پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
کشمېر ولې هېر شوی؟!
بسم الله الرحمن الرحيم
کشمېر ولې هېر شوی؟!

تېره اونۍ د هند پر وړاندې د روانو لاريونونو په لړ کې لږ تر لږه ۷۸ کسان ووژل شول او تر ۱۰۰ ډېر پکې ټپيان شول. دغه لاريونونه په عام ډول په کشمير کې د هندي نيواک او په خاص ډول د روان ميلادي کال د جولای په ۸مه د برهان واني د ظالمانه وژنې پر وړاندې دوام لري.

کشمير په ۱۹۴۷م کال کې له بريتانيا څخه د هند او پاکستان د آزادۍ د اوږدې مبارزې په ترڅ کې د هند او پاکستان ترمنځ ووېشل شو. له هغه وروسته لسګونه کلونه کشميري پاڅونوالو د هندي ځواکونو پر وړاندې جګړې وکړې، ترڅو کشمير خپلواک او يا هم له پاکستان سره يو ځای کړي. د دغو مبارزو په ترڅ کې لسګونه زره مسلمانان د هندي يرغلګر حکومت له خوا شهيدان شول، ترڅو د پاڅونوالو د پرمختګ مخه ونيسي او پاڅون کوونکې ډلې له منځه يوسي.

په داسې حال کې چې هند د کشميري مسلمانانو د ځپلو لپاره له هر ډول وسيلې څخه کار اخلي، ترڅو د کشميري مسلمانانو سپېڅلې وينې په ډېر مظلوميت سره تويې کړي، مګر پاکستاني حکومت او پوځ يې هېڅ ټکان نه خوري، يوازې خالي اوتې بوتې وايي، چې له کشميري مسلمانانو څخه د ظلم د لېرې کولو لپاره اصلا مرسته نشي کولای.

نو روښانه ده چې د پاکستان حکومت د امت له قضيو او د مسلمانانو له سپېڅلو وينو سره د امريکا په لارښوونه خيانت کوي او نظامي ځواک يې د کشميري مسلمانانو د دفاع پر ځای د افغانستان پر پوله د امريکا پر وړاندې د مسلمانو جنګياليو د ځپلو لپاره په عملياتو ګومارلی دی، ترڅو له سياسي پلوه د امريکا او هند ملاتړ وکړي.

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې