پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له طالبانو سره د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره د امریکا د استازي هیله‌مندي
بسم الله الرحمن الرحيم
له طالبانو سره د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره د امریکا د استازي هیله‌مندي

(ژباړه)

د افغانستان سیمه ییزو رسنیو د یکشبنې په ورځ راپور ورکړ، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ۲۰۱۹ م د اپرېل تر پیلېدو وړاندې له طالبانو سره د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره هیله څرګنده کړې ده. د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبریالانو ته وویل: «زه هیله‌من یم چې د راتلونکي کال د اپرېل تر ۲۰مې وړاندې له طالبانو سره د سولې هوکړه  وکړم.» خلیلزاد  په کابل کې د امریکا، طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو اترو مشري پر غاړه لري. همدارنګه ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنې د ۲۰۱۹ م د اپرېل پر ۲۰مه تر سره شي. په افغانستان کې زیږېدلي دغه امریکايي ډیپلوماټ زیاته کړه: «زه د خبرو اترو په قضیه کې تل هیله‌من یم.»

وروسته له هغه چې امریکا په افغانستان کې خپل لومړیتوبونه له ګواښ سره مخ ولیدل او د هند د لومړیتوبونو ماتې یې درک کړه، په افغانستان کې یې په امریکایي حکومت کې د خبرو له لارې د طالبانو د شاملېدو اقدام وکړ او د خبرو میز ته د طالبانو د مشرانو راوستو لپاره یې د پاکستان په حکومت کې خپل مزدوران وګومارل.

موږ پر طالبانو غږ کوو چې پاکستاني مزدورانو ته لېوال نه شي او د هغوی د نظامي رهبرانو پر وړاندې نرمي ښکاره نه کړي. باید له تېر څخه پند واخلي، ځکه امریکا د پاکستاني مزدورانو له مرستې پرته هېڅ وخت پر افغانستان واکمني نه شي کولی. له شک پرته چې امریکا یو ښکېلاکګر او بالفعل محارب دولت دی او له هغوی سره خبرې کوونکی رسوا دی او دا هغه حقیقت دی چې هېڅ شک پکې نشته. نو پر طالبانو لازمه ده چې د رښتیني بدلون لپاره د یو جدي عمل اقدام وکړي؛ هغه بدلون چې د الله سبحانه وتعالی یې ژمنه کړې او فرض دی او دغه کار زموږ له خارو څخه د ښکېلاک د ریښو په له منځه وړلو او د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت د اعلان په واسطه پر بندګانو د الهي نظام په پلي کېدو سره شونی دی.

ژباړه : بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې