شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     27 شعبان 1439

میلادی نېټه :     یکشنبه, 13 می 2018 م

شمېره:      ۰۴/۱۴۳۹

إندونيسيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د سورابایا په دریو کلیساوو کې بمي چاودنې

لکه څنګه چې د مې میاشتې په ۱۳مه، د یکشنبې سهار رسنیو په پراخه توګه رپوټ ورکړ، د سوربایا په دریو کلیساوو کې بمي چاودنې وشوې. په جالان نګاژل ماډیا اټارا کې سانټا ماریا رومي کاتولیک کلیسا؛ په جالان دیپانېګارا ۱۴۶ کې د اندونیزیایي مسیحیانو کلیسا او په جالان ارجون کې د سورابایا مرکزي پینټیکاسټل کلیسا(GPPS)؛ هغه کلیساوې دي چې بریدونه پکې شوي. د دغو چاودنو په پایله کې ۹ کسه وژل شوي او تر ۴۰ زیات ټپیان دي، هغه کس چې ویل کېږي دا حمله یې کړې، هم وژل شوی.

عاملین یې چې هر څوک وي او انګېزه یې چې هر څه وي، دغه بریدونه باید وغندل شي. دغه بې رحمانه کړنه د اسلام له ټولو لارښوونو سره تناقض لري. په دې کې هېڅ شک نشته چې اسلامي شریعت د نورو د مذهبي اماکنو د ویجاړولو او عبادت له ګډوډولو څخه منع کوي، هلته د خلکو وژنه او ټپي کول خو لا پرېږده. اسلام له کوم شرعي دلیل پرته د هر چا وژنه منعه کړې.

په دې اړه د حزب التحریر- ولایه اندونیزیا دریځ:

۱. د ناوړه او اسلامي لارښوونو ضد عمل په توګه دغه بریدونه په کلکه غندو.                  

۲. له چارواکو غواړو چې دغه جرم ژر تر ژره او په بشپړه توګه وڅېړي؛ انګېزه یې پیدا کړي او دا معلومه کړي چې د دغه ناوړه عمل تر شا د چا لاس و. په دې توګه به د دغې چاودنې په اړه شکونه ختم شي.

۳. په دغه برید کې لاس لرل ردوو او د ټرورېزم لایحې ژر تر ژره تصویب ته مو بیړه ده. ځکه چې په دغه لایحه کې ځینې داسې خبرې دي چې خلکو، په ځانګړې توګه مسلمانانو، ته زیان رسوي، لکه د تېر په شان. همدارنگه موږ دا ردوو چې په دې چاودنو کې دې دعوه ډله لاس ولري. مه پرېږدئ چې دغه برید د سرکوب او یوه نوي استبداد وسیله شي.

۴. پر مسلمانانو غږ کوو چې د شریعت د طبیق او نبوت پر منهج خلافت د بیا تاسیسس لپاره مبارزه کې ثابت قدمه  اوسي، صبر وکړي او استقامت ولري. خپلې دغې پاکې هیلې ته په رسېدو کې له هېڅ کړاو، مانع او ګواښ څخه مه وېرېږئ.

حسبنا الله و نعم الوکیل، نعم المولی و نعم النصیر

 

محمد اسمعیل یوسانتو

د حزب التحریر- ولایه اندونیزیا رسمي ویاند

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې