جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اې د ادم اولاده! ځان دې زما عبادت ته وزګار کړه، چې بې نیازه دې کړم
بسم الله الرحمن الرحيم
اې د ادم اولاده! ځان دې زما عبادت ته وزګار کړه، چې بې نیازه دې کړم

ګرانو ملګرو هر چېرته چې یاست (له حدیث شریف سره اوسئ) خپرونې نوې حلقې ته ښه راغلاست!

خپرونه د اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته په وړاندې کولو سره پیلوم:

له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل، الله سبحانه وتعالی فرمایلي:

«يَا ابْنَ آدَمَ تَفَرَّغْ لِعِبَادَتِى أَمْلأْ صَدْرَكَ غِنًى وَأَسُدَّ فَقْرَكَ، وَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ مَلأْتُ صَدْرَكَ شُغْلاً وَلَمْ أَسُدَّ فَقْرَكَ»

(رواه الترمذی او ابن ماجه)

ژباړه: اې د ادم اولاده! ځان دې زما عبادت ته وزګار کړه، چې زړه دې له غنا او قوته ډک کړم او د فقر لاره دې وتړم او که داسې دې ونه کړل، سینه دې له بوختیاوو ډکوم، فقر او تنګلاسي دې نه  لرې کوم.

د ترمذي په شرحه(تحفة الآحوذي) کې یې دغه حدیث داسې توضیح کړی:

«اې د ادم اولادې! ځان دې له خپلو مهمو کارونو څخه زما عبادت ته وزګار کړه، چې زړه دې له غنا او بې نیازۍ څخه ډک کړم او ستونزې دې داسې لرې کړم، چې له نور مخلوقاتو څخه مې بې نیازه شې او که دا کار دې ونه کړ، فقر دې زیاتېږي.»

محترمو اورېدونکو!

د حیرانتیا ځای دی هغو کسانو ته، چې ځان د الله سبحانه وتعالی عبادت ته نه وزګاروي یا د رزق د لاسته راوړلو  له امله د هغه څه لپاره هڅه نه کوي، چې تر دنیا ستر دی!

تاسو پوهېږئ چې دلته د عبادت معنا یوازې د اسلام پنځه ګوني ارکان نه دي، پر دغه مطلب د سم پوهېدو لپاره یوازې دغه مبارک ایت بسنه کوي، چې فرمایلي یې دي:

﴿قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ﴾ [الأنعام: ۱۶۲]

ژباړه: ووایه: لمونځ، قرباني، ژوند او مرګ مې د عالمیانو د پروردګار الله لپاره دي.

هغه کسان چې د رزق د لاسته راوړلو بوختیا د الله سبحانه و تعالی پر عبادت غوره ګڼي، ګومان کوي چې د اقتصاد په چارو کې یې له الله سبحانه وتعالی څخه مخکې شوی. سبحان الله.

 آیا نه پوهېږي چې فقر او غنا د الله سبحانه وتعالی له لوري څخه تقدیر او ټاکل شوې ده! که پوهېږي، نو د هغه شي پر بوختیا څنګه راضي کېږي، چې د کفالت وعده یې الله سبحانه وتعالی کړې ده او هغه  څه ترک کوي چې الله سبحانه وتعالی له موږ څخه پر هغه بوختیا غوښتې ده، چې هغه د الله تعالی عبادت ته ځان وزګارول دي او ددغه مطلب په سر کې د الله سبحانه وتعالی د دین (د خلافت دولت تاسیس) لپاره ځان وزګارول دي، ترڅو د اسلام دین پر ټولو ادیانو ښکاره او روښانه کړي.

 والسلام علی من اتبع الهدی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې