پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د خلافت د سقوط د کلیزې د یادښت په مناسبت د نړیوالو فعالیتونو پوښښ
بسم الله الرحمن الرحيم
د خلافت د سقوط د کلیزې د یادښت په مناسبت د نړیوالو فعالیتونو پوښښ

الله سبحانه وتعالی ‌فرمایي: ‏

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾ ‏[نور: ۵۵]

ژباړه: الله هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی او نېک کارونه کوي، وعده ورکوي چې هغوی ته به د ځمکې خلافت ورکوي، لکه څنګه یې چې له دوی څخه مخکینیو ته ورکړی و. همدارنګه هغه دین چې دوی ته یې خوښ کړی، هرو مرو به يې په ځمکه کې حاکموي او رېښې به یې کلکوي او وېره به یې په امنیت او ارامتیا بدلوي، لکه څنګه چې یوازې د الله عبادت کوي او څه شی نه ورسره شریکوي. څوک چې (له دې وعدې) وروسته کافران کېږي، هغوی فاسقان دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«تكون النبوة فيكم ما شاء الله أن تكون، ثم يرفعها الله إذا شاء أن يرفعها، ثم تكون خلافة على منهاج النبوة فتكون ما شاء الله أن تكون، ثم يرفعها الله إذا شاء أن يرفعها، ثم تكون ملكًا عاضًا فيكون ما شاء الله أن يكون، ثم يرفعها إذا شاء الله أن يرفعها، ثم تكون ملكًا جبرية فتكون ما شاء الله أن تكون، ثم يرفعها الله إذا شاء أن يرفعها، ثم تكون خلافة على منهاج النبوة ثم سكت.» (رواه احمد)

ژباړه: تر کله چې د الله خوښه وه، په تاسو کې به پيغمبري پاتې شي او کله چې الله سبحانه وتعالی وغواړي، هغه درڅخه اخلي. تر هغې وروسته به نبوت پر تګلاره خلافت وي او تر کومه وخته چې د الله سبحانه وتعالی خوښه وي، ادامه پيدا کوي، بیا چې کله الله وغواړي هغه اخلي. بیا میراثي حکومتونه راځي او تر کله چې د الله خوښه دوام به کوي او کله چې الله وغواړي له منځه یې وړي. بیا به جبریه او ظالم حکومتونه راشي، تر کله چې د الله خوښه وي، دوام به وکړي، بیا چې کله الله وغواړي، لرې کوي یې او یو ځل بیا د نبوت پر تګلاره خلافت راځي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم چوپ شو.

کله چې انسان پورتنی آيت تلاوت او په حدیث کې تدبر وکړي، بیا امت او خلافت ته یو نظر وکړي، عاملین او مخلصین یې د تاسیس په اړه یوازې الله سبحانه وتعالی ته هیله لري او د هغه سبحانه وتعالی په مرسته تل د خپلې ورکې لپاره هڅې کوي. نو حزب التحریر؛ هغه ډله چې هېڅکله خپل اهل ته دروغ نه وايي، پر ځوانانو یې د ظالمانو پر ظلم لکه تعذیب او شکنجې او خورا سخت عذاب حتی شهادت سربېره بیا هم دغه حزب د چا له وېرې پرته په خپل مسیر مخ ته ځي. پر دې سربېره دغه ټول واقعیتونه د نصرت د راتګ زېری ورکوي او د هغه سبحانه وتعالی نصرت د راڅرګندېدو په حال کې دی. د راشده خلافت قدمونه له اوږده غیابت څخه وروسته د ښکارېدو په حال کې دي او د مسلمانانو د عزت دروازې د هغه سبحانه وتعالی په مرسته د پرانیستو په حال کې دي.

نو پر دغه مناسبت حزب التحریر د روان ۱۴۳۹هـ.ق په رجب میاشت کې د ظالمانو او خاینانو په وسیله ۱۳۴۲هـ.ق کې د رجب په ۲۸مه د خلافت د سقوط د درناکې کلیزې په مناسبت، په ټولو خاورو کې چې حزب فعالیت پکې لري، خپل فعالیتونه پيل کړي او په دې برخه کې د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د دې پاڼې له ادرسه د پراخو فعالیتونو پوښښ پيلوي. له الله سبحانه وتعالی  غواړو چې زموږ راتلونکي فعالیتونه ان‌شاء الله د نصرت او خیر زېری ورکړي، چې مسلمانان له هغه وروسته وکولی شي تر څو خپل خلیفه وټاکي، الهي احکام پلي او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد او مبارزه وکړي. بېشکه چې دا کار الله سبحانه وتعالی ته سخت نه دی. 

﴿ وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ﴾ [یوسف:۲۱]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی پر خپل كار برلاسی او مسلط دی؛ خو زیاتره خلک نه پوهېږي.

دحزب التحریر مرکزی مطبوعاتی دفتر

ژباړن: خالد ایثار

Last modified onجمعه, 13 اپریل 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې