پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     22 رمضان 1440

میلادی نېټه :     دوشنبه, 27 می 2019 م

شمیره:      ح.ت.افغ ۱۰/۱۴۳۹

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
امريکايي استعمار او د ډيموکراسۍ تطبيق د افغانستان خلک او سياسي رهبران لار-ورکي کړي دي

په دې ورځو کې په افغانستان کې سياسي ستونزې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي. د پارلمان لپاره د رييس ټاکلو مسئلې سخت اختلافونه راپارولي او د خلکو ترمنځ يې قومي بحثونه راپورته کړي دي. د جمهور رييس د کار دوره د غبرګولي په لومړۍ نېټه پای ته رسېدلې. جمهوري ریاست ته کانديدانو او د جمهور رییس مخالفينو د هغه د حکومت دوام نامشروع بللی او له واک څخه د هغه د استعفا غوښتونکي دي. دولت د سياسي مخالفينو د اعتراضونو د مخنيوي لپاره پلازمېنه په نظامي اډه بدله کړې ده. د دولت د وسله والو مخالفينو پر سنګرونو او ملکي وګړو باندې د امريکايي ځواکونو هوايي بريدونه په بې ساري ډول زيات شوي، چې د ملکي وګړو او افغان امنيتي ځواکونو د سختو ځاني تلفاتو سبب شوي دي. امريکايان له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو پر مهال په افغانستان کې د القاعدې او داعش د فعاليتونو له پراخوالي خبر ورکوي. فقر، بېکارۍ، جنايي جرمونو او فساد چاقو د خلکو تر هډوکي رسولی او د ډالر پر وړاندې د افغانۍ قيمت په بې ساري توګه راټيټ شوی دی.  

دې وضعيت عام وګړي، قومي مشران او سياسي رهبران په سياسي ډ‌ګر کې لار-ورکي کړي دي او له هغوی څخه يې د غوڅې پرېکړې اراده اخيستې ده. له همدې امله د افغانستان خلک له ناورين وروسته په ناورين اخته کيږي. خو هر جنايت او ترخه پېښه چې رامنځته کيږي، یوازې له احساساتي عکس العمل سره مخ کيږي. مګر له دغه وضعيت څخه د همېشني خلاصون په موخه له هرراز تدبير او پرېکړې پرته، یادې ترخې پېښې او جنايتونه هېرېږي. سياسي رهبران او خلک بېرته په ورځنيو کارونو باندې بوخت شي او د بل جنايت او فاجعې انتظار باسي. دغو ناورينونو خلک سره وېشلي او ددې سبب شوي، چې امريکا او د هغې مزدوران روان وضعيت د خپلو سيمه ييزو موخو لپاره د ټوپ وهلو د تختې په څېر وکاروي، خلک او سياسي رهبران له هغو پېښو سره بوخت ساتي چې استعمار يې يوه پر بله پسې رامنځ ته کوي.

نو امريکا په افغانستان کې د کورني اړ دوړ د رامنځ ته کولو او سياسي لار-ورکيتوب سیاست عملي کوي، ترڅو خلک مجبور کړي چې د هغوی حللارو ته غاړه کېږدي. په داسې حال کې چې د دغو ټولو ناورينونو ريښه په امريکايي استعمار او د ډيموکراسۍ نظام په تطبیق کې ده او تر هغه چې د افغانستان مسلمانان د ډيموکراسۍ په ډګر کې – چې د هغوی د عقيدې او ارزښتونو خلاف دی – لوبيږي او سياست کوي، دغه لار-ورکيتوب به همداسې دوام ومومي. ځکه هغه قوم چې د هغوی د عقيدې خلاف نظام ورباندې پلی کيږي، د هغوی د سياسي ګنګستيا سبب کيږي. نو د افغانستان مسلمانان باید د داسې نظام د تاسيس لپاره هڅه او مبارزه وکړي چې چارې يې د اسلامي افکارو او ارزښتونو پر بنسټ سنبال او رهبري کړي، ترڅو په پايله کې له دغه اړ دوړ څخه خلاصون ومومي او د خپلواکې سياسي ارادې او پرېکړې خاوندان شي.   

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې