سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د فلسطین سپېڅلې خاوره: د معاملو، کنفرانسونو پر ضد او د قدس د مرستې او ازادۍ لپاره د حزب التحریر لاریون
بسم الله الرحمن الرحيم
د فلسطین سپېڅلې خاوره: د معاملو، کنفرانسونو پر ضد او د قدس د مرستې او ازادۍ لپاره د حزب التحریر لاریون

حزب التحریر ولایه فلسطین د ۲۰۱۸م د مې په ۱۲مه د رام الله په ښار کې د زرګونو کسانو په ګډون سره د «قدس» تر سرلیک لاندې، امت او د امت پوځونه له دسیسه جوړوونکو معامله ګرو څخه د هغه د ژغورلو او د ازادۍ لپاره راوِغښتل. ګډونوالو رایه او لواء (تور او سپین بیرغونه) د لا إله إلا الله محمد رسول الله په لیکنې او هغو شعارونو سره لېږدول چې د قرن معامله، د یوه دولت او دوو دولتونو حل لاره یې ردوله او د قدس د تاریخي او قهرماني رول د را ګرځولو لپاره یې د امت پوځونه اقدام ته رابلل، چې په دې کار سره د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه، صلاح الدین ایوبي او سیف الدین قطز رحمه الله ځای ناستي کېږي. په دغه لاریون کې یې لاندې شعارونه ورکول: "نه معاملې او نه خیانتونه؛ بلکې د پوځونو او ټانکونو حرکت"، "اې امریکا! بیت المقدس پرېږده، ځکه بیت المقدس زموږ دی" او "د مسلمانانو پوځونه؛ د فلسطین ازادوونکي".

د حزب التحریر ولایه فلسطین د مطبوعاتي دفتر غړي انجینر باهر صالح د خلکو په دغه پراخ لاریون کې ویناوې وکړې او د امت په تاریخ کې یې د فلسطین په موقف ټینګار وکړ او د امت د خلفاوو او مشرانو هغه هڅې یې بیان کړې چې د فلسطین د فتحې، ازادۍ او دفاع په لاره کې یې کړې وې او ټینګار یې وکړ چې: «فلسطین نه استعماري طرحه ده، نه د سیاسي تجربو میدان او نه د هغو کسانو لپاره لاره او زینه ده چې فلسطین د حکامو لپاره لوبه ګرځوي؛ بلکې فلسطین اسلامي عزتمنه خاوره ده، چې د امت په ثقافت او زړه کې لوړ عقیدوي او سیاسي ځای لري.» او همدا راز یې وویل چې: «غرب د فلسطین په ارزښت پوهېږي. په همدې اساس تل یې د لاسته راوړلو په هڅه کې دی او دا ټولې هڅې د یوه دولت حل لاره، د دوو دولتونو حل لاره، د قرن معامله او د عربو سوله او د فلسطین د قضیې د حل لپاره د ملګرو ملتونو تصمیمونه ټول د غرب په ګټه دي. حکام او رسنۍ یې د یوازینۍ حل لارې او د فلسطین د  قضیې لپاره د اساسي حل لارې چې هغه په پوره توګه د فلسطین ازادول دي- له یادولو څخه ډډه کوي.»

په پای کې انجنیر صالح د فلسطین اوسېدونکي د مجرمو توطیه ګرانو پر وړاندې پاڅون ته راوبلل ، د هغوی چې هڅه کوي د فلسطین قضیه له باطلو او غلطو سرچینو او استعماري اوصولو سره سمه د غرب په ګټه حل کړي او ترې ویې غوښتل، چې د فلسطین ازادۍ ته د امت د پوځ او سرتېرو د را بللو لپاره خپل اواز اوچت کړي. همداراز ویې ویل چې دغه کار د یهودي دولت او هغو حکامو د وېرولو لپاره چې ملګري یې دي. یوازینۍ حل لاره ده او د فلسطین لپاره یوازینۍحقیقي، شرعي او عملی حل لاره ده.

لیکوال: حمزه پارسا

 ژباړن: منصور دریځ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې