شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
امریکا په درېيو اسلامي خاورو کې يوازې شمېرل شوي نیم میلیون کسان وژلي
بسم الله الرحمن الرحيم
امریکا په درېيو اسلامي خاورو کې يوازې شمېرل شوي نیم میلیون کسان وژلي

د یوه نوي راپور پر اساس په تېرو ۱۷ کلونو کې د امریکا جګړې یوازې په افغانستان، پاکستان او عراق کې شاوخوا نیم ميلیون کسان وژلي؛ خو د وژل شوو واقعي شمېرې تر دې هم په ځلونو زیاتې دي.  

په براون امریکايي پوهنتون کې د «واټسن د عامه او نړیوالو چارو انستیتیوت» د راپور پر اساس د ۲۰۰۱ د سپټمبر له ۱۱مې وروسته په افغانستان، پاکستان او عراق کې د «تروریزم» پر وړاندې د امریکا جګړې د قربانیانو شمېر تر نیم میلیون زیات دی، چې زیاته برخه یې ملکي وګړي دي. په عراق کې ۱۸۲۲۷۲- ۲۰۴۵۷۵، په افغانستان کې ۳۸۴۸۰ او په پاکستان کې ۲۳۳۷۲ ملکي کسان وژل شوي. دغه راز په میلیونو کسان یې بې‌ځایه کړي دي. په داسې حال کې چې په راپور کې د سوریې او ځينې نورو هېوادونو چې هلته د امریکا مستقیمه او غیر مستقیمه جګړه دوام لري، هېڅ یادونه نه ده شوې.

په ريپوټ کې راغلي چې تر مخکیني راپور چې د ۲۰۱۶ په اګېسټ کې خپور شوی، د وژل شوو په شمېر کې ۱۱۰ زره کسان نور هم زیات شوي او دا شمېرې ښيي چې جګړه اوس هم په شدت دوام لري. د دغه راپور لیکوال نیتا کراوفورت وايي چې د تلفاتو واقعي شمېرې ښايي په ځلونو تر دې هم زیاتې وي. دی وايي: «موږ شاید د دې جګړې د قربانیانو له واقعي شمېرو هېڅکله هم خبر نه شو.»  

په راپور کې یوازې د جګړې مستقیم قربانیان شاملېږي او هغه کسان چې د جګړې د رواني او نورو اغېزو له امله مړه شوي، نه پکې راځي. دغه راز راپور د هغو شمېرو پر بنسټ چمتو شوی، چې له رسنیو سره شریکې شوې، حکومت، مخالفینو او نورو بنسټونو اعلان کړې، ډاګیزې او تایید شوې دي، په داسې حال کې چې موږ هره ورځ د لسګونو داسې پېښو شاهدان یو چې د ‌‌‌‌‌‌‌‌ډېرو کسانو ژوند اخلي؛ خو د امریکا، لاسپوڅو دولتونو او په جګړه کې د ښکېلو اړخونو د پالیسیو او نورو عواملو له امله پوښښ نه ورکول کېږي او په احصایو کې هېڅ نه راوړل کېږي. نو د جګړې د قربانیانو واقعي شمېرې په ځلونو څه چې کېدای شي په لسګونو ځله لوړې وي.

مګر بیا هم ځينې ړوند اندي له امریکا د خیر او سولې تمه لري، په داسې حال کې چې د «تروریزم» په پلمه له اسلام او اسلامي امت سره د امریکا او غرب جګړه ورځ تر بلې شدت مومي او هره ورځ سلګونه بې‌ګناه مسلمانان د امریکا په مستقمیو، غیر مستقیمو (نیابتي) او د دوی لخوا په تمویلېدونکو او د مزدورو چارواکو په جګړو کې وژل کېږي.

خالد ایثار

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې