شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بریتانیا: د «له یهودو پرته منځنی ختیځ، د راتلونکې تګلارې د نقشې» تر سرلیک لاندې کنفرانس
بسم الله الرحمن الرحيم
بریتانیا: د «له یهودو پرته منځنی ختیځ، د راتلونکې تګلارې د نقشې» تر سرلیک لاندې کنفرانس

بریتانیا حزب التحریر، د بریتانیا په شمال «بیرمنګام» ښار کې د فلسطین د مبارکې خاورې له مسلمانانو څخه د ملاتړ په موخه «له یهودو پرته منځنی ختیځ، د راتلونکې تګلارې نقشه» تر سرلیک لاندې کنفرانس تر سره کړ، چې دغه کنفرانس لاندې درې بنسټيز پیغامونه درلودل.
لومړی پیغام: د اسراء او معراج د خاورې په اړه و چې اسلامي دولت، فلسطین فتح او له اسلامي خلافت سره یې یوځای کړ، نو د فلسطین مبارکه خاوره د خلافت تر سقوط پورې د اسلامې دولت برخه ګڼل کېدله، چې وروسته صلیبیانو د شام خاورې چې فلسطین هم پکې شامل و اشغال کړې، فلسطین یې یهودو ته تسلیم کړ چې فساد پکې وکړي. دا په داسې حال کې دی چې د فلسطین قضیه په ټولو مسلمانانو پورې اړه لرې او د اسلام قضیه ده.
دویم پیغام: د مسلمانانو چارواکو د خیانت په اړه و، په ځانګړې توګه د ترکیې د هغه خیانت په اړه چې د مسلمانانو او د فلسطین د خلکو پر وړاندې یې کړی و، ځکه دغه حکام له یهودي غاصب دولت څخه د ملاتړ او له نوموړي دولت سره د سیاسي، اقتصادي او نظامي اړیکو د ساتلو لپاره شپه او ورځ هڅه کوي، له دې هم شرمونکې چې د اردوغان او د هغه د سیکولر حزب په ژمنه کې، اردوغان له یهودي دولت سره د مرستې شعارونه ورکول.
خو روستی پیغام: د فلسطین د مبارکې خاورې د قضیې د حل په تړاو د هغو وړاندیز شوو حللارو په اړه و چې د کفارو او غربیانو لخوا یې وړاندیز کېږي، په حقیقت کې د مسلمانانو ذلت او د یهودي دولت تمکین د فلسطین په دې لویې خاورې پورې تړلی دی او یوازینۍ حللاره د هغه ازادول دي، لکه څرنګه چې صلاح الدین ایوبي هغه ازاد کړ او داسې کار له خپلواک او عادل دولت پرته چې هغه د نبوت پر منهج د خلافت دولت دی، شونی نه دی.
له الله سبحانه و تعالی څخه غواړو چې مسلمانانو ته په اسلامي دولت سره عزت ورکړي ترڅو د فلسطین مبارکه خاوره او نورې ټولې اسلامې خاورې ازادې، اسلام پلی او ټولو نړیوالو ته یې ورسوي.

Media

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې