Logo
Print this page

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     6 رجب 1440

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 13 مارچ 2019 م

شمیره:      ح.ت.افغ ۰۶/۱۴۳۹

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
لويه جرګه د خلکو واقعي نظر نه، بلکې د امريکا او د هغې د لاسپوڅو سياسي اجنډا څرګندوي

د افغانستان جمهوري ریاست د يوه فرمان له مخې د ۱۳۹۸ لمريز کال د ثور نهمه د سولې لپاره د مشورتي جرګې د جوړېدو نېټه ټاکلې ده. د دغې جرګې څرګنده موخه د خلکو د استازو د مشورو او نظرونو اورېدل، حللاره لټول او د سولې د مذاکراتو د پروسې ګړندي کول بلل شوي دي، ترڅو د جرګې په پای کې دولت ته د سولې تګلاره وټاکي.

د حزب التحرير-ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د دې لويې جرګې جوړېدل د هغو لاسپوڅو چارواکو ناکامه هڅه بولي، چې بادار يې له طالبانو سره د امريکايي سولې له پروسې څخه څنګ ته کړي او غواړي له دې لارې په ښکېلو اړخونو  فشار راوړي ترڅو دوی هم د سولې په پروسه کې ورګډ کړي. له بله اړخه هڅه کوي چې د دې خاورې د خلکو پر وړاندې د هغوی څه د پاسه يوې نيمې لسيزې پر خيانتونو پرده وغوړوي او په پای کې ځان دروغجن اتل وښيي.

موږ د لويې جرګې ډېر اوږده تاریخ ته اشاره نه کوو، بلکې د تېرو ۱۸ کلونو په اوږدو کې مو وليدل چې لويې جرګې څنګه د ښکېلاکګرو په ګټه پای ته رسېدلې دي. د بېلګې په توګه د ۲۰۰۴م کال د اساسي قانون د لويې جرګې له لارې اوسنی اساسي قانون د یوه غير اسلامي او فرمايشي قانون په توګه د امريکا له خوا د افغانستان پر خلکو و تپل شو. په ۲۰۱۳م کال کې له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک کولو لويه جرګه چې د خلکو د استازو په نامه د امريکا د سفارت رشوت خوړونکي پکې راټول شوي وو او د رايو په اکثريت يې له يرغلګرې امريکا سره د دغه شرموونکي امنيتي تړون غوښتنه وکړه، چې اوسني دولت د خپل کار په لومړۍ ورځ ورسره لاسليک کړ او اوس يې يو ځل بيا د سولې لپاره د مشورتي لويې جرګې غږ پورته کړی، ترڅو پر خلکو يوه بله استعماري اجنډا وتپي.

په داسې حال کې چې د اسلام مبين دين د خلکو په چارو کې مشوره پر چارواکو باندې د رعيت حق ګڼي، دغه ډول مشورتي لويې جرګې تل د ناروا کارونو د رواوالي، د استعمار د سياسي اجنډاګانو د تطبيق او د خلکو د واقعي نظر د چوپتيا په موخه د لاسپوڅو چارواکو او د هغوی د بادارانو په فرمايش جوړې شوې دي. له همدې امله حزب التحرير-ولایه افغانستان يو ځل بيا د افغانستان مجاهد ولس مخاطب کوي؛ چې د لويې جرګې له سوړې څخه بيا و نه چيچل شي او د امريکا او د هغې د مزدورانو د سولې د اجنډا لپاره ناوړه وسيله ونه ګرځي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

Template Design © Joomla Templates | GavickPro. All rights reserved.