پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 ذولحجه 1438

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 23 آګست 2017 م

شمیره:      ح.ت.افغ ۰۸/۱۴۳۸

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
د امريکا نوې ستراتيژي؛ په افغانستان او جنوبي آسیا کې د جګړې او کړکېچ دوام

ټرمپ له اتو مياشتو سختو کورنيو اختلافاتو وروسته د افغانستان په هکله د امريکا نوې ستراتيژي اعلان کړه.

د حزب التحرير ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر د امريکا په نوې ستراتيژۍ کې د هغې له پخوانۍ ستراتيژۍ سره کوم ځانګړی توپير نه ويني. ځکه دا ځل امريکا په ډاګه د افغانستان ستراتيژي له جنوبي آسيا سره د امريکا د ستراتيژۍ په رڼا کې اعلان کړه او دا رسماً په دې دلالت کوي چې امريکا د افغانستان له بې ساري جيوپولټيک موقعيت څخه په سيمه کې د خپلو ستراتيژيکو او استعماري موخو د تعقيب لپاره د پوځي اډې او جنګي پروژې په توګه کار اخلي. همداراز ټرمپ په افغانستان کې د امنيت راوستلو لپاره د هند د رول پر پياوړي کېدو ټينګار وکړ، چې دا خپله په افغانستان کې د امريکا، هند، پاکستان، ايران، چين او روسيې تر منځ د نيابتي جګړې د لاګرمېدو خبردارۍ ورکوي.

ټرمپ د بوش او اوباما د دروغو پر خلاف ښکاره وويل چې زموږ وسله وال ځواکونه به د نورو د ملت جوړونې لپاره نه کارول کيږي، بلکې دا خپله د افغانانو کار دی چې څنګه له ګډ دښمن سره جګړه وکړي، خپل اقتصاد پياوړی کړي او خپل راتلونکی جوړ کړي. مګر تر دې وړاندې امريکا افغانستان له «تروريزم» څخه دخلاصون، ملت جوړونې، دولت جوړونې، بشري حقونو او غوره حکومتولۍ تر پلمو لاندې اشغال کړ.

حزب التحریر ولايه افغانستان د امريکا او ناټو د دغو غولوونکو شعارونو له حقيقت څخه په وار-وار خپل ولس ته خبردارۍ ورکړی و او دا دی اوس خلکو د دې عصر د دجال «ټرامپ» له خولې په خپلو غوږونو واورېدل، چې هغوی افغانستان ته زموږ د هوساينې، ملت جوړونې، ډموکراسۍ او بشري حقونو لپاره نه، بلکې په خپلو ناوړه استعماري موخو او ګټو پسې راغلي او لاسپوڅی افغان حکومت او مزدور چارواکي يې يوازې د ګټو د تامين موقتي وسایل دي.   

د حزب التحرير-ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې