شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په ډيموکراسۍ کې زده کړه يو امتياز دی، نه حق
بسم الله الرحمن الرحيم
په ډيموکراسۍ کې زده کړه يو امتياز دی، نه حق

د ۲۰۱۸م د مارچ پر ۵ مه د سند ايالت سترې محکمې په دغه ايالت کې په خصوصي ښوونځيو کې د وروستيو اضافه فيسونو اخيستلو مخه نیولې. په ياد ايالات کې محکمې د حکومت د هغې خبرتيا پر وړاندې چې له پنځه  تر لس سلنې به په فيسونو کې جګوالی رامنځته کوي، حکم صادر کړ. د  ۲۰۱۷م د ډيسمبر په میاشت کې په ياد ايالت کې په بېلا بېلو ښوونځيو پورې د اړوندو زده کوونکو ميندو او پلرونو د سند ايالتي محکمې ته غوښتنلیکونه وړاندې کړل، چې پکې د حکومت د هغه حکم د بېرته اخيستلو غوښتنه شوې وه، چې د فيسونو د ډېرولو په تړاو يې کړي وو. دوی وويل، چې په يوه ښوونيز کال کې بايد د ښوونځيو مرکزي اداره له لايحو او مقراراتو سره سم د ښوونځي فيس له ۵ سلنې څخه ډېر جګ نه کړي. همدا راز زياته یې کړه، چې ځينو ښوونځيو خپل فيسونه له ۱۰ سلنې څخه هم زيات کړي. قضايي هيئت د حکومت له لوري په فيسونو کې جګوالی ناقانونه وباله او يادونه يې وکړه چې حکومت بايد يوه داسې پاليسي جوړه کړې، چې پر بنسټ يې د ښوونځيو د فيسونو د جګوالي لپاره يوه قانوني اډانه رامنځته کړي.

د زده کوونکو د ميندو او پلرونو شکایتونه تېر کال ان تر سنا مجلس پورې ورسېدل او په تړاو يې يو متقاعد سناتور، ډګروال سيد طاهر حسين مشهدي داسې وويل: « حقيقت دا دی چې خصوصي ښوونيز بنسټونه د زورواکو په ولکه کې دي، نو ځکه يې هېڅوک پر وړاندې غبرګون نه شي څرګندولی. له یوه اړخه که په ايالتي مرکز کې اوسمهال زده کړه په سوداګرۍ بدله شوې او له بله پلوه بیا وزارت په دې تړاو هيڅ ګام نه اخلي». دغه راز هغه زياته کړه: « له بده مرغه حکومت خلکو ته د معیاري زده کړو په برابرولو کې پاتې راغلی. د ښوونکو او امکاناتو د کموالي له امله خلک خپل ماشومان حکومتي ښوونځيو ته نه لېږي. که وزارت د حکومتي ښوونځيو په درسي کيفيت کې سمون او ښه والی راولي، نو خلک به په حکومتي ښوونځيو کې د خپلو ماشومانو شاملولو ته زړه ښه کړي».

له زده کړې څخه د ټولنې موخه د وړتياوو لوړول او د راتلونکي نسل لپاره د شخصيتونو روزل دي. خو پر دې سربېره بیا هم زده کړه خصوصي شوې او د سوداګرو په واک کې ورکړل شوې ده. دا د ډيموکراسۍ اصلي څېره ده او د جاهلانو نظام دی چې پکې د خلکو د زده کړې حق له پامه غورځول کېږي.

اسلامي دولت اړ دی چې د هر کس لپاره لومړنۍ او ثانوي زده کړې برابري کړې. د افرادو زده کړه هغه څه ده، چې دوی په عادي ژوند کې ورته اړتيا لري، زده کړه د دولت له مهمو ګټو څخه شمېرل کېږي، چې خلک د نيکۍ لور ته بلي او له بدۍ څخه یې منع کوي. له همدې امله خلافت بايد خپلو ټولو وګړو ته له فيس پرته د اړتیا وړ لومړني او ثانوي ښوونځي چمتو کړي.

 پېغمبر صلی الله عليه و سلم د نیول شوو مشرکانو د خوشي کولو فديه داسې وضع کړې وه، چې دوی به د مسلمانانو لسو ماشومانو ته ليک لوست ور زده کوي. دا د جګړې غنیمت و، چې خلافت د مسلمانانو د ښېګڼې لپاره ترې ګټه اخستله. له دغې کړنې څخه په ډاګه معلومېږي، چې د زده کړې په بدل کې کوم څه نه ورکول کېږي. نو پر همدې بنسټ حزب التحرير د خلافت دستور په ۱۷۸مه ماده کې وايې: « دولت اړ دی چې د هر نارینه او ښځینه لپاره لومړنۍ او ثانوي زده کړې برابرې کړې، چې دهغوی د عادي ژوند لپاره اړينې دي. يادې زده کړې بايد له فيس پرته هر کس ته برابري شي او دولت بايد د امکان تر بريده د هر کس لپاره له فيس پرته د لوړو زده کړو زمينه هم برابره کړي».

حزب التحریر-ولایه پاکستان

سرچینه: Khilafah.com

ژباړن: صدیق احمدزی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې