پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     20 شعبان 1439

میلادی نېټه :     یکشنبه, 06 می 2018 م

شمېره:      ۰۶/۳۹

عراق ولایه
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د عراق په پارلماني ټاکنو کې ګډون، د فساد د دوام او کافرو اشغاګرو او ملګرو ته یې د هېواد او خلکو د تسلیمولو د اعلان معنا لري

 (ژباړه)

دا لومړی ځل نه دی چې موږ ټولو مسلمانانو، په ځانګړي ډول عراقیانو ته د ټاکنو په باب د شریعت حکم بیانوو؛ د الله سبحانه و تعالی د دغې وینا مطابق یې بیا تکراروو:

﴿وَذَكِّرْ فَإِنَّ الذِّكْرَى تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِينَ

[ذاریات: ۵۵]

ژباړه: په یاد کړه؛ په یقین سره یادول مومنانو ته ګټه لري.

همدارنګه د رسول الله صلي الله علیه وسلم د لاندې حدیث له مخې:

الدِّيْنُ النَّصِيْحَةٌ 

ژباړه: دین نصحیت دی

ټاکنې، یو انتخاب دی او په حقیقت کې استازیتوب دی او د پارلمان غړي د هغه چا استازي دي چې رایه یې ورکړې ده.

که د پارلمان کار ته وګورو، وینو چې کار یې د قانون جوړول دي؛ نو د پارلمان غړي اساسي قانون او نور قوانین جوړوي او تصویبوي یې، د دولت مشر ټاکي، دولت پر ځان باوري کوي، کار یې څاري، هوکړه ‌لیکونه تصویبوي او نور.... دا ټول کارونه د اساسي قانو پر بنسټ وي. ښکاره خبره ده چې د اسلامي هېوادونو اساسي قوانین د بشر په لاس جوړ شوي دي او د الله له شریعت سره، چې پر رسول الله صلي الله علیه وسلم نازل شوی دی، ربط نه لري؛ بلکې پر ډیموکراسۍ او سیکولرېزم ولاړ دي، چې دین او ژوند بېل بولي او وایي چې په عامه چارو؛ لکه سیاست، اقتصاد، ټولنې، تعلیم، عدلي او قضایي او نورو برخو کې د الله حکم نشته.

پر دې اساس، په ټاکنو کې ګډون کوونکی به د دغو چارو ترسره کولو لپاره په خپل استازیتوب اشخاص ټاکي او که موږ دغو کارو ته ځیر شو وبه وینو چې حرام دي ځکه چې اساس یې غلط دی، یعنی چې خلکو ته د دې قدرت ورکول دي چې د الله سبحانه وتعالی پر ځای قوانین وضع کړي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ

[مائده: ۴۴]

ژباړه: هغه کسان چې د الله په نازل شوي شریعت باندې پرېکړې نه کوي، کافران دي.

الله سبحانه و تعالی په یوه بل ایت کې داسې فرمایي:

﴿فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّى يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنْفُسِهِمْ حَرَجاً مِمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيماً

[نساء: ۶۵]

ژباړه: قسم په الله، تر هغه مومنان نه دي، تر څو یې ته [محمد صلی الله علیه وسلم] د خپلو شخړو او لانجو د حل لپاره حکم [پرېکړه کوونکی] نه یې منلی او بیا په دې پرېکړه په زړه کې هېڅ تنګي احساس نه کړي او په سمه توګه نه وي تسلیم شوي.

له دې کبله، په ټاکنو کې ګډون په بشپړه توګه منع شوی دی، که هغه د یوه کاندید ټاکل وي او یا هم د ټاکنو په پاڼو کې د دوی ردول.

اې د عراق خلکو!

تاسو د دغو بدرنګو مخونو تر شا واقعیت نشی لیدلای، چې یوازې د خپل ځان او خپلې ډلې د ګټو لپاره کار کوي، چې له دوی څخه غواړي چې د هېواد پر سرچینو د کافرو اشغالګرو او دهغوی د غلامانو قدرت زیات کړي او خلکو ته سپکاوی وکړي!؟ تاسو د رسول الله صلي الله علیه وسلم دغه حدیث نه دی اورېدلی؟ :

«لاَ يُلْدَغُ المُؤْمِنُ مِنْ جُحْرٍ وَاحِدٍ مَرَّتَيْنِ»

ژباړه: مومن باید له یوې سوړې دوه ځلې ونه چیچل شي

دوی تاسو ته څو ځلې په خپلو دروغجنو ژمنو بازې درکړې، څومره شتمني یې غلا کړې، د دوی په لاس او د دوی له لاسه څومره وینې تویې شوې دي!؟ نو اوس ستاسو دنده د دوی ټاکل دي او که له دوی څخه  د دوی د کارونو حساب اخیستل؟                                                                             

اې مسلمانانو!

موږ هغه خلک یو چې الله سبحانه و تعالی په اسلام سره عزت راکړی، که خپله سرلوړي له اسلام پرته په بل څه کې وګورو، الله به مو ذلیل کړي. دا چې موږ اسلامي اصول او عقیده حمل کوو؛ نو لازمه ده چې له دغو اصولو او عقیدې پرته بل څه ونه منو. دغه اصول اسلامي شریعت دی چې د پلي کولو یوازینۍ شرعي لار یې د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیسول دي، چې له خلیفه سره د وفادارۍ تعهد وکړو او هغه به اسلامي قوانین پلي کوي. که داسې نه وي؛ پر اسلامي امت به ظلم روان وي، همداسې د کفارو غلامان به وي او د خاینو حکامو زیاتی به هم زغمي.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا للهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ * وَاتَّقُوا فِتْنَةً لَا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْكُمْ خَاصَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ

[انفال: ۲۴-۲۵]

اې مومنانو! د الله او د هغه د رسول هغه بلنه چې تاسو ژوند ته رابولي ومنئ او پوه شئ چئ الله د انسان او د هغه د زړه ترمنځ حایل کېږي او الله ته به راټولېږئ او له هغې فتنې وویرېږئ چې یوازې ظالمان نه رانیسي او پوه شئ چې الله سخت عذاب ورکوونکی دی


د حزب التحریر- ولایه عراق مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې