جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ایا پوهېږئ بخیل څوک دی؟
بسم الله الرحمن الرحيم
ایا پوهېږئ بخیل څوک دی؟

(ژباړه)

له حضرت علی بن ابي طالب رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: البَخِيلُ الَّذِي مَنْ ذُكِرْتُ عِنْدَهُ فَلَمْ يُصَلِّ عَلَيَّ»

(رواه ترمذی)

ژباړه: چاته چې زما نوم واخیستل شي او هغه پر ما درود ونه وایي، بخیل دی.

د حدیث مفهوم:

الله سبحانه وتعالی دې دغه امت ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په بعثت سره عزت ورکړي، هغه پیغمبر چې پر امت مهربانه او تر ټولو غوره خیر غوښتونکی یې و. نوموړي خپل امت ته مستقیمه لاره وښوده، چې پکې هېڅ کوږوالی او زیان نشته. که اوس رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو په منځ کې نشته، خو د قدر وړ او غوره سیرت یې شته دی او د امت درود رسول لله صلی الله علیه وسلم ته رسېږي.

اې مسلمانانو! په رښتیا چې د امت علماوو نن ورځ پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود ویلو د ارزښت په اړه خبرې کړې دي. همدارنګه یې د درود پر ګټو، اغېزو، څرنګوالي، فضیلت، پایلو او اړوند کیسو او معجزو بحث کړی دی؛ چې دا پخپله یو ښه کار دی. خو د امت علماوو هغه څه هیر کړي او یا یې هېروي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترسره کړي او خلک یې عملي کېدو ته رابللي. هغوی پر سنتو ټینګار کوي، خو فرض پرېږدي او خلکو ته یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو یوه برخه بیانوي. باید په دې اړه له الله سبحانه وتعالی څخه وډار شي او په څرګنده توګه یې داسې بیان کړي: څوک چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نوم اخیستلو په وخت کې درود نه وایي، بخیل دی، خو بیا څوک یې چې په سنتو عمل نه کوي، څرنګه دی؟ اوس هغه کسان چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر پله پل نه ږدي او څوک چې د نوموړي د امر مخالفت کوي، څرنګه دی؟

علماوو امت د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنتو او طریقې ته نه دی دعوت کړی، ترڅو امت له کفر او هغه فساد څخه وژغوري چې اوس ورسره مخ دی. همدارنکه د خلافت او د امت عزت ته په ژوند کې بیاځلي دعوت وکړي او په خلکو کې د قران احکام پلي کړي.

یا الله سبحانه وتعالی! موږ ته د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت په راتګ سره عزت راکړې، چې په هغه کې د مسلمانانو وحدت او یووالی نغښتی دی او امت له غمیزو او ناخوالو ساتي. یا الله سبحانه وتعالی! ځمکه د خپل کرامت په نور سره روښانه کړې. اللهم امین امین!

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې