Logo
Print this page

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     24 ربیع الاول 1440

میلادی نېټه :     شنبه, 01 ډسمبر 2018 م

شمیره:      ح.ت.افغ ۰۳/۱۴۴۰

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
د جنیوا کنفرانس؛ بادار ته د مزدور حساب ورکول

د افغانستان لپاره د جنیوا کنفرانس د نومبر په ۲۷ او ۲۸مه په سویس کې جوړ شو، چې د ۶۲ هېوادونو او ۳۵ نړیوالو سازمانونو استازو، د افغانستان د حکومت رهبرانو، د خصوصي سکتور او مدني ټولنو استازو پکې برخه واخیسته، چې په ترڅ کې يې د افغانستان حکومت په تېرو کلونو کې د کړو ژمنو پایلې او د مرستو د مصرف د څرنګوالي راپور نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړ. 

د جنیوا کنفرانس د تېرو کنفرانسونو په څېر چې کله به د افغانستان د اشغال په موخه، بیا د اشغال د دوام او د افغان دولت د مالي او سیاسي ملاتړ لپاره جوړېدل، نړیوالې ټولنې او په هغې پورې اړوندو سازمانونو ته د افغانستان له لوري د راپور ورکولو یو میکانېزم دی، چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په وسیله د تعین شوو موخو او پالیسیو د پرمختګ کچه ارزوي.

دغه کنفرانس د خلکو پر ژوند هېڅ مثبت اغېز نه لري او د افغانانو هېڅ درد یې نه دی دوا کړی. حتی هغه ستونزې چې د افغانستان دولت افغانانو ته جوړې کړې دي، په دغه کنفرانس کې د لاسته‌راوړنو په توګه وړاندې شوې. لکه پر سوداګرو او صنعتکارانو د درنو مالیاتو وضع کول، پر وارداتو د ګمرکي تعرفې درې برابره کول، پر تلیفوني مکالمو مالیه لګول، د پانګونې د جلب په پلمه د ډالر او نورو بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت کمول او بالاخره افغانستان د نړیوال بانک، د پيسو نړیوال صندوق او بهرنیو پانګوالو د پور ورکونې شرایطو ته تیارول. په داسې حال کې چې پورتنيو ټولو مواردو د افغانانو د ژوند حالت خورا ناوړه کړی او فقر، بېکاري او جنايي جرمونه یې زیات کړي دي.

د دې تر څنګ هغه لاسته راوړنې چې له اداري فساد سره د مبارزې او په دولت کې د اصلاحاتو په ډګر کې سترې ښودل کېږي، واقعیت یې دا دی چې فساد یې له غیر رسمي حالته د رسمي دولتي ادارو په چوکاټ کې قانوني حالت ته اړولی، چې د نورو مفسدینو لاسونه یې ورلنډ کړي او د ارګ په کړۍ او حاکمه طبقه پورې یې محدود کړی دی او د اداري اصلاحاتو په ډګر کې په دولتي بنسټونو کې د پخوانیو مجاهدو او کمونیستو عناصرو پر ځای په غرب کې روزل شوي عناصر ځای پر ځای شوي دي.

نو د دغه کنفرانس پایله د یو اړخیزو اصلاحاتو په ترسره کولو، درنو مالیاتو لګولو او د ناسمو اقتصادي سیاستونو له لارې د افغانستان د دولت لخوا د خلکو د وینې زبېښل دي، ترڅو د افغانستان دولت د خپلو خلکو د جیب او دسترخوان په لوټلو خپله اتکا له بهرنیو مرستو څخه کورنیو عوایدو ته متمرکزه کړي او په افغانستان کې جګړه خپله د افغانانو له عوایدو څخه د دوی په وینه دوام ومومي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

Template Design © Joomla Templates | GavickPro. All rights reserved.