جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
خپل ځان او نورو ته زیان رسول ناروا دي
بسم الله الرحمن الرحيم
خپل ځان او نورو ته زیان رسول ناروا دي

(ژباړه)

له حضرت ابو خدري رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لَا ضَرَرَ وَلَا ضِرَارَ»

(حسن حدیث رواه ابن ماجه، دارقطنی وغیرهما)

ژباړه: خپل ځان او نورو ته زیان رسول ناروا دي.

 

د حدیث شرحه:

دا قاعده (په اسلام کې خپل ځان او نورو ته زیان رسول جواز نه لري) د اسلامي احکامو په کاملو اخلاقو کې بنسټیزه او لویه قاعده ګڼل کیږي. په دې قاعده عمل د انسان د خوشبختۍ لامل ګرځي. یا په بل عبارت، داسې قانون دی چې باید د طلا په اوبو ولیکل شي. خو اوس بیخي ورک دی، حتا ډېری مسلمانانو چې کله د پانګوالۍ نظام له اسلام سره مبارزه شوه او زموږ ټولنې یې له منځه یووړې، دغه قانون ته هېڅ پام ونه کړ. وروسته داسې حالت راغی چې یو کس د بل ورور په هېڅ ډول ښکنځلو او زیان رسولو صرفه ونه کړه. کله یې ښکنځي او رټي، کله یې وهي ان وژني یې. مثلاً، تاسو انټرتټ، فېسبوک او نور ارتباطي وسایل وګورئ چې په څومره کچه ښکنځل او بدې خبرې پکې دي، څومره ناوړه کلیمې پکې کارول کېږي، چې حتا د انسان نفس ترې شرمیږي او ګوتې هم نه غواړي داسې څه ولیکي.

اې مسلمانانو! څوک چې له اسلام سره جنګیږي په حقیقت کې له دغه قاعدې او فکر سره په جګړه کې دي. غواړي خلک په ستونزو کې وي، د پانګوالۍ نظام په خپل حال پاتې شي او دی په عیش او عشرت کې ژوند وکړي. دغه راز غواړي تیاره پر رڼا بریالۍ او باطل پر حق برلاسې شي. غواړي د مسلمانانو حکومتونه زیان رسوونکي (ناعادل او ظالم) پاتې شي او د خلافت –چې د عدل او انصاف نظام دی- له راګرځېدو مخنیوی وکړي.

ژباړن: حبیب الله

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې