Logo
Print this page

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     11 ربیع الاول 1440

میلادی نېټه :     دوشنبه, 19 نومبر 2018 م

شمیره:      ح.ت.افغ ۰۲/۱۴۴۰

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
د نړیوال تروریزم رهبر غواړي د افغانستان د خلکو په بمبارولو سوله راولي

فوربس امریکايي مجلې یو نوی راپور خپور کړی، چې ښيي امریکايي او ناټو ځواکونو په افغانستان کې د ۲۰۱۸ له جنورۍ تر سپټمبره شاوخوا ۵ زره او ۲۱۳ هوايي بریدونه کړي. په داسې حال کې چې د دغو بمباريو د ویجاړۍ، وژل شوو او ټپیانو د شمېر جزیات مشخص شوي نه دي؛ خو دا په تېرو ۱۷ کلونو کې د بمبارونو خورا لوړه کچه ده، چې ۲۰۱۸ په افغانستان کې د یوه خورا خونړي کال لقب اخیستی دی.

واقعي شواهد ښيي چې د دغو بریدونو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي او حتی په ځينو وختونو کې افغان امنیتي ځواکونه هم د دغو بمباريو موخه ګرځېدلي دي. خو امریکا دا بمبارونه پر طالبانو د فشار په توګه توجیه کوي، ترڅو امریکايي سولې ته لار هواره کړي. هغه سوله چې د افغانستان د مسلمانو خلکو د وینې په بیه په سیمه کې د امریکا سترې اډې وساتي، خو د جګړې د ختمولو معنی ونه لري. یو شمېر طالب رهبران له ټولو هغو ارزښتونو څخه رابېل کړي، چې د هغو لپاره يې تر ۱۷ کلونو ډېره جګړه کړې او قربانۍ یې ورکړې دي، چې په پایله کې د هغوی پاتې سرتېري له نورو جنګي ډلو لکه داعش سره یو ځای کړي، ترڅو په سیمه کې د امریکا ستراتيژيکې موخې خوندي شي.

په واقعیت کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو نظامي فعالیتونه په اوه سري ښامار بدل شوي، چې تر بل هر تروریزم زیاته وینه تویونه او جنایت زیږوي. کوم عمل د ملکي خلکو، ښځو او ماشومانو تر بمبارولو ډېر تروریستي دی؟ هوايي بمبارونه زیات ځایونه ویجاړوي، ستر ځاني تلفات رامنځته کوي، ماشومان یتیموي، ښځې کونډې کوي، پلرونه او میندې د ویر پر ټغر کینوي، لکه څنګه چې د افغانستان ډېری ولایتونه هره ورځ د هغو تروریستانو د الوتکو د الوتنو شاهد دي، چې د مرګ نغاره غږوي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

Template Design © Joomla Templates | GavickPro. All rights reserved.