پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ګډ ځواکونه هره ورځ له بې‌ګناه مسلمانانو درنې قرباني اخلي
بسم الله الرحمن الرحيم
ګډ ځواکونه هره ورځ له بې‌ګناه مسلمانانو درنې قرباني اخلي

په تېرو څلورو ورځو کې ګډو ځواکونو په مختلفو ولایتونو کې په هوايي عملیاتو کې له بې‌ګناه ملکي وګړو درنې قربانۍ واخیستې.

د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د هوايي قواوو په ملاتړ ځانګړو ځواکونو د ملکي کسانو کورونه بمبار کړل او درې ملکیان یې ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل، چې یو ماشوم او یوه ښځه هم پکې وو. د پروان د والي ویاند وحید شهکار هم تایید کړه، چې د پېښې ټول قربانیان ملکیان وو.

له دې پېښې سره هممهاله د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د «صفر دو» ځانګړو افغان ځواکونو په عملیاتو کې څلور ملکیان ووژل شول. یوې حکومتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې په وژل شوو کې یو کس معلم، یو متعلم، دوه نور بزګران دي او همدارنګه یو کس پکې ټپي شوی او درې کسان یې ژوندي ورسره وړي.

دغه راز په غزني کې هم د هوايي بمباریو او جګړې له امله سلګونه کورنۍ بېځایه شوې. د ویسا ورځپاڼې د راپور پر اساس د غزني قومي مشران وايي، چې یوازې د غزني له ګیلان ولسوالۍ څخه د جګړو او هوايي بمباریو له امله ۱۲ سوه کورنۍ بې ځایه شوې.

همدارنګه وړمه ورځ (د لېندۍ ۴مه) د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۱۶ غړو ته مرګژوبله اوښتې. د هلمند ځايي چارواکي وايي چې په نادعلي کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد له امله د يوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي. په دې پېښه کې يو ماشوم او يو سړى وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٤ تنه نور پکې ټپيان شوي دي.

په دې وروستیو کې اشغالګرو بهرنیو ځواکونو او د دوی پر روحیه روزل شوو یو شمېر افغان ځواکونو ګډو عملیاتو ته زور ورکړی، د سلګونو بې‌ګناه خلکو ژوند یې واخیست او لا یې اخلي، ښځې، ماشومان او سپين ږېري یې شهیدان کړل، کورنۍ یې ختمې او له خاورو سره خاورې کړې، ودونه یې بمبار کړل او له هر ډول وحشت او جنایت څخه یې مخ وانه ړاوه.

پر دې سربېره امریکا د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې پر دې خاوره ۵۲۱۳ بمونه غورځولي او خلک یې د تش په نامه سولې په تبلیغاتو بوخت ساتلي دي.

خالد ایثار

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې