شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
هغه اسلامي لباس، چې په عامه ژوند کې اسلام پر مېرمنې لازمي کړی
بسم الله الرحمن الرحيم
هغه اسلامي لباس، چې په عامه ژوند کې اسلام پر مېرمنې لازمي کړی

پوښتنه:

زه د حزب التحریر درناوی کوم، په ځانګړې توګه د دوی په کتابونو کې د دوی فکري یووالی او د هغو دستورونو چې د حزب غړي ورته ژمن دي. دا ډول ژمنتیا د نورو اسلامي حرکتونو په منځ کې لږ لیدل کېږي، خو کله چې مې د انټرنیټ په پاڼو کې کتل د حزب د غړو تر منځ پر یو بحث پېښ شوم. دوی د جلباب په اړه بحث درلود؛ ځینو ویل دا له یوې ټوټې څخه جوړ شوی او نورو بیا ویل دا له دوو ټوټو څخه جوړ شوی... زه په دې فکر کې شوم چې حزب خو په دې اړه ځانګړی نظر لري او دا چې غړي یې هم دې نظر ته ژمن دي، په ځانګړې توګه حزب د اسلامي حرکتونو له ډلې یو له هغو حرکتونو څخه دی، چې په پراخه توګه د حجاب پلوي کوي، تر څو جلباب د مسلمانو مېرمنو تر منځ عام شي... پوښتنه مې دا ده: ایا حزب د خپلو غړو د مکلفیت اړوند خپله پالیسي بدله کړې؟

له تاسو څخه مننه                                                                             

ځواب:

لومړی د هغه څه په اړه چې په پوښتنه کې راغلي دي، غواړم ووایم چې د حزب په لیکنو کې رسمي غړي حتمي باید په بشپړه توګه د حزب نظرونه ومني او په دې کې کوم بدلون نه دی راغلی. دوی په دې اړه په خپل منځ کې کوم اختلاف نه لري، چې جلباب له یوې ټوټې څخه جوړ شوی؛ داسې لباس دی چې پر ټول وجود له پاسه اغوستل کېږي، هغه جامې پوښي چې په ورځني ژوند کې اغوستل کېږي او اوږدوالی یې حتمي باید تر پښو پورې ورسېږي او پښې هم په کې پټې شي. او دا هم ریښتیا ده، چې حزب په دې اړه ډېر تاکید کوي، چې جلباب دې د مسلمانو ښځو تر منځ عام شي؛ په دې کې د الله سبحانه تعالی رضا هم نغښتې ده. حزب د مسلمانو ښځو د اسلامي جامو د موضوع اړه په ټولنیز نظام کتاب کې «ښځو ته د کتنې» په فصل کې بسیا جزیات ورکړي دي. د اسلامي لباس شرایط داسې دي چې باید یو جلباب او خِمار وي، چې له تبرج (ښکلا) ښکارولو پرته د عورت پټولو لپاره کفایت وکړي. د بېلګې په توګه ښځې ته د دې اجازه نه شته چې په هر هغه ډول جامو کې را ووځي چې عورت پټوي، خو پرته له هغو ځانګړو جامو څخه چې شریعت یې په اړه جزیات ورکړي دي. دلته د پورته ذکر شوو ټکو تشریح وړاندې کېږي:

۱- په ټولنیز نظام کتاب کې راغلي دي چې په عامه ژوند کې د ښځو اسلامي جامې جلباب او خِمار دی چې له تبرج(د بدن د غړو د ښایست له ښکارولو) پرته د دوی عورت پرې پټېږي ... دلته هغه څه راوړم چې په ټولنیز نظام کتاب کې د اړوندې موضوع په اړه پرې بحث شوی: «د دې دلیل چې شارع د پوستکي د رنګ پټول واجب ګرځولي دي، هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول دی، چې فرمایي: (لم يَصْلُحْ أن يُرى منها). دا ناسمه ده چې د هغې هرڅه دې ولیدل شي. دا ښکاره دلیل ثابتوي چې شارع دا شرط ایښی چې عورت باید په داسې ډول پټ شي چې له جامو څخه ونه لیدل شي. یعنې جامې باید عورت وپوښي او تر جامو شاته باید کوم څه ونه لیدل شي. نو دا پر ښځو واجب ګرځي ترڅو یقیني کړي هغه جامې چې غواړي عورت پرې پټ کړي او نازکې نه وي. یعنې کتونکي ته ښکاره نه شي چې د دې د جامو تر شا څه دي او لاندې یې څه دي. دا د عورت د پټولو مسله ده. دا مسله باید د ښځو له لوري په عامه ژوند کې د اغوستونکو جامو له موضوع سره ګډه نه شي او همداراز له تبرج سره، ان که جامې عورت پټ کړي. دا په دې مانا نه ده چې ښځې ته اجازه شته چې دا ډول جامې په عامه ځایونو کې واغوندي، بلکې په عامه ځایونو کې د شارع له لوري ځانګړې جامې ټاکل شوي دي. په عامه ځایونو کې د هغو جامو اغوستل بسنه نه کوي چې یوازې عورت پرې پټ شي. د بېلګې په ډول پرتوګ یا پتلون هم عورت پټوي، خو نه شي کولی په عامه ځایونو کې یې په تن کړي. یعنې مناسبه نه ده چې پر عامه سړک دې په تن کړي.

په عامه ژوند کې د ښځو د جامو په اړه؛ په بازار او سړکونو کې شارع پر دې واجب کړي، چې کله که له خپل کوره د بازار او عامه ځایونو په نیت وځي باید داسې لباس په تن کړي چې د هغې کورنۍ جامې پټې کړي. پرې واجب ده چې په داسې لباس ځان پټ او یا وپوښي چې د کور د جامو له پاسه یې وي او تر ځمکې پورې ورسېږي، ترڅو پښې یې هم پټې کړي. که داسې لباس یا جلباب(حجاب) ونه لري، نو باید له ګاونډۍ، ملګرې او یا کومې خپلوانې څخه یې په پور واخلي. که چېرته نه شي کولی کوم جلباب په پور واخلي، نو دې ته اجازه نه شته چې پرته له داسې حجاب (جلباب) څخه ووځې. که چیرته دا پرته له جلباب یا حجاب څخه د خپل کور په جامو کې ووځي، نو دا به ګناهکاره وي ځکه دې یو داسې واجب چې د الله سبحانه تعالی له لورې پرې ایښودل شوي و، پرېښود.

 دا وو د ښځې د بدن د لاندینۍ برخې د جامو پېژندنه. د بدن د  پورتنۍ برخې په اړه، دا حتمي باید خِمار ولري (د سر پوښاک) او یا هر دې ته ورته څه چې ټوله سر، او غاړه و پوښي او پر سینه باندې غوړېدلی وي. کله چې وغواړي عامه ځای ته ولاړه شي دا ډول یو خِمار هم باید ولري، ځکه دا په عامه ژوند کې د ښځې د جامو لوړه برخه ده. کله چې یو ښځه په جامو کې دا دوه شیان ولري، دې ته اجازه شته چې له خپله کوره بازار ته ولاړه شي، پر سړکونو سفر وکړي یانې په عامه ژوند کې بهر ته ولاړه شي. که ښځه دا دوه ډوله جامې ونه لري، نو دې ته اجازه نه شته چې بهر ووځي، دا که د هرې موخې لپاره وي. ځکه د دې دوو جامو اغوستلو حکم عام دی او همدا حکم به پر ځای پاتې وي، تر هغې چې کوم ځانګړی دلیل پیدا نه شي. دا دلیل چې په عامه ژوند کې دا دوې جامې واجب شوي دي، هغه د الله سبحانه تعالی دا قول دی، چې د جامې د لوړې برخې په اړه فرمایي: 

(وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ)

[النور:۳۱]

ژباړه: او خپله ځان جوړونه او سينګار دې نه ښكاره كوي، پرته له هغه چې په خپله څرګند شي، او پر خپلو سينو دي د خپلو پوړنو پلوونه واچوي.

د جامې د کښته برخې په اړه الله سبحانه تعالی داسې فرمایي:

(يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَابِيبِهِنَّ)

[الاحزاب:۵۹]

ژباړه: اې پېغمبره! خپلو مېرمنو او لوڼو او د مومنانو ښځو ته ووايه، چې پر خپل ځان باندې د خپلو ټكريو پلوونه خواره کړي.

همداراز د ام عطیة (رضی الله عنها) څخه روایت، چې ویلي یې دي:

«أَمَرَنا رسولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم أن نُخْرِجَهُنَّ في الفِطْرِ والأضحى، العواتقَ والحُيَّضَ وذواتِ الخدورِ، فأما الحيّضُ فيَعْتَزلْنَ الصلاةَ وَيَشْهَدْنَ الخَير، ودعوةَ المسلمين. قلت يا رسولَ اللهِ إحدانا لا يكونُ لها جلبابٌ، قال: لِتُلْبِسْها أختُها من جِلبابِها»

ژباړه: د الله رسول صلی الله علیه وسلم را ته امر وکړ چې ځوانې ښځې، حایضې ښځې او نقاب لرونکي ښځې په دوو اخترونو کې را ټولې کړی. حایضې ښځې لا هم له لمونځ کولو څخه منع وې، خو د خیر او د مسلمانو ښځو ته یې دعوت کولی شوای. ما وپوښتل اې د الله رسوله د هغې ښځې په اړه څه حکم لرې چې جلباب(حجاب) نه لري؟ هغه صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل هغې ته ووایه چې د خپلې خور له جلباب څخه ګټه واخلي. (رواه مسلم)

دا په عامه ژوند کې د ښځو د جامو په اړه ښکاره دلایل دي. ځکه الله سبحانه تعالی په دې ډول موږ ته په دقیقه، پوره او پراخه توګه په پورتنیو آیتونو کې وښودل، چې څه ډول لباس پر ښځې واجب دی، چې باید په عامه ژوند کې یې په تن کړي. د ښځو د لباس د لوړې برخې په اړه الله سبحانه تعالی فرمایي: 

(وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنّ)

[ النور:۳۱]

ژباړه: او پر خپلو سينو دي د خپلو پوړنو پلوونه واچوي

په دې مانا چې خپل د سر پوړنی دې پر خپلو غاړو او سینو را وغوړي. د سینې او غاړې د کمیس او جامو کالر دي هم پرې وپوښي. د ښځو د پوښاک او لباس د کښتې برخې په اړه الله سبحانه تعالی فرمایي:

(يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَابِيبِهِنَّ)

ژباړه: پر خپل ځان باندې دي د خپلو ټكريو پلوونه خواره کړي. [الاحزاب:۵۹]

دا په دې مانا، چې کله بهر ته وځي باید خپل بیرونی لباس یا پوښاک دي پر خپلو بدنونو او جامو را وغوړوي، چې د دې لباس یوه برخه ملاءة(سرپټوونکې) او بله برخه یې ملحفة(بدن پټوونکې) ده. د دې لباس د ظاهري کیفیت د اغوستلو په اړه الله سبحانه تعالی فرمایي: 

(وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا)

ژباړه: خپل زینت او سينګار دي نه ښكاره كوي، پرته له هغه چې خپله ښکاره شي. [النور:۳۱]

د بدن هغه برخې چې جذاب او پام ورته اوړي، لکه غوږونه، څنګلې او د پښو پنډۍ دا برخې باید هیڅکله ښکاره نه شي. پرته له هغو برخو څخه چې د دې آیت د نازلېدو پر مهال په عادي بڼه ښکاره وې د بېلګې په ډول لاسونه او مخ. د دې لنډو توضیحاتو په ړنا کې دا څرګنده شوه، چې کومې جامې باید یوه ښځه په عامه ژوند کې په تن کړي. د ام عطیة له روایت شوي حدیث څخه په ډېره واضحه توګه څرګندېږي، چې پر ښځې واجب ده بهر ته د وتلو پر مهال باید داسې لباس په تن کړي، چې عادي جامې یې پټې کړي. کله چې ام عطیې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته و ویل:

«إحدانا لا يكونُ لها جلبابٌ»

ژباړه: اې د الله رسول د هغې ښځې په اړه څه حکم لرې چې جلباب نه لري؟

د الله رسول ورته فرمایي:

«لِتُلبسْها أختُها من جِلبابِها»

ژباړه: هغې ته ووایه چې د خپلې خور له جلباب څخه دي ګټه واخلي.

کله چې دې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته ځواب ورکړ، دا کوم داسې لباس نه لري چې د خپلو عادي جامو له پاسه یې بهر ته د وتلو پر مهال په تن کړي، نو ده (صلی الله علیه وسلم) امر ورته وکړ، چې یو جلباب دي له خپلې خور څخه په قرض واخلي، تر څو د خپلو جامو له پاسه یې په تن کړي. دا په دې مانا که چیرته دا ونه شي کولی کوم جلباب په قرض واخلي، نو بهر ته د وتلو اجازه ورته نه شته. دا یوه قرینه(اشاره) د امر ده چې په حدیث کې پر وجوب دلالت کوي. له همدې امله د ښځې لپاره دا یو واجبي کار دی، چې بهر وځي باید جلباب د خپلو جامو له پاسه واغوندي. که په تن یې نه کړي ، نو باید ونه وځي.

شرط دا دی چې جلباب (حجاب) باید تر ځکمې پورې اوږد وي، ترڅو پښې هم په کې پټې شي. ځکه الله سبحانه و تعالی په ایات کې فرمايي:

(يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَابِيبِهِنَّ)

ژباړه :« پر خپلو ځانونو دي د خپلو ټکریو پلوونه خواره کړي». [الاحزاب:۵۹]

 يانې دوی بايد په حجاب کې وپېچل شي، ځکه د ربط توری (مِن) د تبعیض لپاره نه بلکې د بیان لپاره دی. يا په بله مانا دوی بايد لوړه یوه ټوټه الملاءة(سر پټوونکی) په سر کړي او کښته هم يوه ټوټه الملحفة(بدن پټوونکی) واغوندي. لکه څرنګه چې له ابن عمر څخه روايت دی، چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) و فرمايل:

«مَنْ جَرَّ ثَوْبَهُ خُيَلاَءَ لَمْ يَنْظُرِ اللَّهُ إِلَيْهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَقَالَتْ أُمُّ سَلَمَةَ فَكَيْفَ يَصْنَعْنَ النِّسَاءُ بِذُيُولِهِنَّ قَالَ يُرْخِينَ شِبْرًا فَقَالَتْ إِذًا تَنْكَشِفُ أَقْدَامُهُنَّ قَالَ فَيُرْخِينَهُ ذِرَاعًا لاَ يَزِدْنَ عَلَيْهِ» 

ژباړه: «د قيامت په ورځ به الله سبحانه و تعالی هغه چا ته د مهربانۍ په سترګه نه ګوري، چې خپلې جامې په غرور سره له خپل تن څخه اوږدوي». ام سلمه و پوښتل: «ښځې بايد د خپلو جامو له څنډو سره څه وکړي؟» ده صلی الله عليه وسلم ځواب ورکړ: «د يوې لويشتې په اندازه دې اوږدوي». دې بیا و پوښتل: «نو د دوی پښې به بربنډې شي!». ده صلی الله عليه وسلم ځواب ورکړ: «د يوه بازو په اندازه دې اوږدې کړي او اضافه نه». [ترمذي، صحیح حسن]

له پورتني حديث څخه په ډاګه معلومېږي، هغه حجاب چې پر جامې د پاسه اغوستل کېږي، يانې ملاءة(سر پټوونکی) او ملحفة(بدن پټوونکی) بايد په دومره اندازه ځان په کې وپوښل شي چې پښې هم په کې پټې شي. که څه هم پښې د جرابو يا موزو په مټ پټې شوي وي، خو دا جرابې او موزې د هغه حجاب ځای نه نیسي چې تر مځکې پورې رسېدلی وي. دا لازمه ده چې پښې په حجاب کې پټې کړو، که څه هم جرابو يا موزو مو پښې پټې کړي وي- خو بايد هرو مرو  حجاب تر پښو پورې اوږد وي او پښې پټې کړي. جلباب یا حجاب بايد په ښکاره ترمځکې پورې غځېدلي وي، ترڅو معلوم شي چې دا د ورځنی ژوند هغه لباس دی چې ښځې یې په اغوستلو مکلفي دي. حجاب بايد ښکاره او له ورایه ولیدل شي لکه څرنګه چې الله سبحانه و تعالی یې په اړه فرمايي: (يُدْنِينَ) پر ځانونو مو خپل حجاب وغوړوی [الاحزاب:۵۹]

له دې څخه ښکاري چې ښځه مکلفه ده بهر ته د تللو په وخت کې يو پراخ او له بدن سره نه موښتی لباس پر خپلو عادي جامو له پاسه واغوندي. که لباس و نه لري او غواړي بهر ته ولاړه شي، نو له خپلې خور څخه دي پور کړي يانې له بلې مسلماني ښځې څخه. که دې ته څوک په پور لباس نه ورکوي، نو دا دي تر هغه وخته پورې بهر نه ځي، ترڅو چې يې لباس یا حجاب پيدا کړی نه وي. که دا د کور په جامو کې بهر ولاړه شي پرته له پراخ او خلاص لباس څخه چې تر ځمکې پورې اوږد شوی وي، نو دا ګناهکاره ده، که څه هم ټول عورت يې پټ وي ځکه د هغه پراخ او خلاص لباس چې تر ځمکې پورې اوږد وي، اغوستل يې فرض دي. که ياد لباس  یا حجاب دا نه اغوندي نو فرض نه پرځای کوي او د الله سبحانه و تعالی پر وړاندې ګناهکاره ده. دې ته به د دولت له لورې تعذيري سزا ورکول کېږي.» پای

۲- له ياد متن څخه په ډاګه ښکاري چې اسلامي حجاب بايد هرو مرو عورت پټ کړي، پرته له تبرج(ښايست ښکاره کولو) څخه او که دا حجاب خِمار وي، نو باید د دې وېښتان او سر له غاړې او سینې سره يوځای پټ کړي. د کمیس د کالر د پټولو لپاره له غاړې او سینې څخه باید له جلباب څخه ګټه واخستل شي چې تر پښو پورې اوږدېږي او د يادونې وړ ده چې جلباب يوه ټوټه لباس دی، دوه جلا جلا ټوټې لباسونه نه دي: « پراخ او په بدن پورې نه موښتی لباس دی، چې ښځه يې بايد پر عادي جامو له پاسه واغوندي او دومره اوږد وي چې پښې يې هم په کې پټې شي، ترڅو چې پښې يې ښکاره نه شي». هر د پوهي، بصیرت او ليدلوري څښتن په دې ښه پوهېږي، چې په متن کې داسې راغلي دي:

- شارع ښځه مکلفه کړې چې پر جامو له پاسه لباس واغوندي.

- دا فرض ده چې پر جامو له پاسه ملاءة(سر پټوونکی) او ملحفة(بدن پټوونکی) واغوستل شي.

- که يوه ښځه له حجاب(ثوب) اغوستلو پرته بهر ځي، نو دا ګنهکاره ده.

- اوس څرګنده شوه چې دا بايد پر جامو له پاسه لباس (حجاب) واغوندي.

- له همدې امله، ښځه بايد يو پراخ لباس (ثوب) پر خپلو جامو له پاسه واغوندي، کله چې دا بهر وځي.

د ثوب (لباس) لفظ په مفرد ډول تکرار شوی دی او ملاءة هم په مفرد ډول د تاييد لپاره راغلې ده: ( يانې دا بايد پر خپلو جامو له پاسه ثوب یا لباس واغوندي... یانې ملاءة (سر پټونکی) او ملحفة (بدن پټوونکی) باید د دې کالي پټ کړي... که دا له ثوب پرته بهر ووځي نو دا ګناهکاره ده... يوه ښځه بايد پراخ ثوب ولري چې کله بهر وځي د جامو له پاسه یې واغوندي...) له دغه تکرار څخه ښکاري چې جلباب يوه ټوټه ټوکر دی او دغه يو ثوب (لباس) دی چې يوه ښځه يې پر جامو سربېره اغوندي ... او دغه يوه روښانه موضوع ده.

دې ایات ته په کتو سره،  (يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَابِيبِهِنّ)  پر خپلو ځانونو دي د خپلو ټکریو پلونه خواره کړي. [ الاحزاب:۵۹] داسې ښکارې چې جلباب یوه ټوټه ده او په ایات کې د « مِن» لفظ د بیان لپاره دی. یانې په خپل ځانونو دي د ټکریو پلوونه خواره او پټ کړي، چې دلته د خورولو او پټولو نسبت جلباب ته شوی، نو دا مانا چې جلباب یوه ټوټه لباس دی او ټول ځان پرې پټېږي. جلباب د قراني ایات لمخې دوې ټوټې لباس نه دی، لکه څرنګه چې موږ و ویل د خورولو او پټولو نسبت جلباب ته شوی. که چیرته جلباب دوه جلا ټوټې لباسونه وای، نو بیا به دواړه لباسونه د بدن د پټولو لپاره تر پښو پورې اوږدېدلای او یوه ټوټه لباس به د بلې ټوټې لباس د پاسه پر ځان اچول کېدای. بیا به جلباب یوه باندنی ټوټه لباس وای، چې له غاړې څخه تر پښو به پر ځان خورېدای... له دې امله، دلته اساسي ټکی لغوي صیغه یا د ژبپوهنې بڼه ده او پر دې تاکید کوي چې جلباب یوه ټوټه لباس دی، ځکه د خورولو نسبت جلباب ته شوی لکه وړاندې چې مو څرګنده کړه. له طبعي پلوه دا د هغه څه زیاتوالی دی چې وړاندې یې موږ یادونه وکړه، د ثوب د لفظ تکرار... او هغه څه چې وړاندې مو څرګنده کړه دا و چې جلباب یو پراخ او په بدن پورې نه موښتی لباس دی چې یوه ښځه یې د خپلو عادي جامو له پاسه اغوندي او تر پښو پورې ځان پرې پټېږي.

- اسلام په دې ډول اسلامي لباس باندې ټینګار کوي او ښځې ته پرته له دې ډول جلباب څخه بهر ته د وتلو اجازه نه ورکوي او بهر ته د وتلو لپاره یې باید له خپلې بلې مسلمانې خور څخه په پور واخلي. د عورت د پټولو لپاره یوازې د کور عادي کالي بسنه نه کوي، باید جلباب یا له زینت او ښايست پرته خِمار وي.

دا د حزب له لورې تبني شوې نظریه ده، غړي یې په پلي کولو مکلف دي او پر ځای یې حتمي باید له بلې نظریې څخه ډډه وکړي... خو ښایي لوستونکي د انټرنیټ پر پاڼه بېلابېلې نظریې لوستې وي او فکر یې کړی وي چې د حزب ټول غړي له دې ډول بېلابېلو نظریو څخه پلوي کوي او غړي یې په دې باور دي چې جلباب له دوو برخو څخه جوړ شوی( له کمیس او پرتوګ څخه یا له پتلون او کمیس څخه او یا له کمیس او هغه چپنې او  بالاپوښ څخه چې تر زنګونو پورې رسېږي) او فکر یې کړی وي چې د حزب غړي په جلباب کې بېلابېل نظرونه لري. موږ له لوستونکي څخه بښنه غواړو، ښايي ده یا دې د هغو کسانو نظرونه لوستې وي چې حزب یې پرې ایښي وي یا د حزب له لورې جزا ورکړه شوې وي یا د حزب سره کړې ژمنه یې ماته کړې وي  یا هغه کس وي چې نور یې په فتنه او تشویش کې اچولې وي، نو لوستونکي په دې اند وي چې نوموړي کسان د حزب په لیکو کې حزب ته ژمن غړي دي. موږ په ځانګړې توګه د دغو کسانو موقف او حالت نه څرګندو، پرته له ځانګړو شرطونو څخه... له دې امله، لوستونکی به د انټرنیټ پر پاڼه له تشویش سره مخ کېږي او فکر به کوي چې د حزب د غړو تر منځ اختلاف دی چې ایا جلباب یوه ټوټه لباس دی او که دوې ټوټې لباس دی... 

موږ پر لوستونکي ټینګار کوو چې د حزب ژمن غړي هیڅکله هم د حزب په نظریو کې اختلاف نه لري. جلباب یوه ټوټه لباس دی: پراخ لباس دی، ښځې یې د جامو له پاسه اغوندي او اوږدوالی یې تر پښو پورې رسېږي، ترڅو پښې یې ښکاره نه شي... هغه څوک چې له دې پرته بل نظر لري، ښايي حزب یې پرې ایښی وي، جزا ورکړه شوې وي، له حزب سره یې کړی تړون مات کړی وي یا فتنه او تشویش اچوونکي کسان وي! دوی د الله سبحانه و تعالی د رضا په موخه د حزب د واقعت او د غړو د ژمنتیا په اړه څه نه وایې.

په هغه وینا خپلې خبرې پای ته رسوم چې پرې پیل مې کړی و: له حزب سره تړون کونکي او په حزبي لیکو کې حزب ته ژمن غړي حتمي باید د حزب نظر په بشپړ ډول پلی کړي او په دې کې هیڅ ډول بدلون نه شي راتلی. د دوی تر منځ د حجاب پر سر کومه شخړه نه شته او حجاب یوه ټوټه لباس بولي: چې یو پراخ لباس دی، د عادي جامو له پاسه اغوستل کېږي او اوږدوالی یې حتمي باید تر پښو پورې ورسېږي، ترڅو پښې هم په کې پټې شي. دا هم رښتیا ده چې حزب په مسلمانو ښځو کې د حجاب په خپراوي که له ستر نفوذ څخه برخمن دی او دا هر څه د الله د فضل او شفقت له امله دي. د ټولنیز نظام کتاب «ښځو ته کتنې) په برخه کې حزب د مسلمانو ښځو د اسلامي حجاب په اړه بشپړ جزیات وړاندې کړي دي. د اسلامي حجاب شرط دا دی، دا به جلباب یا خِمار وي چې پرته له ښایست ښکاره کولو څخه د عورت پټوالی پرې وشي. د بېلګې په توګه، ښځې ته راو نه ده چې په داسې لباس کې بهر ته ولاړه شي چې یوازې عورت یې پټ کړی وي، بلکې داسې ځانګړی لباس به وي چې شریعت یې په اړه جزیات وړاندې کړي دي.

هیله من یم چې د ځواب لپاره همدومره بسنه کوي او دا ښيي چې حزب د جلباب په اړه یو نظر لري، کوم چې پورته مو بیان کړ.

برادر شما عطاء ابن خلیل ابورشته

۱۴۴۰هـق، د محرم الحرام ۹ مه

۲۰۱۸م، د سپتمبر ۱۹ مه

Last modified onسه شنبه, 27 نومبر 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې