جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په حکومت کې د بشار اسد پر پاتې کېدو د امریکا او ترکیې ټینګار
بسم الله الرحمن الرحيم
په حکومت کې د بشار اسد پر پاتې کېدو د امریکا او ترکیې ټینګار

په سوریه کې د امریکا استازي جېمز جیفري د ۲۰۱۸م د دسمبر په ۱۷مه په یوه کنفرانس کې ـ چې د واشنګټن په یوه څېړنیز مرکز کې جوړ شوی و، داسې وویل: «غواړو په سوریه کې د یوه متفاوت او بانفوذه نظام شاهدان وو. زه د نظام د تغیر خبره نه کوم. موږ له اسد څخه د خلاصون په هڅه کې نه یو.» (منبع: الشرق الاوسط، ۱۹ دسمبر ۲۰۱۸م)

د امریکا له طرفه دا نوی ټینګار په داسې حال کې ترسره کېږي، چې مخکې په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړې استازې نېکې هیلې داسې ویلي و. هغې د ۲۰۱۸م د سپتمبر په ۲۳مه د امریکا «سي بي اېس» شبکې ته وویل: «د بشار اسد په پاتې کېدو سره د سوریې تصور سخت دی. دا لرې ده، چې د امریکا متحده ایالات به په هېڅ وجه له موقف څخه د اسد د لرې کولو هڅه ونه کړي.» دا ښکاره ده، چې امریکا له لومړۍ ورځې له خپل مزدرو بشار اسد څخه ملاتړ کړی. کله چې ایران او حزب یې لبنان، روسیه، ترکیه، سعودي او نور هېوادونه د سوریې د نظام ملاتړ ته تحریک کړل. ټولو له بېلا بېلو لارو د سوریې له وګړو او انقلاب سره مبارزه وکړه.

د ترکیي د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د ۲۰۱۸م د دسمبر په ۱۶مه د قطر د دوحې په ناسته کې د  دغه پوښتنې په ځواب کې ـچې ایا له بشار اسد سره به په راتلونکو ټاکنو کې له بریا وروسته همکاري وکړئ؟ وویل: «که چېرې دموکراتیکې او شفافې ټاکنې تر سره شي او بشار اسد پکې بریالی شي، پر موږ ټولو لازمه ده، چې له هغه سره په همکاري فکر وکړو.» (منبع: بی بی سی، ۱۶ دیسمبر ۲۰۱۸م)

کله چې د ده دغه خبرو غبرګونونه راپورته کړل، هڅه یې وکړه خپلې خبرې په ورته خبرو اصلاح کړي. ویې ویل: «که داسې ټاکنې وشي، زموږ هر یو به په دغه برخه کې خپل دریځ وڅاري. یعنې دا نه شم ویلی، چې له اسد سره به همکاري وکړو او یا به د هغه تګلاره تصویب کړو.» (منبع: خبرگزاری آناضول، ۱۷ دیسمبر ۲۰۱۸م) له هغه وروسته یې هڅه وکړه خپلو لومړنیو خبرو ته راوګرځي او د هغه خبرو په بل ډول له بیان پرته یې بله لار نه درلوده. هغه اړ وو، چې خپل موقف ـ له بشار اسد او د هغه له نظام څخه ملاتړ بیان کړي، لکه څنګه چې له ۲۰۱۱م کال څخه مخکې و. هغه وخت د اردوغان او بشار اسد اړیکې دومره صادقانه شوې وې چې ان د خپلوۍ او کورنۍ تر پولې رسېدلې وې. هغه یې له ټولو جرمونو سره منلو، لکه په صیدنایا زندان کې د وژنو جرمونه.

نو اردوغان په خپل چټل عمل لاس پورې کړ. انقلاب کوونکو ته یې فرېب ورکړ، څو بې شمېره سیمې یې د سوریې نظام ته تسلیم کړي، دغه راز یې د انقلاب پر وړاندې توطیه وکړه، چې هغه ناکام کړي او خپلې دوستانه اړیکې له بشار اسد سره تازه کړي.

ذبیح الله رضوان

ژباړن: حبیب الله

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې