقتصاد په میراث پرېږدي، د اردن د اقتصاد په تړاو زیات بې ګټې او بې پایلې کنفرانسونه او جلسې دایروي؛ ځکه د دولت د بودیجي د کلني توازن کچې تغیر نه دی کړی، په داسې حال کې چې بهرني پورونه او مرستې دوام لري، خو د دولت بودیجه له کمښت سره مخ ده، د پورونو  او همدارنګه د بیکارۍ او فقر کچه لوړه شوې او سوداګرۍ نامنظمه شوې ده

د ستونزې اساس او بنسټ د دوی فکر دی چې له ژوند څخه د دین د جلاوالي عقیده ده، له ژوند څخه د دین جلاوالی عقیده د تدین هغه غریزه چې انسان له حیوان څخه بېلوي، دوی ورته پاملرنه نه کوي که داسې نه وي، نو دا څه معنا لري چې د یو انسان ترکه او میراث میلیونونو ډالرو ته رسېږي، سپیو او حیواناتو ته وصیت کوي، په داسې حال کې چې د هماغه شخص په شاوخوا کې خلک له لوږي سره مخ دي؟ دا څه معنا لري چې میلیونونه ډالر په لوبغاړو، ورزشي سیالیو، جشنونو، شپنیو کلپونو او بې حیاییو لګول کېږي، په داسې حال کې چې میلیونونه انسانان له لوږې مړه کېږي؟! دا حالت په پانګوالی نظام کې دی.

خو اسلام چې د نړیوال او ابدي رسالت په توګه په ثابت بنسټ ولاړ دی، د ټولو خلکو لپاره رانازل شوی دی، چې دغه رسالت په خالق او مدبر الله او دا چې قران کریم د الله سبحانه وتعالی کلام او رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله سبحانه وتعالی له خوا ټول خلکو ته د پیغمبر په توګه رالېږل شوی دی، ایمان لرل دي، چې هغوی له ګمراهۍ او تیارو څخه د رڼا لور ته هدایت کړي،  د الله د بندګانو له بندګۍ څخه د الله بندګي وکړي او د ژوند لپاره یې سعادت او د اخرت لپاره بریا ور په برخه کړي. الله سبحانه وتعالی له همدې عقیدې څخه چې د انسان له فطرت سره سمون لري او عقل ته قناعت ورکوي، نظامونه رامنځته کړي دي چې د انسان اړیکه له الله، له ځان او نورو خلکو سره تنظیموي، د بېلګې په توګه: د تدین غریزه یې په عقیده او عباداتو، د نوعې غریزه (جنسي) یې د نکاح په احکامو و... د بقا غریزه او عضوي حاجات یې د ملکیت اړوند احکامو او نورو احکامو لکه د ربا (سود) حراموالی او د جامو زېرمه کول او  په ټولنه کې د مستحقو افرادو تر منځ د شتمنی د وېش لپاره د احکامو تشریع، د دې لپاره چې مال او شتمني یوازې په شتمنو پورې منحصره نه شي او د داسې ټولنې لپاره د احکامو تشریع چې په مهربانۍ، محبت او غمخوارۍ ولاړه ده، تنظیم کړي دي.

اشتراکیت (کمونیزم) د پانګوالو (د پانګوالۍ د ایډیولوژۍ پیروان) په ځانګړې توګه د امریکایانو له خوا له منځه لاړ، چې د له منځه تللو تر ټولو مهم دلیلونه یې په اقتصادي نظام کې ضعف او فساد و. د یادونې وړ ده چې نن ورځ د امریکا اقتصادچې د پانګوال نظام رهبري کوي د له منځه تلو په حال کې ده. د ډيموکراسۍ پټه څېره اوس د ښکارېدو په حال کې ده، د امریکا ظلم او بدمعاشي ټولو ته څرګنده ده او د پانګوالۍ د ایډیولوژۍ ناتوانایي یې پیروانو او ټولو نړیوالو ته چې باعزته او ارام ژوند به ورکوي، د پانګوالی د نظام د له منځه تللو پیل دی، خو بشپړ له منځه تګ یې د مسلمانانو د مخلصو بچیانو په مرسته د اسلام په بریا  سره کېږي، ځکه چې اسلام داسې ایډیولوژي ده چې الله سبحانه وتعالی د نړیوالو لپاره د رحمت په توګه رالېږلې ده. اسلام یوازینۍ ایډیولوژي ده، چې بشریت د وضعي نظامونو له ګمراهۍ او تیارو څخه د اسلام رڼا او عدالت ته وربولي.

دا چې د اردن اقتصادي ډله چېرته روانه ده؟ او د هغو څېړنو پایلې او همدارنګه د هغو دلایلو ارزونه چې د اردن اقتصاد یې ناروغ او له ماتې سره مخامخ کړی دی او دا هېواد یې د احیا د خونې پر کټ څملولی، چېرته روانې دي، باید واضح شوي وي.

محمد سالم

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې