سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

په سيمه کې د هند رول په منځني ختيځ کې د «اسراييلو» د رول په څېر دی!

د افغانستان لپاره د هند ځانګړي استازي، جي پي سينګ، د افغانستان د بهرنيو چارو له سرپرست وزير سره په ليدنه کې ويلي؛ نوی ډهلی غواړي چې په سياسي او اقتصادي برخو کې له کابل سره خپلې اړېکې پراخې کړي. د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي هم په ياده ليدنه کې د هند له «بشردوستانه» مرستو څخه مننه کړې او له ډهلي سره يې د کابل د اړېکو د پياوړتيا غوښتنه کړې ده. د بهرنيو چارو وزارت وياند پر ايکس ليکلي چې؛ جي پي سينګ د امنيت له ټينګښت او د داعش او نشه‌يي توکو پر وړاندې له مبارزې څخه خوښي څرګنده کړې ده. همدا شان د اوسني دولت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي: «دواړو اړخونو په ډيپلوماټيکو او اقتصادي برخو کې د دواړو هېوادونو پر اړېکو خبرې اترې کړې دي. هند په سیمه کي له مهمو هېوادونو څخه دی او اسلامي امارت غواړي چې له هند سره ښې اړیکې ولري».

د حزب التحرير - ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر په دې اړه اوسنيو حکامو او د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس ته لاندې ټکي بيانوي:

۱. د هند حکومت تل په دې لټه کې دی چې په افغانستان کې فعال رول ولري. دا رول له هغه راوروسته ډېر د بحث وړ دی چې په سيمه کې د امريکا نوی ماموريت پيل شوی دی. امريکا غواړي چې په سيمه کې د هند ماموريت پياوړی وي؛ په ځانګړې توګه د چين په مهارولو کې. همدا لامل دی چې امريکا او غرب په هند کې د مودي د حکومت پر ټولو جنايتونو سترګې پټوي، تر څو هند په سيمه کې د امريکا د سياسي، نظامي، اقتصادي او استخباراتي متحد په توګه دقيق رول ادا کړي. په حقيقت کې په جنوبي اسيا کې د هند رول په منځني ختيځ کې د اسراييلو د رول په څېر دی.

۲. امريکا د خپلو دوو سياسي متحدينو (هند او پاکستان) تر منځ هند ته ترجيح ورکړې ده. پر افغانستان د دغې ترجيح ورکونې اغېز دا دی چې هند د اقتصاد او تجارت تر نامه لاندې د افغانستان حکومت ته د نږدې کېدو په حال کې دی او برعکس له پاکستان سره د افغانستان اړېکې ورځ تر بلې خړې پړې کېږي. د امريکا پاليسي همدا ده چې هند بايد د سيمې د هېوادونو د رهبري کوونکي رول پر غاړه ولري، له چين سره پر مبارزه تمرکز وکړي او د پاکستان له لوري اندېښنه ونه لري. همدغه دليل دی چې پاکستان يې له افغانستان سره ښکېل او بوخت کړی دی. د پاکستان خاينه سياسي او نظامي رهبري په دې برخه کې په دوامدار ډول له امريکايي پاليسۍ سره مرسته کوي.

۳. هند غواړي چې د افغانستان له اوسني دولت سره د امريکايي تعامل (تهديد او تشويق) په قضيه کې پياوړی نقش ولري. په دې توګه چې په وروستيو درېيو کلونو کې امریکا هڅه کړې چې د سيمې او منځنۍ اسيا د هيوادونو له لارې خپله طرحه پر افغانستان تحميل کړي، تر څو د افغانستان اوسنی حکومت په بشپړ ډول په نړيوال سيکولر نظم کې مدغم شي. په داسې حال کې چې په دې برخه کې غربي هېوادونه او د سيمې هېوادونه د يوې سکې دوه مخونه دي.

۴. د مودي دولت د دې تر څنګ چې له «اسراييلو» سره نږدې اړېکې لري، له اسراييلو سره په همغږۍ او ګام په ګام د مسلمانانو پر وړاندې تروريستي اعمال ترسره کوي او پر وړاندې يې د دښمنۍ پاليسي تعقيبوي. د مسلمانانو ټول‌وژنه د مودي تېر ژوند یوه برخه ده او هغه اوس نه يوازې په کشمير کې، بلکې په ټول هند کې د ديني تصفيې پر پاليسۍ کار کوي. د هندوتوا دولت غواړي چې په هند کې اسلامي شعائر، ارزښتونه او آن په هند کې د مسلمانانو د تمدن نښې له منځه يوسي. پيغمبر صلی الله عليه وسلم او ام المؤمنين عائشه رضي الله عنها ته د BJP د غړو توهين او دغه راز د بابري مسجد ړنګول او پر ځای يې د هندويي معبد جوړول د دې بېلګې دي. د هند دولت نه يوازې دا چې د کشمير اشغالګر دی؛ پر دې سربېره د مسلمانانو له ځپلو، وژلو، حجاب ته له سپکاوي، اختطاف او پر مسلمانو ښځو له تېري څخه مخ نه اړوي. د ۲۰۲۳م کال د جولای پر ۲۹مه په کورنيو چارو کې د هندو دولت وزير تاييد کړه چې له ۲۰۱۹م کال راپديخوا ۹۷۶۵ تنې ښځې په اشغال شوي کشمير کې ترې‌تم شوي، چې له دې ډلې ۱۱۴۸ تنې يې تر ۱۸ کلنۍ کم‌عمره نجونې دي.

پايله دا چې؛ امريکا غواړي د هند له دولت سره د اسلامي هېوادونو د اړېکو په ښه کولو سره په اسلامي خاورو کې د دغه خبيث دولت رول پياوړی او نفوذ، مشروعيت او بقا يې تضمين کړي، لکه څه ډول چې د اسلامي خاورو خاينو واکمنانو د «اقتصاد محوره» بهرني سياست تر عنوان لاندې دغه کار له يهودو سره وکړ؛ د هغو جنايتونو ته يې مشروعيت ورکړ او بقا يې ورته تضمين کړه. له بله اړخه؛ له بالفعل محاربو، دښمنو، اشغالګرو او د مسلمانانو له قاتلو دولتونو سره هر ډول دوستانه اړېکې، نه يوازې دا چې د شريعت خلاف دي، بلکې مسلمانه ټولنه د دښمن‌پېژندنې په موضوع کې تېرباسي. ځکه مسلمانان بايد وپوهېږي چې د هغوی دوست او دښمن څوک دی او دا يوازې د راشده خلافت په دولت سره ممکنه ده؛ چې له يوه اړخه د دغه دولت بهرنی سياست د دعوت او جهاد له لارې د اسلام پر حمل ولاړ دی او له بله اړخه يې ولاء يوازې له الله سبحانه و تعالی، رسول الله صلی الله عليه وسلم او مومنانو سره ده. د نبوت پر منهج خلافت دولت په بهرني سياست کې د دې تر څنګ چې دوست او دښمن واضح کېږي، د مظلوم لاسنيوی او نصرت کېږي او ظالم تهديدېږي، وېرول کېږي او ځپل کېږي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

۱۱/۳/۲۰۲۴

د رمضان اول ۱۴۴۵

د مطلب ادامه...

څوک چې خپلې خاتمې ته اندېښمن وي، بېړه کوي!

(ژباړه)

ابو هریره رضی الله عنه روایتوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَنْ خَافَ أَدْلَجَ، وَمَنْ أَدْلَجَ بَلَغَ الْمَنْزِلَ، أَلاَ إِنَّ سِلْعَةَ اللَّهِ غَالِيَةٌ، أَلاَ إِنَّ سِلْعَةَ اللَّهِ الْجَنَّةُ» (رواه ترمذي)

ژباړه: هر څوک چې وېره او اندېښنه لري، د شپې په لومړۍ برخه کې حرکت پیلوي او څوک چې د شپې په لومړیو کې حرکت وکړي، خپلې موخې ته رسېږي. پام مو وي چې د لله توکي ارزښتمن او قېمتي دي او پام مو وي چې د الله توکي جنت دی.

(من خاف) په دې معنا دی، چې څوک د لارې له غلطولو اندېښنه لري چې غله به یې مالونه لوټ کړي. (أدلج) په دې معنا دی، چې د شپې په لومړیو کې په ډېرې انرژۍ او بېړه حرکت کوي چې لار ولټوي او د غلو له شر څخه هم په امن وي. (الدلجة) یعنې د شپې په لومړۍ او یا وروستۍ برخه کې د لارې لټول؛ ځکه انسان د شپې په لومړۍ او وروستۍ برخه کې د تګ لپاره ډېر قوت او انرژي لري.

دغه حدیث بیانوي چې مسلمان انسان پر یوه سخت او له کړاوونو ډک مسیر روان دی؛ یعنې له خطرونو او ګناهونو ډکه لار. کټ مټ لکه یو کس چې د خپل سفر له مسیر څخه وېرېږي او هڅه کوي چې د ورځې یا شپې په یوه مناسب وخت کې پر خپل مسیر حرکت وکړي، ترڅو خپلې موخې ته ورسېږي. مسلمان انسان باید په پوره هڅې او سختۍ سره خپله لار ولټوي، ترڅو خپلې اصلي موخې (جنت الفردوس) ته ورسېږي.

پام مو وي چې جنت د الله سبحانه وتعالی ارزښمتن او قېمتي نعمت دی؛ نو څوک چې غواړي بېړه وکړي او دغه لوی نعمت (جنت) ته ځان ورسوي، نو د مسلمانانو د دردوونکي وضعیت د بدلون لپاره باید هڅه وکړي او څوک چې غواړي بېړه وکړي او دغه لوی نعمت (جنت) ته ځان ورسوي، نو په پوره اخلاص او ټول توان سره باید د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت د تاسیس لپاره کار وکړي؛ ځکه خلافت د رب ژمنه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری او د مسلمانانو د اوسني واقعیت د بدلون لپاره یوازینۍ مناسبه لار ده او بس!

اې ربه! د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج راشده خلافت ژر راوله، چې د هغه په واسطه د مسلمانانو خپګان له منځه لاړ شي او له هغوی څخه مصیبتونه لرې. اې ربه! د خپل کریم نور په مرسته ځمکه رڼا کړه! اللهم آمین آمین!

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

د الله سبحانه وتعالی صفتونه او د هغو حکمتونه

 (ژباړه)

له عبد الله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله وفرمایل:

«لَيْسَ أَحَدٌ أَحَبَّ إِلَيْهِ الْمَدْحُ مِنَ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ، مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ مَدَحَ نَفْسَهُ، وَلَيْسَ أَحَدٌ أَغْيَرَ مِنَ اللَّهِ، مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ حَرَّمَ الْفَوَاحِشَ، وَلَيْسَ أَحَدٌ أَحَبَّ إِلَيْهِ الْعُذْرُ مِنَ اللَّهِ، مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ أَنْزَلَ الْكِتَابَ وَأَرْسَلَ الرُّسُلَ» (صحيح مسلم: ۵۰۸۷)

ژباړه: هېڅوک د الله (سبحانه وتعالی) په اندازه حمد او صفت نه خوښوي، نو ځکه یې خپل صفت کړی دی. هېڅوک د الله (سبحانه وتعالی) په اندازه غیرت نه لري، له همدې امله یې ناوړه کار منعه کړی دی او هېڅکو د الله (سبحانه وتعالی) په اندازه عذر نه خوښوي، نو ځکه یې قرآن نازل کړی او پیغمبران یې رالېږلي دي.

دغه حدیث شریف د الله سبحانه وتعالی په اړه خبرې کوي او موږ هغو کارونو ته هڅوي، چې د هغه سبحانه وتعالی د خوښۍ لامل کېږي. همدارنګه الله سبحانه وتعالی دا خوښوي، چې د ځان ثناء او صفت د خپلو بنده‌ګانو له خولې واوري. له همدې امله په قرآن کریم او نبوي احادیثو کې یې د خپل ذات صفت کړی دی او کله چې موږ د هغه سبحانه وتعالی ثناء او صفت وایو، په حقیقت کې د الله سبحانه وتعالی په ربوبیت او لویوالي اقرار کوو.

الله سبحانه وتعالی ډېر غیرت لري او ناوړه کارونه یې چې دغه غیرت لمس کوي، بد ګڼلي دي او له همدې امله له ناوړه کارونو څخه نفرت لري، هغه یې حرام کړي او ترسره کېدل یې د الله سبحانه وتعالی د قهر لامل کېږي.

الله سبحانه وتعالی دا خوښوي، چې عذر او پلمه ورته وشي. له همدې امله یې پیغمبران او کتابونه رالېږلي دي، ترڅو موږ ته لارښوونه وکړي او که له موږ څخه کومه تېروتنه کېږي، چې عذر مو ومني. هغه سبحانه وتعالی پر خپل ذات واجب کړې، چې تر هغه وخته به موږ ته عذاب نه راکوي، چې څو یې د هغه سبحانه وتعالی د رضایت او نه رضایت د پوهاوي لپاره پیغمبر نه وي رالېږلی. موږ ته یې زموږ له جنس څخه پیغمبران را ولېږل، ترڅو د هغو پیروي وکړو او هر هغه څه په خپل ژوند کې پلي کړو، چې له هغوی څخه یې وینو او یا یې اورو، ترڅو وژغورل شو او د بریالیو کسانو په ډله کې راشو.

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

د حزب‌التحریر د امیر، جلیل‌القدر عالم عطاء بن خلیل ابوالرشته لخوا د ۱۴۴۵هـ.ق او ۲۰۲۴م کال د رمضان مبارکې میاشتې په مناسبت د خپلو انټرنټي‌پاڼو څارونکو ته د مبارکۍ پيغام

  • خپور شوی په سیاسي

 (ژباړه)

هغه غوره امت ته چې د بشر د ژغورنې لپاره پیدا شوی دی، هغه اسلامي امت ته چې الله سبحانه وتعالی د خپل اطاعت لپاره خوښ کړی دی، هغو عزتمندو دعوتګرو ته چې هېڅ سوداګري او راکړه ورکړه یې د الله سبحانه وتعالی له ذکر څخه نه غافله کوي او د پاڼې هغو څارونکو ته چې د خپل خیر او نیکۍ لپاره هغه څاري.

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله وعلی آله وصحبه ومن والاه وبعد:

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې د ټولو مسلمانانو روژه او قیام قبول کړي او زموږ ټولو تېر ګناهونه وبښي او مغفرت وکړي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه حدیث کې چې بخاري او مسلم له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت کړی، فرمایلي دي:

«من صَام رَمَضَانَ إيِمَانًا واحْتِسَابًا، غُفِرَ لَهُ مَا تَقدَّمَ مِن ذَنْبِه»

ژباړه:‌ هر څوک چې د رمضان میاشت د ایمان له مخې او د هغې د ثواب ترلاسه کول لپاره ونیسي، تېر ګناهونه بښل کېږي.

له ابوهریره رضی الله عنه څخه په یو بل روایت کې راغلي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَاناً وَاحْتِسَاباً، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ»

ژباړه:‌‌ هر څوک چې د رمضان میاشت د ایمان له مخې او د هغې د ثواب لپاره قیام وکړي، تېر ګناهونه یې بښل کېږي.

ګرانو وروڼو!

د دویم هجري کال د شعبان میاشت وه، چې الله سبحانه وتعالی د رمضان میاشتې روژه فرض کړه؛ هغه میاشت چې الله سبحانه وتعالی په هغې کې قرآن کریم نازل کړی دی:

﴿شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ﴾ [بقره: ۱۸۵]

ژباړه: «د رمضان میاشت ده، چې قرآن پکې را ولېږل شو (او نزول یې پیل شو او د ۲۳ کلونو په بهیر کې په تدریجي توګه تر خلکو پورې ورسېد) ترڅو خلکو ته لارښوونه وکړي او (د حق او حقیقت لپاره) د لارښوونې ښکاره نښې او ایتونه وي او (د حق او باطل تر منځ په ټولو برخو کې) بېلوالی رامنځته کړي.»

رمضان، هغه میاشت ده چې الله سبحانه وتعالی پکې امت ته ښکاره نصرت او فتحه په نصیب کړه. د بدر غزا د رمضان مبارکې میاشتې په اوولسمه ورځ وه، چې د مکې مشرکین پکې له سترې ماتې سره مخ شول او په دې مبارکه میاشت کې نورې برخلیک‌ټاکونکې جګړې هم شوې دي؛ د رمضان مبارکې میشتې په شلمه د مکې له فتحې نیولې بیا د بویب (د اوسنۍ کوفې ښار ته نږدې) تر جګړې پورې، چې همغه د فارس یرموک دی؛ هغه ځای چې مسلمانان د المثنی په مشرۍ په ۳۱هـ.ق کال د رمضان په څوارلسمه بریالي شول؛ وروسته د المعتصم په مشرۍ د ۲۲۳هـ.ق کال د رمضان په ۱۷مه عموریه فتحه شوه او د ۶۵۸ هـ.ق کال د رمضان په ۲۵مه د عین جالوت جګړه، چې مسلمانانو تاتاریانو ته پکې ماتې ورکړه او همداسې نورې بریاوې دي، چې په دغه مبارکه میاشت کې ترلاسه شوې دي.

د رمضان روژه، له قرآن سره داسې قرین ده، چې باطل ورته له هېڅ لارې نشي رسېدلی. روژه له فتحې او نصرت سره مل ده. روژه له جهاد سره مل ده. روژه د الله سبحانه وتعالی د احکامو له تطبیق سره تړاو لري او هر د نظر څښتن او عاقل پوهېږي، چې د الله سبحانه وتعالی احکام یو له بل څخه نه بېلېږي، مهمه نه ده چې دغه احکام د عباداتو اړوند دي که د جهاد، یا د معاملاتو اړوند دي که د اخلاقیاتو او یا هم د حدودو او که جنایاتو اړوند دي؛ ځکه ټول د نور له یوې سرچینې څخه دي او هر څوک چې د الله سبحانه وتعالی د لوی کتاب په ایتونو او د احادیثو په نصوصو کې تدبر وکړي، دا په ښکاره او څرګنده توګه موندلی شي؛ ځکه مسلمانان د الله سبحانه وتعالی د حکیمانه ذکر له ایتونو څخه ﴿وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ﴾ تلاوت کوي، همدارنګه ﴿وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللهُ﴾ وایي او ﴿كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ﴾ تلاوتوي، لکه څنګه چې ﴿كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ﴾ تلاوتوي، په همدې توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو په لړۍ کې د حج په اړه «خُذُوا عَنِّي مَنَاسِكَكُمْ» وایي، چې بیهقي په خپل سنن کبرا کې له سیدنا جابر رضی الله عنه څخه روایتوي او د حدودو په تړاو «خُذُوا عَنِّي، خُذُوا عَنِّي، قَدْ جَعَلَ اللهُ لَهُنَّ سَبِيلاً، الْبِكْرُ بِالْبِكْرِ جَلْدُ مِائَةٍ وَنَفْيُ سَنَةٍ، وَالثَّيِّبُ بِالثَّيِّبِ جَلْدُ مِائَةٍ، وَالرَّجْمُ» وایي، چې مسلم له عباده بن صامت څخه روایت کړی دی، په خپلو معاملاتو کې د «البَيِّعَانِ بِالخِيَارِ مَا لَمْ يَتَفَرَّقَا - أو قال حتى يتفرقا -» وایي، چې بخاري له حکیم بن حزام څخه روایت کړی دی؛ همدارنګه له خلیفه سره په بیعت کې «وَمَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ، مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً» وایي، چې مسلم له عبدالله بن عمر څخه روایت کړی دی.

پر همدغه اساس اسلام یو نه‌تجزیه کېدونکی کُلیت دی، چې په واحد دولت، واحد ژوند او واحده ټولنه کې د هغه د پلي کېدو لپاره دعوت کېږي. هر څوک چې د الله سبحانه وتعالی د ایتونو تر منځ فاصله رامنځته کړي او په دې باور وي چې دین له ژوند او یا دین له سیاست څخه بېل دي، نو په قطعي توګه د لویې ګناه او ستر جنایت مرتکب شوی دی او او دغه جنایت نوموړی د دنیا له رسوایۍ او د اخرت له دردناک عذاب سره مخ کوي.

اې مسلمانانو!

په داسې حال کې تاسو ته د دغو ټولو مواردو یادونه کوم، چې په دې ورځو کې د غزې پر خلکو د یهودو وحشیانه تېری شدید شوی دی او زه د غزې د خلکو اتلولۍ ته حیران شوم! وروستۍ څو میاشتې په داسې حال کې تېرې شوې، چې د یهودو ظالم رژیم خپلو هغو بریاوو ته هېڅ نه دی رسېدلی، چې د غزې د خلکو پر وړاندې یې ادعا کوله، خپل اعصاب او روان یې له لاسه ورکړی دی. که څه هم د امریکا او غرب په وسلو بشپړ سمبال دی، خو بیا هم له هغې مومنې ډلې سره، چې پرمختللې وسلې نه لري، د مخامخ جګړې پر ځای د ښځو او ماشومانو وژلو ته مخه کړې ده، ترڅو بریا ترلاسه کړي او په اړه یې خبرې وکړي!

د یهودو رژیم په خپلو لاسونو خپله ماته ترسیموي، ځکه دغه قوم د خلکو له ملاتړ او خوندیتوب پرته د جنګ خلک نه دي؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِنَ اللهِ وَحَبْلٍ مِنَ النَّاسِ﴾ [آل‌عمران: ۱۱۲]

ژباړه:‌ «دوی چې هر ځای پیدا شي، نو ذلت به پرې حاکم وي، خو دا چې (له خپلې ناوړه کړنلارې څخه لاس واخلي او په خپلو عملونو ته بیاکتنه وکړي) الله تعالی (د الله سبحانه وتعالی قوانین رعایت کړي) او خلکو ته پناه یوسي.»

یهودو، د خپلو پیغمبرانو له وخت راهیسې له الله سبحانه وتعالی سره خپل عهد او امان مات کړی دی او یوازې د امریکا او اروپا او د هغوی د مزدورانو چې د اسلامي خاورو خاین حکام دي، امان او ملاتړ ورته پاتې دی؛ هغه حکام له ښځو او ماشومانو سره د یهودانو وحشیانه تېري ویني، خو هېڅ اقدام نه کوي. په دغو حکامو غوره یې هغه دي، چې راپورته شوي او یوازې شهیدان او ټپیان شمېري!

﴿قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ﴾ [منافقون: ۴]

ژباړه: «الله دې دوی ووهي، څه ډول له حق څخه اوړي!»

خو اې مسلمانانو!

له یهودو سره مبارزه او د هغوی وژل او له منځه وړل باید د راشد او مجاهد خلیفه په مشرۍ له دغو ظالمو دولتونو او لاسپوڅو حکامو وروسته وشي. د الله سبحانه وتعالی په مرسته به د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری ونه ځنډېږي؛ لکه څنګه چې امام احمد د رسول الله صلی الله علیه وسلم له حدیث څخه روایت کړی، چې فرمایي: ‌

«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ»

ژباړه:‌ «وروسته به د ظالمو حکامو حاکمیت راشي او هر کله چې الله (سبحانه وتعالی) وغواړي، هغه به له منځه یوسي او له هغه وروسته به د نبوت پر منهج خلافت راشي او له هغه وروسته بیا چوپ شو.»

همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه حدیث په مصداق، مسلم داسې روایت کړی دی:

«لَتُقَاتِلُنَّ الْيَهُودَ فَلَتَقْتُلُنَّهُمْ...»

ژباړه:‌ «تاسو به له یهودو سره حتمي جګړه کوئ او هغوی به وژنئ...!»

په پای کې لکه څنګه موږ باید روژې ته لېواله وو، چې الله سبحانه وتعالی له موږ څخه راضي شي او زموږ تېر ګناهونه معاف کړي، همداسې د نبوت پر منهج د خلافت دولت په تاسیس سره د اسلامي ژوند بیا راوستلو ته هم باید لېواله وو، ترڅو د الله سبحانه وتعالی د احکامو په پلي کولو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر رأیه لاندې په دنیا کې بریالي شو او که خدای کول په اخرت کې هم د هغه سبحانه و تعالی د رحمت تر سیوري لاندې راشو او د اخرت بریالي هم شو؛ په دې توګه د دنیا او اخرت بریا ته رسېږو او دا تر ټولو ستره بریا ده!

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته!

۱۴۴۵ هـ.ق، د رمضان لومړۍ نېټه

۲۰۲۴م، د مارچ ۱۱مه

ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابوالرشته

د مطلب ادامه...

د ستورو نړیوال مرکز د اسلامي امت تر منځ د تفرقې او د سایکس پیکو پولو د ټینګښت لامل کېږي

 (ژباړه)

خبر:

د ستورو نړیوال مرکز په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ: د رمضان مبارکه میاشت به سږ کال په ډېری عربي او د نړۍ په نورو هېوادونو کې په یکشنبه د مارچ په ۱۰مه ولیدل شي؛ چې د ستورو د ارزونې له مخې د میاشتې د ښکاره کېدو مرکز به د ګرینویچ په وخت د یکشنبې په ورځ د سهار ۹ بجې وي او د میاشتې ورکېدل به له لمر لوېدلو څخه وروسته د اسلامي نړۍ تقریبا په ټولو سیمو کې وي.

پر همدغه اساس د ډېری عربي هېوادونو لکه، مصر، عربستان، اماراتو، قطر، اردن او الجزایر لپاره وړاندوینه کېږي، چې د رمضان مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ به دوشنبه یعنې د حوت ۲۰مه وي.

دغه خبرپاڼه زیاتوي: د اسلامي نړۍ په نورو هېوادونو لکه، پاکشتان، ایران او بنګلدیش کې به د رمضان مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ښايي توپیر ولري؛ ځکه داسې وړاندوینه کېږي چې دغه هېوادونه به د سه شنبې په ورځ یعنې د حوت په ۲۱مه رمضان پیل کړي.

تبصره:

د ستورو دغه نړیوال مرکز د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې دی؛ هغه امارات چې له ظالم یهودي رژیم سره عادي اړیکې لري، هغه امارات چې د "دبۍ-هیفا" وچه تېرېدونکې لاره یې د یهودو پر مخ خلاصه کړې، ترڅو له غزې او فلسطین سره د جګړې پر مهال د اړتیا وړ هر ډول توکي ترلاسه کړي. د ابراهیمي دینونو امارات؛ یعنې هغه امارات چې یو معبد یې د بودایانو لپاره او یوه کنیسه یې د یهودانو لپاره پرانیستې ده....

د ستورو دغه نړیوال مرکز د مسلمانانو د روژې او اختر د یووالي په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث هېر کړي او یا غواړي هېر یې کړي؛ ځکه د مسلمانانو تر منځ یې د تفرقې د زهرو په خپرولو پیل کړی او غواړي چې عقاید او عادتونه یې بدل کړي - تر دې چې هر ګوډاګی نظام به له خپلې خوښې سره سم د میاشتې د لیدلو لپاره، د سایکس پیکو د پولو پر اساس خپله خبرپاڼه خپروي - چې هغه مهال به یې هضم د عامو خلکو لپاره اسانه وي.

د یادونې وړ ده چې دغه مرکز په ۲۰۲۲م کال د رمضان میاشتې په لومړۍ ورځ اعلان وکړ، چې د میاشتې د لیدلو امکانات نشته دي؛ خو وروسته ولیدل شوه. همدارنګه دغه حالت په ۱۹۹۰، ۲۰۰۴، ۲۰۱۱، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کلونو کې هم پېښ شو؛ نو هغه کسان چې ځانونه ستوري پېژندونکي بولي، د میاشتې لیدل یې ناممکن اعلان کړ، خو وروسته هغه ولیدل شوه.

د دغه مشکوک مرکز لخوا چې کومې ښکاره لاسوهنې شوې دي، یوازې د سیاسي موخو، د اسلامي امت تر منځ د تفرقې رامنځته کولو او د سایکس پیکو پولو د ټینګښت لپاره وې. د ستورو دغه مرکز او نور مرکزونه لکه په جده کې د ستورو بنسټ، دا یوازې د مسلمانانو د اخترونو او عباداتو د فاسدولو لپاره جوړ شوي دي او مسلمانانو ته پکار ده چې د دغو مرکزونو دروغ او ناوړه رول افشاء کړي. همدارنګه مسلمانان باید د میاشتې په لیدلو کې د الهي حکم په پام کې نیولو سره چې د مسلمانانو د یووالي لامل کېږي، یوازې له شرعي حکم څخه پیروي وکړي، نه دا چې د خاینو حکامو له هغو سیاسي تصمیمونو او د درباري علماوو له هغو ریاکاره فتواوو سره سم عمل وکړي، چې د اسلامي امت تر منځ د تفرقې لپاره تنظیم شوي دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ فَإِنْ غُبِّيَ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا عِدَّةَ شَعْبَانَ ثَلَاثِينَ»

ژباړه: د میاشتې په لیدلو سره روژه ونیسئ او د هغې په لیدلو سره له روژې نیولو ډډه وکړئ او که چېرې میاشت (د ورېځې په سبب ...) له تاسو څخه پټه وه، نو د شعبان دېرش ورځې بشپړې کړئ.

او همدارنګه فرمایي:

«صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ فَإِنْ غُمَّ عَلَيْكُمْ الشَّهْرُ فَأَكْمِلُوا الْعِدَّةَ ثَلَاثِينَ»

ژباړه: د میاشتې په لیدلو سره روژه ونیسئ او د هغې په لیدلو سره له روژې نیولو ډډه وکړئ او که چېرې میاشت (د ورېځې په سبب ...) له تاسو څخه پټه وه، نو دېرش ورځې بشپړې کړئ.

او همدارنګه فرمایي:

«إِنَّمَا الشَّهْرُ تِسْعٌ وَعِشْرُونَ، فَلَا تَصُومُوا حَتَّى تَرَوْهُ وَلَا تُفْطِرُوا حَتَّى تَرَوْهُ، فَإِنْ غُمَّ عَلَيْكُمْ فَاقْدِرُوا لَهُ»

ژباړه: ترڅو مو چې میاشت نه وي لیدلې، روژه مه نیسئ او ترڅو مو چې میاشت نه وي لیدلې، اختر مه کوئ او د میاشتې د پټېدو او نه ښکاره کېدو په صورت کې د میاشتې په اندازه دېرش ورځې ونیسئ (دېرش ورځې بشپړې کړئ).

پورتني نبوي حدیثونه په ښکاره توګه بیانوي، چې د رمضان میاشتې د پیل شرعي دلیل، د رمضان میاشتې لیدل دي او د کوچني اختر شرعي دلیل بیا د شوال میاشتې لیدل دي او په دغو حدیثونو کې د شارع خطاب ټولو مسلمانانو ته دی؛ یعنې د شامي او حجازي، اندونزیایي او عراقي تر منځ توپیر نشته دی. د میاشتې په لیدلو کې اختلاف د اسلامي امت هغه لویه ستونزه ده، چې د خلافت دولت په نشتون کې ورسره مخ یو؛ یعنې هغه دولت چې د اسلام د احکامو پر اساس د مسلمانانو چارې سمبالوي او هغوی د لا اله الا الله محمد رسول الله تر بیرغ لاندې سره متحد کوي.

لیکوال: نجم الدین شعیبن

۱۴۴۵هـ.ق د شعبان ۲۸مه

۲۰۲۴م د مارچ ۹مه

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د رمضان میاشتې د ليدو د پایلې اعلان Featured

(ژباړه)

بسم الله الرحمن الرحيم والحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على المبعوث رحمة للعالمين سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.

بخاري په خپل صحیح کې له محمد بن زیاد څخه روایت کوي، چې هغه وویل: ما له ابو هریرة رضی الله تعالی عنه څخه واورېدل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل، یا هغه وویل چې ابو القاسم وفرمایل:

«صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ، أ وَ فْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ، فَإِنْ غُبِيَ عَلَيْكُمْ فَعُدُّوا ثَلَاثِينَ»

ژباړه: د میاشتې (رمضان) په لیدلو سره روژه ونیسئ او د میاشتې (شوال) په لیدو سره افطار وکړئ او که اسمان ورېځ و؛ د شعبان دېرش ورځې پوره کړئ. (بخاري)

د روژې مبارکې میاشتې له لټون وروسته، نن شپه، یعنې د دوشنبې شپه ثابته شوه چې میاشت په شرعي بڼه لیدل شوې؛ نو سبا دوشنبه، د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د رمضان د سپېڅلې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

په همدې مناسبت، زه د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر او د دغه دفتر ټول کارکوونکي د حزب التحریر امیر، جلیل القدر عالم، شیخ عطا بن خلیل ابو رشتة ته مبارکي وایو. له الله سبحانه و تعالی څخه غواړم چې هغه ته نصرت ورکړي او پر لاسونو یې موږ ته ژر تر ژره د نصرت زمينه برابره کړي.

سږ کال رمضان په داسې حال کې راځي چې نړۍ د اسلامي امت د ارادې، چې د فلسطين سپېڅل خاوره یې په غېږ کې نيولې ده او د استعمارګر غرب د ارادې، چې هڅه کوي اشغالګر یهودي رژيم پر موږ د یو واقعیت په توګه ومني، ترمنځ د ټکر شاهده ده. دغې جګړې ټوله نړۍ مشغوله کړې؛ هغه داسې چې په هر ترېبیون کې چې سیاسي خبرې کېږي، د ترېبیون تر شا ولاړ کس څخه پوښتل کېږي چې دکوم اړخ پلوی دی. دغه ټکر یو لړ مسایل افشا کړل چې باید د هغو پر وړاندې د اسلامي امت د دریځ د درک لپاره بحث پرې وشي:

په دغه ټکر کې په ډاګه شوه شوه چې له یهودو سره د عادي کېدو پروسه له پيل راهيسې یوه ناکامه برنامه ده؛ لکه څرنګه چې ثابته شوه، ټولې هغه خبرې چې مزدورو رسنیو هڅه وکړه د هغو له لارې وښيي چې د اسلامي خاورو خلک ورو ورو یهودي رژیم مني، د حکامو درواغ وو او هغه کسان چې ظاهراً یې دا مفکوره منلې، یوازې یو شمېر ذلیل او لوېدلي کسان دي چې په هره بشري تولنه کې یې بېلګې شته؛ زموږ حکامو دا ډول کسان تر ځان چاپېر کړي چې د همدوی پشان خاینان دي.

همدارنګه د اسلامي امت لپاره ثابته شوه چې د اسلامي خاورو پوځونه د امت د مسایلو په حل کې محوري رول لري. وروسته له هغه چې اسلامی امت د خپلو پوځونو د رول په نظر کې نيولو پرته د حکامو پر وړاندې د عرب پسرلي انقلاب وکړ؛ اوس یې خپلې تېروتنې ته پام شوی دی او پر خپلو پوځونو غږ کوي چې اې د مسلمانانو پوځونو چېرته یاست!؟ ولې د غزې لپاره نه لاس په کار کېږئ؟! دغه چغې ان شأالله د نوي پسرلي زيری ورکوي؛ خو دا ځل به «د مسلمانانو د پوځونو پسرلی» وي؛ داسې چې دغه پوځونه به له خپلو هډو دباندې راوځي، خپل لاسونه د اسلامي امت په لاسونو کې ږدي ترڅو ټول یو ځای دغه امت او د دغه امت دین ته نصرت ورکړي. خو د خاینو حکامو په اړه باید ووایو چې په دغه ليکنه کې ډېر نه پرې غږېږو؛ ځکه دا ځل یې متعفن او بد بوی له هر ځایه پورته شوی چې امت یې لا زغمي خو دې ته په تمه دی چې ژر تر ژره یې ځان له شره خلاص کړي.

اسلامي امت دغه راز د اسلامي خاورو د تجزیې لپاره د دسیسو وزن احساس کړی. د اسلامي امت ځوانانو له ډیرو خاورو هڅه وکړه فلسطین ته ځان ورسوي؛ خو د سایکس – پیکو تړون له مخې رسم شویو پولو یې مخه ونیوله. ډیری مسلمانان پوه شول چې دغه پولې زندان دی او د دې مخه نیسي چې اسلامي امت له یو بل سره مرسته وکړي.

د غزې د خلکو په اړه؛ د ماشومانو، ښځو او زړو په ګډون د دوی کمزورو د مصیبتونو پر وړاندې د خپل صبر او استقامات له لارې وښوده چې د الله کلیمه تر ټولو لوړه ده او د دوی پیاوړو او زړورو بیا د خپل شجاعت له لارې وښوده چې د کفر کلیمه حقیره او لوېدلې ده. نو د غزې خلکو له هغې مستقیمې لارې خاورې او دوړې پاکې کړې چې اسلام رسم کړې؛ ویې ښوده چې د یوه مومن لپاره تر ټولو دنیوي چارو هغه څه پورته دي چې له الله سبحانه و تعالی سره دي او د دوی ځوان مجاهدین تر هغه سترګې نه پټوي چې څو پر دښمن برلاسي شوي نه وي. د غزې خلکو په خپل صبر، استقامت او زړورتیا د نړۍ خلکو ته وښوده چې اسلام په ریښتیا هم تر ټولو لوړ دین دی.

اې مسلمانانو:

احساسات راويښ دي، انځور روښانه دی او لوری معلوم دی؛ د پوځونو بسیج کول، د حکامو لرې کول او د پولو ماتول. مه پرېږدئ چې د غزې د خلکو قربانۍ هسې لاړې شي؛ مه پرېږدئ چې د د روژې مبارکه میاشت د سایکس – پیکو دسیسې له ختمولو او راشده خلافت بیا تاسیسولو پرته تېره شي. د تاریخ په اوږدو کې خلافت د مسلمانانو د پوځونو د یووالي عملي لار وه. دا هغه سیاسي نظام دی چې اسلامي امت یې له لارې خپلو موخو ته د رسېدو او پر دښمن د برلاسي کېدو لپاره هڅې کړې دي. دغو ورځو تاسو ته ثابته کړه چې له خلافت پرته بل هر سیاسي نظام مسلمانانو ته یوازې شرم، ذلت، زیان او ننګ راوړي. د فلسطین د ازادۍ لپاره باید د مسلمانانو خاورې له سایکس – پیکو پولو ازادې شي او دا کار یوازې د مسلمانانو پوځونه کولی شي؛ ځکه دوی هغه کسان دي چې زموږ په خاورو کې ریښتینی قدرت لري. دغه پوځونه ستاسو بچیان دي، نو ویې پاورئ او ویې هڅوئ چې خلافت تاسیس کړي.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

«وَحَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَسَى اللهُ أَن يَكُفَّ بَأْسَ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَاللهُ أَشَدُّ بَأْساً وَأَشَدُّ تَنكِيلاً» [نسأ: ۸۴]

ژباړه: «...او مومنان د جهاد لپاره وهڅوه. لرې نه ده چې الله تعالی د کافرانو زور مات کړي. د الله تعالی زور تر ټولو ډېر او سزا یې تر ټولو سخته ده.»

انجنیر صلاح الدين عضاضه

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د شعبان ۲۹مه

۲۰۲۴م کال، د مارچ ۱۰مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

اسلامي امت د واحدې روژې او واحد اختر لپاره وحدت بښونکي خلافت ته اړتیا لري

(ژباړه)

د ۱۴۴۵ هـ.ق کال، د شعبان پر ۲۹مه (۲۰۲۴م کال د مارچ ۱۰) به مسلمانان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د روژې مبارکې میاشتې د ليدلو په هڅه کې وي. دوه ملیارده مسلمانان به د یوه واحد امت په توګه وحدت مومي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه امر له مخې به روژه نیسي:

«صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ، وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ، فَإِنْ غُبِّيَ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا عِدَّةَ شَعْبَانَ ثَلاَثِين»

ژباړه: د میاشتې (رمضان) په لیدلو سره روژه ونیسئ او د میاشتې (شوال) په لیدو سره افطار وکړئ او که اسمان ورېځ و؛ د شعبان دېرش ورځې پوره کړئ. (بخاري)

خو د مسلمانانو حکامو غرب ته د وفادارۍ په سبب امت سره وېشلی چې استعمارګر حکومت پرې وکړی شي او په دې توګه نه پرېږدي چې امت واحده روژه او واحد اختر ولري.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمان، چې د الله سبحانه و تعالی وحې ده، د زماني سیمې (ټایم زون) او ملي پولو دواړو له محدودیت څخه ازاد دی. هېڅ مخلوق د دې واک او اختیار نه لري چې د الله سبحانه وتعالی فرمان په مصنوعي ملي پولو، چې د استعمارګرانو له لوري کښل شوې دي، پورې محدود کړي؛ هېڅ مخلوق دا حق نه لري چې د «ملي دولتونو» د اعلامیو لپاره د میاشتې لیدلو په اړه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو شاهدي ورکول رد کړي؛ ته به وایې چې دوی د اسلام د ستر دين پر ځای د جغرافیایي محدود دين پیروان وي. د زماني سیمو پر اساس وېش هېڅ توجيه نه لري، ځکه چې ډېری اسلامي خاورې ۱۱ زماني سیمو کې پرتې دي؛ په داسې حال کې چې یوازې روسیه ۱۱ زماني سیمې لري، خو د هغه ځای مسلمانان واحده روژه او واحد اختر لري او دا کومه د حیرانتیا خبره نه ده! 

اسلام موږ د علم او ټکنالوژۍ له کارولو او ګټې اخیستنې څخه نه یو منع کړي. خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم دا دی چې روژه دې د هلال یا میاشتې په لیدو سره پیل شي، له دې پرته بل هر مېتود منع دی؛ هېڅ علم او ټکنالوژي پر دغه حکم لومړیتوب نه لري. عبدالله بن عمر رضی  الله تعالی عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی:

«إِنَّا أُمَّةٌ أُمِّيَّةٌ، لاَ نَكْتُبُ وَلاَ نَحْسُبُ الشَّهْرُ هَكَذَا وَهَكَذَا يَعْنِي مَرَّةً تِسْعَةً وَعِشْرِينَ، وَمَرَّةً ثَلاَثِينَ»‏

ژباړه: موږ یو امي (نالوستی) امت یو، نه لیکل کوو او نه هم حساب کوو، میاشت کله داسې وي او کله هغسې. یعنې کله ۲۹ ورځې وي او کله هم ۳۰ ورځې. (بخاری، مسلم، ابوداود، نسائي)

اصحابو کرامو رضی الله تعالی عنهم نه یوازې دا چې مبارک آیاتونه یې ليکل، د زکات او میراث محاسبې یې هم کولې؛ خو د دغه حدیث معنی دا ده چې یوازې د میاشتې لیدل د قمري میاشتې د ټاکلو تصدیق کوي. روژه او اختر دواړه د نوې میاشتې د راښکاره کېدو په اړه محاسبو او اټکل پورې اړه نه لري. د خلافت په ديارلسو پېړيو کې مسلمانانو د روژې او اختر پیل د محاسبو له مخې نه کاوه؛ بلکې د نوې میاشتې په لیدو پورې محدود وو. د روژې او اختر د پیل لپاره یوازینی شرعي سبب یا دلیل د نوې میاشتې یا هلال لیدل دي؛ په دې برخه کې محاسبات اعتبار نه لري.

اې روژې ته لیوالو مسلمانانو! که دغه میاشت د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حکم خلاف پيل کړو؛ څنګه شونې ده چې ټول برکتونه یې ترلاسه کړو؟ هغه امت چې الله سبحانه وتعالی د اسلام پر اساس سره متحد کړی، باید د الله سبحانه وتعالی د حکم خلاف ونه وېشل شي. ان کافر دولتونه خپلې ټولې ديني ورځې د ملي پولو په پام کې نیولو پرته یو ځای لمانځي. ان شاالله ډېر ژر به د نبوت پر منهج خلافت په عملي ډول له مراکش څخه تر اندونیزیا پورې ټول مسلمانان د یوه دولت او یو تابعیت په توګه سره متحد کړي او مسلمانان به د روژې او اختر پیل په یوه ورځ کوي.  

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د شعبان ۲۷مه

۲۰۲۴م کال، د مارچ ۸مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

د اسلامي خاورو د اوسنیو رژیمونو په پوځونو کې ګډون او غړیتوب

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

پوښتنه:

که مو اجازه وي یوه پوښتنه لرم؛ د دغو رژیمونو په پوځونو کې د ګډون او غړیتوب شرعي حکم څه دی؟ ایا یو ځوان ته جايز ده چې د اوسنیو رژیمونو په پوځونو کې کار وکړي او رتبې واخلي؟

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله و برکاته

۱. موږ د ۲۰۱۳م کال د جون په ۸مه د پولیس یا افسر په توګه کار کولو په اړه یو بیان خپور کړی و؛ هلته مو ویلي:

 [أبو يعلى په خپل مسند او ابن حبان په خپل صحیح کې روایت کړی؛ الفاظ د أبو يعلى دي: له ابو سعید او ابو هریره رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:

«لَيَأْتِيَنَّ عَلَى النَّاسِ زَمَانٌ يَكُونُ عَلَيْكُمْ أُمَرَاءُ سُفَهَاءُ يُقَدِّمُونَ شِرَارَ النَّاسِ، وَيَظْهَرُونَ بِخِيَارِهِمْ، وَيُؤَخِّرُونَ الصَّلَاةَ عَنْ مَوَاقِيتِهَا، فَمَنْ أَدْرَكَ ذَلِكَ مِنْكُمْ، فَلَا يَكُونَنَّ عَرِيفاً وَلَا شُرْطِيّاً وَلَا جَابِياً وَلَا خَازِناً».

ژباړه: پر خلکو به داسې زمانه راشي چې احمقان او مستبد حکام به پر تاسې واکمن شي، چې تر ټولو شریر کسان به رامخته کوي، هغوی به د دوی په ټاکنه راڅرګندېږي او لمونځونه له خپل وخت څخه ځنډوي. نو که له تاسو کوم يو په دغه وخت کې و، نو نه دې افسر (د پوليسو مشر) کېږي، نه دې پوليس کېږي، نه دې ماليه راټولونکی او نه هم خزانه‌دار جوړېږي.

په دغه حدیث کې پیغمبر صلی الله علیه وسلم د دغو احمقو حکامو تر حاکمیت لاندې دا څلور کاره په مطلق ډول منعه کړي دي.

خو طبراني په المعجم الصغیر او المعجم الاوسط کې له ابو هریره رضي الله عنه څخه داسې روايت کړی:

«فَمَنْ أَدْرَكَ مِنْكُمْ ذَلِكَ الزَّمَانَ فَلَا يَكُونَنَّ لَهُمْ جَابِياً، وَلَا عَرِيفاً، وَلَا شُرْطِيّاً»

ژباړه: «که له تاسو کوم يو په دغه زمانه کې و، نو نه دې د هغوی ماليه راټولوونکی کېږي، نه دې افسر او نه دې پوليس.»

نو په دغه دوهم حديث کې راځي چې: فَلَا يَكُونَنَّ لَهُمْ «د دوی لپاره دې نه کېږي»

یعنې دا ممنوعیت مقید شوی، ځکه چې «لام» د اختصاص (ځانګړي کولو) لپاره دی؛ دا په دې معنی ده چې په دویم حدیث کې ممنوعیت د دغو حکامو په کار پورې اړه لري؛ لکه د دوی شخصي ساتونکي، د دوی د ساتنې لپاره ځانګړې امنیتي څانګه، د دوی د پیسو ساتونکي او نورې امنیتي څانګې او ادارې چې د حکامو د ساتنې لپاره ځانګړې وي... دا چې د اصولي قواعدو د صراحت له مخې مطلق پر مقيد حمل کېږي، نو په دې توګه دغه ممنوعیت یوازې د پولیسو د هغو ادارو په کار پورې اړه لري چې د حکامو د ساتنې او امنیت برخې ته ځاګړې وي. د پولیسو په نورو ادارو کې کار جواز لري. البته دا جواز پر خلکو د ظلم او له خپلو حقونو څخه د هغوی د محرومولو په معنی نه دی، بلکې په کار کې د حق لپاره د کوښښ په معنی دی.]

په دغه حدیث کې چې د شرطي (پولیس) کلیمه ذکر شوې، د ابن منظور په لسان العرب کې یې په اړه داسې ویل شوي:

«فلاني دغه يا هغه کار ته ځان شرط کړ، يعنې ځان يې ورته څرګند کړ او تياری يې ورته ونيوه. شُرَط هم له دې څخه اخيستل شوی، ځکه دوی (پوليس) ځان ته داسې علامې غوره کوي چې يو څوک پرې د پوليس په حيث پېژندل کېږي.... او شرطة په واکمنۍ کې ځانګړې نښې او چمتووالي ته ويل کېږي، له دې څخه شرطي (پوليس) سړی دی چې شرطة ته منسوب دی او جمع يې شرط کېږي، دوی ته ځکه شُرَط (پوليس) ويل کېږي چې دوی په لباس او هيئت کې ځانګړې نښې لري چې په هغو سره پېژندل کېږي. ځينې وايي: دوی د لښکر لومړۍ ډله ده چې جګړې ته وردانګي.»

د فیروزآبادي په معجم المحیط کې راغلي:

«شرطة په پېښ سره د شُرَط واحد (مفرد) دی، لکه د صُرَد په څېر او دوی (شُرَط) هغه کتيبه يا ډله ده چې تر نورو لومړی جګړې ته وردانګي او مرګ ته چمتو کېږي، دغه راز دوی هغه ډله ده چې له چارواکو سره مرسته کوي او شُرطي د تُرْكي او جُهَني په څېر دی، دوی ځکه په دغه نوم نومول کېږي چې دوی ځان په ځانګړو نښو سمبال کړي وي چې په هغو سره پېژندل کېږي».

د جواز لرلو یا نه لرلو له نظره، څه چې د پولیس په اړه د پلي کېدو وړ دي، د افسر یا سرتېري لپاره هم دي.

نو په اسلامي خاورو کې په پوځ کې کار جواز لري؛ خو د اسلام له نظره دا کار باید د حکامو د ساتنې په ځانګړي ځواک کې نه وي؛ د هغو لپاره پیسې راټولې نه کړي او نه یې پیسې وساتي. که یو کس په ځانګړي ځواک کې وي چې حکام او د هغه پيسې او شتنمني ساتي، نو دا جواز نه لري. خو که یې په پوځ کې کار له دې اخوا بل څه وي، جواز لري. په دې کې شک نشته چې دا جواز پر خلکو د ظلم او له خپلو حقونو څخه د هغوی د محرومولو په معنی نه دی؛ بلکې په کار کې د حق غوښتلو او د هغو ښه ترسره کولو په معنی دی.

تمه ده چې همدومره به بس وي. الله سبحانه و تعالی تر ټولو زیات علیم او حکیم دی.

ستاسو ورور
عطاء بن خلیل ابو الرشتة

۱۴۴۵هـ.ق، د شعبان ۱۷مه

۲۰۲۴م، د فبروري ۲۷مه

د مطلب ادامه...

د نبوت پر منهج خلافت تاسیس او د غزې د ملاتړ لپاره پوځونه بسيج کړئ! Featured

(ژباړه)

د ۲۰۲۴م کال، د فبرورۍ په ۲۹مه د فلسطین لسګونه له لوږې سره مخ مسلمانان، چې خوړو ته په تمه وو، د ظالمو یهودو له لوري شهیدان او سلګونو نور ټپیان شول. اې د پاکستان مسلمانانو! ایا تاسو پر الله سبحانه وتعالی او د هغه پر رسول صلی الله علیه وسلم ایمان نه لرئ؟ ایا تاسو د بشر لپاره را استول شوي تر ټولو غوره امت بچیان نه یئ؟ ايا تاسو د هغو فاتحو مجاهدينو بچیان نه یئ چې په ټوله نړۍ کې خير خپروي؟ ایا سرتيري ستاسو زامن نه دي؟ ايا دوی، چې د حق د اقامې او په سپېڅلې خاوره کې د خپلو وروڼو د نصرت وړتیا لري، جګړې ته نه شئ هڅولئ؟ الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 [وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ] [انفال: ۷۲]

ژباړه:  "کله چې څوک د دین لپاره له تاسو نصرت وغواړي، نو پر تاسو فرض ده چې نصرت ورکړئ."

اې د پاکستان وسله والو ځواکونو! پوه شئ چې د فلسطین د مسلمانانو ټول‌وژنه ستاسو د بې غورۍ له امله دوام لري! الله سبحانه وتعالی ويني چې د اسلام تر ټولو ستر پوځ بېکاره ولاړ دی، په داسې حال کې چې هغه خلک چې الله سبحانه وتعالی ورسره مينه لري شکنجه کېږي، تجاوز پرې کېږي، له سپکاوي، لوږې او ټول وژنې سره مخ کېږي! موږ پوښتنه کوو چې نور څومره اجازه ورکوئ چې په فلسطین کې مو ماشومان له لوږې، په مرمیو او نورو بڼو ووژل شي؟ د څومره نورو کسانو د شکنجې او سپکاوي اجازه ورکوئ؟ نور څومره اجازه ورکوئ چې ښځې مو د اسرايلي شیطانو اشغالګرو له لوري بې عزته شي؟

اې د اسلامي امت سرتېرو خبردار اوسئ، له موږ څخه وړاندې ډېر قومونه د خپلو ظالمو مشرانو او حکامو له لوري ګمراه شوي دي. د هغه چا اطاعت مه کوئ چې د الله سبحانه وتعالی له اوامرو سرغړونه کوي. د ابن ماجه او احمد په صحیح روایت کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«مَنْ أَمَرَكُمْ مِنْهُمْ بِمَعْصِيَةِ اللَّهِ فَلَا تُطِيعُوهُ»

ژباړه: «که ستاسو له اميرانو څخه چا د الله سبحانه  وتعالی پر معصیت امر وکړ، د هغه اطاعت مه کوئ.»

د مسلمانانو لومړي خلیفه، ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه موږ ته د نافرمانه حکامو د اطاعت په اړه خبرداری راکړی او فرمایلي یې دي: "أطیعوني ما أطعت الله ورسوله، فإن عصیت الله ورسوله فلا طاعة لي عليكم" تر هغه وخت پورې چې ما د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت کاوه، زما اطاعت کوئ او كه زه د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم نافرماني وكړم، نو پر تاسو زما اطاعت نشته. ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه چې له غوره صحابه کرامو څخه دی، اسلامي امت ته یې خبرداری ورکړی چې که د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له اطاعت څخه لاس واخلي، د هغه له پیروۍ څخه ډډه وکړئ. خو تاسو د هغو ظالمو حکامو اطاعت ته دوام ورکوئ چې د غرب په چوپړ کې دي، د الله سبحانه وتعالی له اوامرو سرغړونه کوي او هیڅکله صحابه کرامو رضی الله تعالی عنهم ته نه شي رسېدی.

نور د مسلمانانو د اوسنیو حکامو فریب، دروغ، دوکه او خیانت بس دی. دا هغه بار دی چې باید ستاسو په لاسونو اوس له امت څخه لري شي. همدا اوس حزب التحریر ته د نبوت پر منهج خلافت د بیا تاسیس لپاره خپل نصرت ورکړئ، چې د امت نظامي ځواک او اقتصادي سرچینې سره یو کړي، د یهودو شیطاني، ظالم دولت له منځه یوسي او په سیمه کې خلافت حاکم کړي چې د نړۍ تر ټولو ځواکمن دولت شي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:  

 [إِن يَنصُرۡكُمُ ٱللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمۡ وَإِن يَخۡذُلۡكُمۡ فَمَن ذَا ٱلَّذِي يَنصُرُكُم مِّنۢ بَعۡدِهِ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلۡيَتَوَكَّلِ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ] [عمران: ۱۶۰]

ژباړه: «که الله تعالی مو مرستندوی وي، نو هېڅ قوت درباندې برلاسی کېدلای نه شي او که هغه تعالی تاسو پرېږدي، نو بیا له الله تعالی وروسته څوک ستاسو مرستندوی کېدلای شي؟ نو څوک چې رښتيني مومنان دي، هغوی د یوازې پر الله تعالی توکل وکړي.»

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتی دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د شعبان ۲۰مه

۲۰۲۴م کال، د مارچ ۱

ژباړن: محمد حامد

 

د مطلب ادامه...

سل کاله وشول چې خلافت مو له لاسه ورکړی؛ څو مو چې بیا نه وي تاسیس کړی، هیڅ بدلون به رانشي!

  • خپور شوی په پاکستان

په دې کې هیڅ شک نشته چې له سلو کالو، یعنې د ۱۳۴۲هـ.ق کال د رجب له ۲۸مې (۱۹۲۴م د مارچ ۳مې) راهیسې چې د اسلام حاکمیت، خلافت پرځول شوی، موږ ورک یو. له هغه وخت راهیسې د کڼو حکامو غوږونو ته د مظلومو مسلمانانو چغې ورځي چې خاورې مو اشغال دي، د لښکرو مخه مو مه تړئ. د خوندي ځای موندلو لپاره له خپلو خاورو تښتو، یو بل تر پښو لاندې کوو او ان د ډوبېدو خطر پر غاړه اخلو. سره له دې چې امت ملیونونه لېواله او وړ ځواکونه لري؛ خو پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته په وار وار سپکاوی وشو. الله سبحانه و تعالی پر اسلامي خاورو پرېمانه شتمني لورولې خو بیا هم موږ په سخته لوږه کې یو. بېشکه چې له خلافت پرته ورک یو او که له اسلام پرته په بله هره لار کې، که ډیموکراسي وي که دیکتاتوري، هر څومره هڅه وکړو، هیڅ لار نه شو موندلی.

اې د پاکستان مسلمانانو!

ومو نه لیدل چې د ډیموکراسۍ له لارې د اوسنیو حکامو د ټاکلو پر وخت مو څومره هیلې لرلې خو څنګه یې نهیلي کړئ؟ ایا دا نه ده راته روښانه شوې چې په پاکستان کې تر ډیموکراسۍ لاندې هيڅ وخت بدلون نه راځي؛ نه په تېرې اووه اویا کلونو کې راغئ او نه به په راتلونکو اووه اویا کلونو کې راشي؟ ایا دا نه ده واضح شوې چې د ډیموکراسۍ له لارې نه په پاکستان کې او نه په بله اسلامي خاوره کې هېڅکله بدلون شونی نه دی؟ اې مسلمانانو، دا تر اوسه نه ده درته روښانه شوې!؟

د مسلمانانو خلیفه نه ډیموکراټ دی او نه دیکتاتور. هغه نه د خپل شخصي نظر پر اساس حکومت کوي او نه د کوم مجلس. بلکې یوازې د قران او سنتو له مخې حکم کوي او پخپله هم د الله سبحانه و تعالی قانون ته تابع دی. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

«فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ» [نساء: ۵۹]

ژباړه: که چېرې ستاسو ترمنځ په کومه چاره کې شخړه رامنځته شي، نو د حل کولو لپاره یې الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته مراجعه وکړئ، که چېرې تاسو په ریښتیا سره پر الله سبحانه وتعالی او د قیامت په ورځ ایمان لرئ.

خلیفه د هغه څه له مخې حقونه ورکوي او اخلي چې یوازې الله سبحانه و تعالی راضي کوي. ځکه خو د مسلمانانو لومړي خلیفه، ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه وویل: وَالضّعِيفُ فِيكُمْ قَوِيّ عِنْدِي حَتّى أُرِيحَ عَلَيْهِ حَقّهُ إنْ شَاءَ اللهُ, وَالقَوِيّ فِيكُمْ ضَعِيفٌ عِنْدِي حَتّى آخُذَ الحَقّ مِنْهُ إنْ شَاءَ اللهُ. ستاسو تر ټولو کمزوری زما پر وړاندې تر ټولو قوي دی تر هغه چې حق یې بېرته ورکړم، ان شاء الله؛ او ستاسو تر ټولو قوي زما پر وړاندې تر ټولو کمزوری دی، تر هغه چې حق ترې واخلم، ان شاء الله.

دغه راز د مسلمانانو دویم خلیفه، امیر المومنین عمر فاروق رضی الله تعالی عنه وویل: إِنَّ امْرَأَةً خَاصَمَتْ عُمَرَ فَخَصَمَتْهُ. بېشکه چې یوې ښځې له عمر سره مخالفت وکړ او هغه په خپل مخالفت کې په حقه وه. دا مخالفت پر دې و چې حضرت عمر رضی الله تعالی عنه وویل: لَا تُغَالُوا فِي مُهُورِ النِّسَاءِ. ښځو ته یې په مهر ورکولو کې افراط مه کوئ. خو یوې ښځې ورته وویل: لَيْسَ ذَلِكَ لَكَ يَا عُمَرُ إِنَّ اللَّهَ يَقُولُ. داسې نه ده اې عمره، ځکه چې الله (سبحانه و تعالی) فرمایي: وَآتَيْتُمْ إِحْدَاهُنَّ قِنطَاراً. [نساء: ۲۰] یعنې که مو دوی ته د مهریې په توګه هرڅومره ډېر مال ورکړی وي، بیرته یې ترې مه اخلئ.

د خلافت په دور کې د ځمکې او اسمانونو اوسېدونکي د اسلام د عظمت شاهدان وو. دا د اسلام حاکمیت و چې لښکر-لښکر خلک اسلام ته راتلل؛ که به د اندونیزیا وو، که د مرکزي یا ختیځې اسیا یا بوسنیا یا مراکش او غرب. دا د الله سبحانه و تعالی د کتاب او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سنتو حاکمیت و چې خلافت یې هغو کسانو ته د پناه اخیستو په ځای بدل کړی و چې د نورو لخوا تر ظلم او ځور لاندې وو؛ لکه یهود به چې د اروپایانو له ظلم څخه راتښتېدل. دا د خلافت زور و چې هغه کسان یې د جګړې په یوه ګواښ چپ کړل چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته یې د سپکاوي نیت درلود. یوازې خلافت دی چې د الله سبحانه و تعالی د امر له مخې د مستضعفانو چغو ته د ځواب ویلو لپاره لښکر بسیج کوي؛ اشغال شوې خاورې ازادې او نوې خاورې فتح کوي. د الله سبحانه و تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت دی چې خلافت اړ باسي چې د بېوزلو او پوروړو غم وخوري او دغه راز وړیا او په تر ټولو لوړه کچه ښوونه، روزنه او روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

اې د پاکستان مسلمانانو!

احمد په خپل مسند کې روايت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: بيا به ملک جبريه (د ديکتاتور نظامونو حاکميت) وي او دا به تر هغه وي چې د الله اراده وي او کله چې د الله خوښه شي، دا به هم پورته کړي. بيا به بېرته د نبوت په منهج خلافت حاکم شي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا الهي وحې ده؛ دا یوازې د نبوت پر منهج خلافت د بیا راتګ زېری نه راکوي؛ بلکې دغه مبارک حدیث زموږ لپاره یو خبر دی چې عمل پرې وکړو؛ ځکه چې پر موږ واجب ده چې پر ما انزل الله حکم وکړو. اې مسلمانانو، د خلافت د راپرځېدو سل کاله وشول، راشئ له حزب التحریر سره یې د بیا تاسیسولو لپاره کار وکړئ!

د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر
ولایه پاکستان

۱۴۴۵هـ.ق، د شعبان ۲۲مه

۲۰۲۴م، د مارچ ۳مه

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې