جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     23 جمادی الاول 1440

میلادی نېټه :     سه شنبه, 29 جنوری 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۰۱

عراق ولایه
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
اې د عراق خلکو! د ښکېلاګرو کفارو په خوږو خبرو ونه غولېږئ

(ژباړه)

یوه ویډیو چې د څو ورځو په اوږدو کې په ټلویزیوني شبکو او ټولنیزو سایتونو کې په په وار وار خپرېده، چې د انبار ولایت په فلوجه ښار او نورو ښارونو لکه، صلاح الدین، نینوا او اربیل ولایتونو کې د امریکایي ځواکونو شتون ښوده. په بغداد کې د امریکا سفارت په عراق کې یوازې د ۵۲۰۰ امریکایي ځواکونو شتون تایید کړ. دغه شمېر  له هغه رد شوي مطلب سره په ټکر کې دی چې د ځینو رسمي چارواکو له لوري د یوې «اوازې» په توګه ګڼل کېده. د بغداد د نظامي عملیاتو لپاره د امریکایي ځواکونو ویاند داسې څرګنده کړه: «د بغداد د نظامي عملیاتو قومندان سترجنرال جلیل الربیعي دغه ټولې ناسمې ویډیويي اوازې په ځانګړي ډول د عراق په ښارونو کې د تازه دمو امریکایي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په اړه ردوي.» همدارنګه نوموړي زیاته کړه: «دغه خبرونه حقیقت نه لري. هغه کسان چې دا ډول تبلیغات کوي، لازمه ده حقیقي بڼه او رسمي ثبوت ولري او بې ځایه اوازې ونه کړي.» خو له بل لوري، د انبار ولایت د ولایتي شورا غړي عید عماش الکربولي د یکشنبې پر ورځ ومنله، چې په عراق کې د امریکایي ځواکونو شتون د امنیتي هوکړې پر بنسټ دی، چې د عراقي سرتیرو د روزنې او لوژستیکي خدمتونو لپاره ځای پر ځای شوي دي.

ځینو نورو راپورنو هم دا وښوده چې په عراق کې د امریکایي ځواکونو او د دوی د فعالیتونو د ډېرېدو دلیل د ایران له نفوذ سره د مبارزې، د ۶۷ مشهورو ملېشو او ترې د وسلو اخیستل او د ایران د نظامي رهبرانو نیول دي؛ چې د دا ډول تصمیمونو پر وړاندې یې د دغو ملېشو د رهبرانو غوسه او وېره ډېره کړې ده. سني مذهبو ځواکونو بیا د دغه هوډ هرکلی وکړ او دغه خوځښت یې د ایران د ملیشو، عسکرو او د ایران د عامه پیسو له شر څخه د هېواد د ازادېدو یوه لاره وبلله. دغه امر د دې لامل شو چې د عراق پخوانی لومړی وزیر حیدر عبادي له نن روسیې ټلویزیوني شبکې سره په یوه خپرونه کې په عراق کې د امریکایي ځواکونو د شتون پر وړاندې له مختلفو اړخونو سره د ګواښونو په مسله کې خوښي څرګنده کړي. نوموړي وویل: «هغوی په ښکاره غندنه او په پټه روغه جوړه کوي.»

له همدې امله موږ باید د امریکایي ځواکونو د دغه شتون په اړه لاندې ټکي بیان کړو:

۱. د امریکایي ځواکونو شتون او د هغوی ویجاړۍ نه یوازې په عراق، بلکې په ټوله سیمه کې د مسلمانانو په نفوذي سیمو کې پیل شوي، دغه جګړې ځکه دي چې د امت ظرفیتونه تر کنټرول لاندې راولي، د هغوی پراخې نفتي سرچینې خپلې کړي او د امریکا له ګټو دفاع وکړي. کله چې د نړیوال مشروعیت ساتنې او له قوي څخه د کمزوري د ساتنې خبره کېږي، پوه شئ چې درواغ وایي. امریکا د ټولو لودیځو (غربي) دولتونو په څېر د ماکیاولي تګلاره خپله کړې او په ډېره ساده ګۍ خپل ځان مهربانه، اخلاقي او غوره ښيي، خو په رښتیا یوازې د خپلو ګټو په اړه اندېښنه کوي او دې ته چمتو ده چې انسانیت تر پښو لاندې کړي، عام وژنه  وکړي او د ظلم توره له چړتون څخه وباسي.

۲. امریکا په عراق کې له شتون وروسته په سیمه کې خپلې ستراتیژۍ ته د لاسرسي لپاره ځانګړې هڅې وکړې. تر ټولو مهمه یې د سایسکس پیکوټ ((Sykes-Picot پروژې بیاځلي جوړښت و، چې هغه نقشه یې لغوه او خپل سرحدونه یې بیا پکې رسم کړل. د دې تر څنګ په مختلفو اړخونو کې له کمزورو دولتونو څخه تر لا کمزورو دولتونو پورې پړاو سره د جګړې په حال کې وه؛ ترڅو دولتونه پخپله یو بل کمزوري کړي او امریکا وتوانېږي چې خپلې ګټې وساتي. د امریکا د مبارزې تګلارې له یو وخته بل وخت ته توپیر کوي او شونې ده چې د نه وړاندوینې وړ پېښو پر بنست د ځمکې پر مخ له ماتې سره مخ شي. خو امریکا به خپلې اصلي موخې ته د رسېدو لپاره هېڅ وخت منحرفه نه شي. عراق ته د امریکایي چارواکو ناڅاپي سفر د دغې چارې ښکارندویي کوي، چې بریالي دولتونه د خپلو برنامو په ترسره کولو کې په خپله وړتیا کې له ماتې سره مخ شوي دي. هغوی د عراق په چارو کې د لاسوهنې لپاره ډېر توجیهات وکړل. د بلګې په توګه: فساد، ماتې، لوږه (فقر)، کمزوري، د ساتیري محفلونه، د عامه پیسو لوټل، د وسلو پراخوالی، ملېشې او کمزوری امنیت.

۳. د امریکا او ایران ښکاره له دښمنۍ ډکې اړیکې هېڅ وخت د هغوی پټې رښتینې اړیکې نه ښيي، چې د حیاتي ګټو پر بنسټ دغه دواړه هېوادونه سره متحد کوي. عمومي سیاستوال پر دې باور دي چې ایران د امریکا دښمن دی او داسې فکر کوي چې امریکا د شبه نظامیانو د ملاتړ په پلمه پر ایران برید کوي او دغه هېواد کمزوری کوي؛ خو ډېری سیاسي حقیقتونه د دواړو هېوادونو تر منځ ټینګې اړیکې په ډاګه کوي؛ لکه څرنګه چې د خمیني د انقلاب له وخته د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکو ښودلې ده. د ایران او امریکا تر منځ شخړې به هېڅ وخت د بیانیو له کچې تیری ونه کړي. دا بشپړه تېروتنه ده چې ووایو ایران په سیمه کې  نه کنټرولونکی رول لوبوي. ایران په سیمه کې د امریکا په خوښه حرکت کوي او په ښه ډول د دغې لړۍ په حقیقت پوهېږي، حتا که د حقیقت پتولو لپاره دغه لفظي شخړې لوړې کچې ته هم ورسېږي. نو ځکه امریکا د ایران رژیم ته په سیمه کې د خپلو ګټو خوندي کولو لپاره د یو خدمت کوونکي په سترګه ګوري. پوه شئ چې په امریکا کې هوډ نیوونکي پر دې باور دي چې د رژیم تر بدلون د هغه ساتل مهم دي.

په پای کې موږ په عراق کې پر خپلو خلکو غږ کوو: هېڅ وخت د ښکېلاګرو، غلامانو او د هغوی د پیروانو پر خوږو خبرو  ونه غولېږئ، ځکه هغوی داسې کسان دي چې د الله سبحانه وتعالی خوښي او قول یې هېر کړی دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ﴾

[مائده: ۵۱]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! د یهودو او نصاراوو ملګري مه کوئ، ځکه د هغوی ځینې له ځینو نورو سره ملګري دي، که له تاسو څخه یو کس د هغوی ملګری شي، نو د دوی په ډله کې شمېرل کېږي. په رښتیا چې الله سبحانه وتعالی ظالمو خلکو ته لارښونه نه کوي.

په ژوند کې د کفارو د تګلارې او د هغوی د فکرې قبلول، د هغوی تر شا په کورکورانه ډول تلل، پر هغوی باور کول، د ملګري، ملاتړي او متحد په توګه د هغوی ټاکل او له هغوی سره هوکړې او تړونونه کول هغه عوامل دي چې د عراق پت، شرافت او حیثیت یې له منځه وړی او د فساد په لومړۍ درجه هېوادونو کې راغی او د دوی پس پاتې کېدل، ناامني، چټلي ټول د ناوړه خدمتونو له امله دي. شرعي دنده دا ده چې د کفارو ټول پلانونه منحل او وغندو. د دې تر څنګ د دوی د ټولو پلانونو د له منځه وړلو لپاره له شریعت څخه کار واخلو  او په پایله کې امریکا او د امریکا ټول ملاتړي او پیروان د کلکې هڅې او د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت بیا تاسیسولو پر مټ وباسو. اسلامي خلافت به د کفارو  او د دوی د مزدورانو ټولې هیلې له منځه یوسي او عدالت به نه یوازې د مسلمانانو، بلکې د ټولو نړیوالو لپاره ډالۍ کړي او ان شاالله چې د الله سبحانه وتعالی دغه امر نېږدې دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ﴾

[حج: ۴۱]

ژباړه: له هغو مومنانو سره چې الله سبحانه وتعالی د مرستې او بریا  ژمنه کړې، هغه کسان دي چې الله سبحانه وتعالی قدرت ورکړي، نو لومنځ به وکړي، زکات به ورکړي، په معروف به امر وکړي او له منکر څخه به ډډه وکړي او د ټولو چارو پای له الله سبحانه وتعالی سره دی(هغو ته به ورسېږي او په اړه به یې پریکړه وکړي)، لکه څنګه چې د هر کار پیل له الله سبحانه وتعالی سره دی.

حزب التحریر ـ ولایه عراق مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې