پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     2 ذولقعده 1438

میلادی نېټه :     سه شنبه, 25 جولای 2017 م

شمېره:      ۱۰/۱۴۳۸HTY

ولاية اليمن
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
حوثي وسله وال باید د حزب التحریر ځوانان ازاد او پر هغوی له ظلمه لاس واخلي!

(ژباړه)

حوثي وسله والې ډلې د حزب التحریر-ولایه یمن غړی، ۳۷ کلن نشوان جسار نېولی. دا په داسې حال کې ده، چې جسار به د یمن پایتخت صنعا ښار کې له امامانو سره د خلافت د سقوط په اړه، چې د ۱۳۴۲هـ.ق کال د رجب پر ۲۸مه چې د ۱۹۲۴م کال د مارچ له درېیمې سره سمون خوري؛ لیدنې او خبرې اترې کولې. د غه خبرې او لیدنې د ۲۰۱۷م کال د اپرېل له اتمې راهیسې د پولیسو تر څارنې لاندې وې. بلاخره د حوثیانو له خوا د ده د نیول کېدو لامل شوې. ده په خپلو لیدنو کې له دغه حالت نه د وتلو لپاره، چې هېواد یې د انګلیس او امریکا تر فشار لاندې دی؛ په سیمه ییزو او محلي وسایلو د یمن خلک تقریبا د یو کال راهیسې د طبیعي بلاوو، وژنو، ویجاړیو، وچکالیو، ناروغیو، د بنسټونو هر اړخیز فلج، د خدمتونو بندېدو او حقونو نه ورکولو له امله دوی ته یوه موثره اسلامي طرحه وړاندې کوله.

خلک تښتونه، شکنجه، د کورنیو له خبرېدو پرته د اوږدې مودې لپاره د خلکو نادرکه کېدل او د با انصافه محکمو نشت، یو جنایتکارانه عمل دی. دا خپله د ګډوډ او خراب وضعیت ښکارندوی دی، چې د دغه سیمه ییزو پوځیانو تر کنټرول لاندې سیمه کې تجربه کیږي. سره له دې زندانیان د انسانانو په توګه د انساني پاملرنې له نشت څخه سر ټکوي؛ هغه غذایي توکي چې دوی ته ورکوي، د بسنې وړ نه دي او یوازې ورباندې ژوندي وي. همدارنګه په زندان کې ډیری ناروغ زندانیان د اړتیا مطابق په کافي اندازه دارو او طبي لوازمو ته لاسرسی نه لري. په اسلام کې د زندانیانو ځورول او ورباندې د اسلام تحمیلول روا نه دي او بر عکس په نرمۍ او نیکۍ ورته امر کوي. د هغه خلکو په اړه، چې دغو کسانو نیولي، له ټولو جګړییزو حزبونو څخه چې مسلمان دي ډېرو یې تر اوسه ثابته کړې نه ده، چې ګنهګار دي که بې ګناه. نو چېرته دي د دوی عمومي بښنې وعده او خیالي قوانین او کمیټه؟

موږ د هغو کسانو د ازادولو غوښتونکي یو، چې بې ګناه نیول شوي دي، ځکه چې په اسلام کې د اسلامي دولت په واسطه د خلکو وېرول او د مسلمانو او غیر مسلمانو ښاریانو په منځ کې جاوسوسي کول روا نه دي؛ خو که ثبوت شي، چې دوی د مسلمان دښمنو دولتونو سره اړیکه لرله؛ وروسته باید د هغه څه مطابق جزا ورکړل شي، چې اسلام یې حکم کوي؛ نه د غیر اسلامي حکومتونو د حکم پر اساس، چې د غرب د استعماري نظامونو او فاسد تمدن څخه رامنځته شوي دي.

دوی چې غواړي د خلکو د چارو ساتنه وکړي، باید کورونو ته له ورونو څخه داخل شي او د یمن خلک دې د اسلام پر اساس (قرآن او سنت) باندې باوري کړي؛ خو هغه کسان چې له کافر غرب څخه په جمهوري، سیکولر، دموکراتیک او فرقه يي نظامونو پیروي کوي او وروسته له الله سبحانه وتعالی څخه کامیابي غواړي، پوه دې شي چې دغه کار یې له اسلام او اسلامي نظام څخه، چې د ژوند له مسایلو سره اړیکې لري، فرسنګونه لرې دی او څه شی یې له خپلو مخکینیو نظامونو څخه نه دي تغیر کړي، بلکې په بې پروا، کبر او فاسد ډول خپلې کړنې زیاتوي.

په همدې ډول موږ د نشوان جسار ورور آزادي غواړو، د دې لپاره چې دی د هغو کسانو له ډلې څخه و، چې د باطل پر وړاندې له حق څخه د پیروۍ لپاره پورته شوی و او له اوسنیو ستونزو څخه د خپلې خاورې د ایستلو لپاره یې هیڅ ډول اقدام ونه سپماوه. جسار په حقیقت کې ورځ په ورځ د حقیقت کلام لېږداوه او له دغه کړکېچه يې د خپلې خاورې د ایستلو لپاره طرحه درلوده؛ خو برعکس هغه یې زنداني کړ او تهمت یې ورپورې وتاړه.

حزب التحریر یو مجهول الهویت حزب نه دی؛ بلکه یو نړیوال حزب دی، چې د نړۍ له څلوېښتو څخه په ډېرو هېوادونو کې د اسلامي خلافت د رامنځته کولو لپاره هڅه کوي او له هر ډول فزیکي عمل سره لکه د وسلو لېږد، ګډوډۍ او نور ترورستي اعمال، چې له چې په ښکاره له اسلام سره مخالفت ولري، مخالف دی او دښمني ورسره لري. حزب التحریر هغه ډله ده، چې د اسلام پر اساس ثابته شوې او د مسلمانانو تر منځ د یووالي د حاکمولو لپاره، د نبوت پر منهج د خلافت تر بیرغ لاندې، هڅه کوي او د ټولنې د بدلون په لاره کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د طریقې پر اساس دعوت کوي؛ په هغه ډول چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم به اسلامي دعوت خلکو ته د زده کړې او قناعت په ورکولو سره په ټولنه کې د فکري او سیاسی مبارزو له لارې پر مخ وړه او د قدرت له څښتنانو څخه یې د مرستې غوښتنه کوله، چې په پایله کې د الله سبحانه وتعالی په غوښتنې سره په دې لار کې کامیاب شو او دولت یې تاسیس کړ.   

نو پر همدغه اساس حزب التحریر د جلیل القدر عالم شیخ تقي الدین النبهاني رحمه الله له لوري د دې طریقې پر اساس په ۱۹۵۳م کال په فلسطین کې تاسیس شو. حزب التحریر په اسلامي امت کې د مصلحت او خلاصون اصل دی. حزب التحریر یو وطنپال، مليپال، فرقه يي، نژادي یا سیمه ییز حزب نه دی؛ بلکه مبدء یې اسلام جوړه کړې او افراد یې د اسلامي عقیدې پر اساس یو له بله وروڼه دي. په داسې حال کې چې د مصنوعي پولو شتون او د مسلمانانو وېشنې د دې کار لپاره زمینه سخته کړې ده؛ خو متاسفانه نن ورځ داسې کسان وینو، چې متصل دغه عناوین لېږدوي او د یمن په خلکو کې يې د هغو د خپرولو لپاره هیڅ هڅه نه سپموي. دغه جګړې، ګډوډۍ، ناآرامۍ، نیول او فتنې د هغه څه برخه ده، چې استعماري غرب غواړي د هغه له لارې په اسلامي خاورو کې خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي.

که څه هم چې په یمن کې د دغو دښمنو احزابو تر منځ جګړه یوه سیاسي استعماري جګړه ده، چې په واقعیت کې يې لوی قدرتونه په ځانګړې توګه انګلیس او امریکا يې ملاتړ کوي او له بل لوري په یمن کې نفوذ او مالي قدرت په څنګ کې نیسي. الله سبحانه وتعالی له هغه څه چې ظالمان یې سرته رسوي، ناخبره نه دی. مهمه نه دي، هغه جامې چې ظالمان یې اغوندي، څومره اوږدې دي او الله سبحانه وتعالی ورته د دوی په سرکشۍ کې مهلت ورکوي، ترڅو حجت پر خپل ځان تمام کړي.

که چېرې الله سبحانه وتعالی ځینې پر ځینو نورو حاکموي، دا صرف ستاسو لپاره امتحان دی، ترڅو ووینئ چې کوم یو له تاسو څخه سم کار تر سره کوي. تر ټولو بده ماتې هغه وخت ده، چې یوه ډله پر خلکو غالبېږي او فکر کوي چې د الله سبحانه وتعالی له لوري ځواکمنه شوې ده، وروسته قدرت او واک په خورا ناوړه څېره کې ښکاره کوي، په خلکو یې تحمیلوي او له هغو دروغجنو شعارونو سره يې، چې په واقعیت  کې د اسلامي امت د له منځه وړلو لپاره جوړ شوي دي، منعکسوي.

نو حزب التحریر به په حقیقت کې ثابت پاتې شي، د هغه په لټه کې به وي او د سړک د هسکو او ټيټو پروا نه لري. زیات شمېر ظالم حکام وو، چې د حزب د آواز د چوپولو لپاره را ولاړ شوي وو؛ خو حقیقت پاتې شو او دوی له منځه لاړل. الله سبحانه وتعالی په خپل امر کې غالب دی او ظالمانو ته به ماتې ورکړي، تر هغه وخته چې د نبوت پر منهج خلافت تاسیس شي.

﴿وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَىٰ أَمْرِهِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ[یوسف: ٢١]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی پر خپل کار برلاسی دی، خو زیاتره کسان نه پوهېږي.

د حزب التحریر- ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې